د داعشیانو فکري جوړښت! څلورمه برخه

برکت‌الله دانشور

۱:- سخت تکفیر او بې‌سوچه عمل

انسانان د بېلابېلو فکرونو او اندېښنو یوه مجموعه ده، چې هر یو یې د خپل ژوند یا ټولنیز ژوند له مادي او عقیدتي مسائلو سره د تړاو له مخې فکر کوي، د هغو عقایدو او باورونو له مخې چې لري یې، یا یې د وخت په تېرېدو له بېلابېلو لارو ترلاسه کوي، یا پر يو څه ایمان راوړي او بیا تر پایه پرې ولاړ وي او ثبات پرې کوي.

خو دا چې څه سم دي او څه د باور وړ دي، دا یو ستونزمن او دقیق کار دی؛ کله ناکله په دې برخه کې غفلت انسان بې‌لارې کوي او له منځه‌یې وړي، کله هم پر سمه، مثبته او لوړه لاره تګ انسان ته قوت او ځواک ورکوي، له همدې امله، باید د خپل عمل په انتخاب کې ډېر دقیق واوسو، د موضوع ژور تحلیل وکړو او له احتیاطه کار واخلو، ترڅو د کندې ښکار نشو او د بڼ پر ځای د هدیرې لور ته لاړ نه شو.

تر دې لا مهمه، د نورو په اړه پرېکړه او قضاوت کول دي؛ دا چې خپل ځان قاضي وبولو، خلک د خپلو عینکو له مخې وتلو او پرې حکم وکړو، دا یو لوی مسؤلیت دی؛ دا کار ددې سبب کېږي چې هره ورځ د هغو کسانو په اړه چې زموږ همفکره نه وي، شکاک شو؛ په اړه ‌یې ناسمې پرېکړې وکړو او کله کله هم د همدې غلطې پرېکړې له امله یو څوک له ضرر او تاوان سره مخ کړو.

حال دا چې پر بل چا حکم صادرول، یا د هغه د باورونو او اندېښنو ارزونه، اسانه کار نه دی، دا لوی زحمت، پوهه او دقت غواړي او اهل سړي ته اړتیا لري.

مګر کله کله داسې ښکاري چې ځینې خلک یوازې د همدې لپاره پیدا شوي وي، چې د نورو اندېښنې وپلټي، د هرې شونې وسیلې څخه کار واخلي، ترڅو د چا په فکر کې یو تور ټکی پیدا کړي، بیا پرې دروند حکم صادر کړي او د هغه د ژوند لاره سخته کړي.

داعش همداسې یوه ډله ده چې د سخت تکفیر عقیده لري، یوازې خپل فکر برحقه بولي او نور ټول خطاکار ګڼي، دوی خپل صف د بریا، نېکمرغۍ او اجر مستحق ګڼي، خو له خپل فکر څخه لرې پاتې کېدل د ښکاره بې‌لارۍ، تیروتنې او ګمراهۍ نښه بولي.

حق یې یوازې خپله انحصار کړی او نورو ته یې د حق د پیژندلو او منلو صلاحیت نه دی پرېښی، دوی فکر نه کوي چې نور هم د انتخاب حق لري، د پوهې، دقت او آزادې پرېکړې وړتیا لري، بل پړاو “بې‌سوچه عمل” دی، چې په راتلونکي لیکنه کې به یې څېړو او اړوند ابعاد به یې روښانه کړو.

Exit mobile version