د داعشیانو فکري جوړښت!

دوهمه برخه برکت‌الله دانشور

#image_title

داعش د خپلو فعالیتونو په پیل کې، له عراق څخه راپورته شو او ورو ورو یې لکه غڼی (عنکبوت) په نورو هېوادونو او ځایونو کې لاره پيدا کړه او خپل کورونه یې جوړ کړل.

عراق یوه موده د امریکا تر اشغال لاندې و او د امریکا د نظامي ځواکونو تر چتر لاندې یې د وژنو او شکنجو خوند تجربه کړ، په دې موده کې د تودې او ویجاړوونکي جګړې ترڅنګ؛ د خلکو ژوند اخیستل کېده او ناموسونه پايمالېدل.

د ملت د متحدې ټولنې په منځ کې، دښمن د مذهبي اختلافاتو او دوه قطبي کېدو د لپاره بوخت و، ترڅو د ملت یووالی له منځه یوسي، دې کار د بې ګناه خلکو ترمنځ د شیعه او سني په نوم بېلولو ته لاره هواره کړه.

د شیعه ګانو په واک کې د حکومت نیولو سره، په ټولنه کې د تبعیض او توکمپالنې لړۍ په خورا سخت ډول پراخه شوه، د حکومت له خوا د ملت په شړلو او د نورو خورا وحشتناکو جنایتونو په ترسره کولو سره، د انتقام، ظلم پر ضد او د عدالت غوښتلو زمینه برابره شوه.

همدارنګه؛ موقع پالو له دې ناڅرګند وضعیت څخه د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره ګټه واخیسته، په داسې حال کې چې دښمنانو د عدالت غوښتونکو په نوم او په ځانګړې توګه د اهل السنة د نوم څخه په ګټه اخیستنه، په عملي ډول ټولنه په دوو مخالفو او سخت دریځو ډلو ووېشل.

داعش په پیل کې د اهل تشیع نه انتقام اخیستلو ته شروع وکړه او بی باکه، جسورانه او بې رحمۍ سره یې د پراخو او بې شمېره وژنو لړۍ پیل کړه.

هغه حسد او کینه چې په عراق کې، د اهل السنة پر وړاندې په تدریجي ډول لږ لږ رامنځته شوې وه؛ د داعش د خلافت په اعلان سره؛ په لنډ وخت کې زیاته شوه، داعش د اهل السنة د مجاهدینو په وړاندې بې شمیره خلګ را وپارول او د مظلومو مسلمانانو د وینو نهرونه یې روان کړل.

په پیل کې، د داعش ملاتړي او لارویان له بېلابېلو هیوادونو او لرې سیمو څخه راغلل، چې د داعش لپاره واک او ځواک دواړه شول؛ خو له یو څه مودې وروسته معلومه شوه، چې تر دې نوم لاندې داسې جنایتونه ترسره کېږي، چې له دین او انسانیت سره ډېره فاصله لري او داعش د افراطیت او سخت‌دریځۍ په لاره روان دي، له همدې وجې یې لارویانو لاره ور څخه بېله کړه او داعش د خلګو ملاتړ له لاسه ور کړ.

عاصم جلال
Exit mobile version