د داعشي خوارجو حقیقي څهره!

ابو سجاد الهام

د پخوانیو خوارجو متمدنه او معاصره څهره دا عش؛ د اسلامي اُمت په څرمن کې، د یهودو او کفري نړۍ هغه پوښل شوی او ګمارل شوی لېوه دی، چې نننیو اسلامي خوځښتونو او ټوکېدلیو حرکتونو انسجام ته د اسلامي اُمت د وګړو او په ځانګړي ډول ځوانانو او محصلینو تر منځ غوټۍ شوې هیلې او امیدونه و داړي.

د تکفیریت، طاغوتیت او نورو بېلابېلو نومونو څخه په استفادې، د ننني عصر تر ټولو ماډرن فرعونیت او پر اسلامي نړۍ د هغه د ظلمونو او وحشتونو په اوج کې؛ کله هم دوی د دغه ظالم پر لوري د یوه غشي وارولو جرأت ونه کړ، دوی د کفر او طاغوت پر دې پراخه او خوره شوې فتنه کې تل؛ هغه څوک د شا له لوري په خنجر وهلي، څوک چې د دغې فتنې او ظلم د ټغر پر ټولولو لګیا دي.

دوی د اسلامي اُمت د لوی زعامت ( خلافت) تر عظیم او ستر نوم لاندې د اسلامي اُمت زعامتونه د کفر او کفري دسیسو د لا وساعت او پراختیا په پار له منځه وړي، دا تش په نوم خلافتي داړه ماران د اسلامي اُمت د زعامتونو پر وړاندې د کفري ظالمانو، پېچلیو، استخباراتي، پلیتو او ناولیو لښکرو له ګېډې زیږېدلي.

د دوی تولد د کفر او طاغوت له خېټي شوی، د دوی مغز د کفر او طاغوت له مضرو او شیطاني دسیسو تغذيه اخلي، دوی د اسلامي اُمت د لوی بدن هغه غړي پرې کوي پر کومو غړو چې دا لوی بدن معیوبېږي، دوی د اسلامي اُمت د لا ځپلو، وېشلو او منحرف کولو په پار؛ د دغه ستر او عظیم اُمت د ملا تیر یعنې د اسلامي ټولنو ځوانان موخه ګرځولي، د تکفیر، انحراف او نورو بېلا، بېلو نومونو څخه په استفادې د اسلامي اُمت وحدت او یووالی له منځه وړي.

دوی د کفري او یهودي استخباراتو تر ټولو ارزانه او کم لګښته مزدوران دي؛ چې د دغه منحوسو او بد مرغو فرعونیانو پر وړاندې د اسلامي اُمت هغه سپاهیان او غازیان، چې دوی ته په اسلامي هېوادونو او جغرافیو کې د سر درد جوړ شوي په کم لګښت له منځه یوسي.

د دغو منحرفینو اصلي او اساسي موخه د هغو رجالو له منځه وړل دي؛ کوم چې د ننني دجالېزم په تور لېست کې شامل دي او دا هغه کسان چې تر نورو ټولو دوی د دغه نوي فرعونیت پر وړاندې قوي او محکم ولاړ دي، دوی په اسلامي اُمت کې د یووالي او وحدت وژنې لپاره د مذهبونو تر منځ د وحدت او یووالي رسۍ په تبر وهي، دوی د مشرکینو په نوم هغه مسلمانان تکفیر او واجب القتل کړل؛ د کومو چې د شرک پر وړاندې د حق توره پر اوږه وه.

دوی د مشرک په نوم هغه څوک په توره وواهه؛ چا چې د بوت سر هم د هغه په تنه نه پرېښوده، دوی د باغي په نوم هغه څوک تکفیر کړ؛ چا چې له طاغوت انکار کړی، دوی د طاغوت په نوم هغه سر ذبح کړ؛ چا چې د طاغوت په مرۍ د حق چاړه اېښې، دوی په اسلامي هېوادونو کې له اختطاف، وحشت او دهشت پرته بله کار نامه نه لري.

که زما په لیکنه کې پر دغه منحرفینو شویې ادعاوې درته د لیکوال خپله سینه یخول ښکاري؛ نو په ډېر ادب ته محترمه! د دغو منحرفینو حال او ماضي وګوره، چې د دوی په اصطلاح د جهاد او مبارزې توره او غشی د چا او کوم لوري په طرف چلېږي!؟

د نړیوال کفري استبداد په اوج کې د دوی د لېندې او غشي ښکار کومه سینه او ټټر ګرځېدلی دی؟

که دې پوښتنو ته ځیر شې او وګورې، دا به درته تر لمر جوته او څرګنده معلومه شي؛ چې داعـش د غربیانو یوه کم لګښته اجرتي ډله ده، چې صرف او صرف د اسلامي نړۍ په جغرافیوي حدودو کې هر هغه سر وهي، کوم چې د دغه استبدادي بدماشانو خلاف مفکوره او نظریه لري، دې هر څه ته په کتو تر ټولو د افسوس او د ډېر افسوس خبره دا ده؛ چې دا هر څه دوی د اسلام او اسلامي خلافت د اعادې او قیام په پار تر سره کوي.

Exit mobile version