د داعشي خوارجو پر وړاندې د ا.ا جګړه؛ تر شا یې انګېزه څه ده؟

عبدان صافی

وروسته له هغه چې د امریکا د استازو جرګې لخوا د افغانستان لپاره د مرستو بندولو لایحه تصویب شوه، ځینو رسنیو او مغرضو تبصره کوونکو دا ډول اوازې خپرې کړې چې ګواکې دا پرېکړه به د اسلامي امارت لخوا د داعش پر ضد روانې هڅې کمزورې کړي، دا ډول تبصرې که له ناپوهۍ وي که له سیاسي غرضه، خو له واقعیتونو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې دا یو ډول معلوماتي انحراف دی چې د اوسني افغانستان له ژور امنیتي، عقیدوي او ولسي واقعیتونو څخه سترګې پټوي.

د افغانستان اسلامي امارت یو ولسي، اسلامي او د تاریخ له ژورو تجربو څخه راټوکیدلی تحریک دی، چې د کرغېړن اشغال د راپرځولو او د اسلامي نظام د اقامې لپاره یې شل کاله قربانۍ ور کړې، برعکس؛ داعش یوه وارداتي، تکفیري او افراطي پدیده ده چې د عراق او شام له جګړو وروسته د استخباراتي پروژو له لارې افغانستان ته انتقال شوه او هڅه یې وکړه چې دلته هم د خونړۍ فتنې اور بل کړي.

د افغانستان اسلامي امارت له نظره داعش یوه خارجي ډله ده چې نه اسلامي مشروعیت لري، نه شرعي توجیه؛ نه ولسي ملاتړ او نه هم دیني اجماع لري، دا یو فتنه ګر خوځښت دی چې د امت صفونه تیت و پرک کوي، پر مسلمانانو د تکفیر فتوی صادروي، له علماؤ تر بې ګناه مسلمانانو او ماشومانو پورې یې قتل عام کړی او د اسلام په نامه یې د اسلام روح زخمي کړی دی

د اسلامي امارت له نظره د داعش خلاف جګړه نه یوازې دا چې یو امنیتي ضرورت دی، بلکې یوه شرعي وجیبه، امتي مسؤلیت او د امت د بقاء مسئله ده، د دې جګړې موخه د خوارجو د فکر ځپل دي، هغه فکر چې نه د وحدت اعتبار پیژني، نه د علماوو موقف او نه د امت مصالح؛ دا جګړه د تمویل لپاره نه ده، دا د دین د خالص ساتلو جګړه ده، دا د شهیدانو د وینو د تقدس ساتلو جګړه ده، دا جګړه د الله جل جلاله د رضا لپاره ده، نه د واشنګټن یا کوم بل سازمان څخه د مرستو اخیستو په خاطر.

په تېرو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت له داعش سره سختې او بې‌ساري جګړې کړي دي، هغه هم په داسې شرایطو کې چې نه یې حکومت درلود، نه بودیجه، نه رسمیت او نه کوم بهرنی تمویل؛ خو بیا یې هم له ننګرهاره تر زابله د داعش د فتنې ریښې وایستې، دا مبارزه یې یوازې د وسلې له لارې نه ده کړې، بلکې له ولسي ملاتړ، د علماوو د لارښوونو او د خپلې عقیدې له ژور باور سره یې ترسره کړې ده، د اسلامي امارت لپاره د داعش ضد جګړه یو اسلامي، امتي ملي، شرعي او اخلاقي مسؤولیت دی، نه دا چې دا د کوم بهرني فشار یا تشویق محصول وي.

له بلې خوا، دا دعوه چې ګواکې د امریکایي مرستو بندیدل به د اسلامي امارت د داعش ضد مبارزې مخه ونیسي، له اساسه ناسمه ده؛ ځکه دا جګړه له هغه وخت را روانه ده چې امریکا دلته د خپلو پوځونو سره شتون درلود، خو بیا هم اسلامي امارت د داعش پر ضد خپله مبارزه روانه ساتلې وه، برعکس؛ په ځینو مواردو کې دا هم لیدل شوي چې امریکایي الوتکو داعش جنګیالي له خطرناکو سیمو ایستلي، یا یې د جنګي وسایلو له لارې د هغوی ملاتړ کړی، حتی دا شواهد هم شته چې داعش ډلې ته ځینې خاص ډول ټکنالوجۍ او وسلې رسیدلي چې یوازې د امریکا د خاصو ځواکونو ملکیت بلل کېده، نو د دې خبرې حقیقت لا روښانه دی چې اسلامي امارت د داعش پر ضد د خپلو امکاناتو، استخباراتي شبکو، عقیدوي هوډ او ولسي ملاتړ پر بنسټ جګړه کوي، نه د کوم خارجي تمویل پر اساس.

د دې ترڅنګ، د افغانستان ولس له داعش نه کرکه لري، له عامو خلکو نیولې تر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو په مینځ کې د داعش پر ضد یو خالص او ژور انزجار موجود دی، د داعش تفکر افغانانو ته اجنبي، نا اشنا او خونړۍ ایډیالوژي ده، اسلامي امارت د همدې ملت غږ، اراده او مشران دي، نو ځکه دا جګړه د ولس له زړه سره تړلې ده، نه له بهرني بانکي حساب سره.

نو که امریکا مرستې بندوي، دا د دوی سیاسي تصمیم دی، خو دا به هېڅکله هم د اسلامي امارت عقیدوي موقف، ولسي هوډ او جهادي دریځ ته ضربه ور نه کړي، بلکې برعکس؛ دا به د دوی خپلواکي، ثبات، او پر خپل ملت متکي نظام نور هم قوي کړي.

دا باید روښانه وي چې د اسلامي امارت او داعش ترمنځ جګړه د ایمان جګړه ده، د بقاء جګړه ده، د امت د وحدت او د اسلامي امت د ژغورنې جګړه ده، دا جګړه نه د تمویل لپاره ده، نه د شهرت، نه د موقف؛ دا د “لا إله إلا الله” د داعیانو او د “خوارجو” ترمنځ جګړه ده او دا به تر هغو روانه وي چې فتنه له منځه لاړه شي او دین ټول د الله لپاره شي.

Exit mobile version