د خوارجو پيژندنه! اوومه برخه

راشد شفيق

د خوارجو د عقیدې ځینې توضیحات:

خوارج هم د نورو ډلو په څېر د اعتقادي مسایلو په اړه بحثونه کړي، خو د دوی د نظریاتو زیاتره برخې مونږ ته د دوی له خپلو کتابونو نه دي رسېدلي، بلکې د اهل السنة والجماعة د کتابونو له لارې را معلوم شوي دي، د اهل السنة والجماعة او د نورو ډلو عالمانو د خوارجو خبرې را نقل کړي، مونږ مخکې هم وضاحت ورکړ چې ولې مونږ دغه نقلونه د خوارجو د نظریاتو د بیان لپاره معتبر بولو.

لاندې به هغه مهم مسایل ذکر کړو چې خوارجو پکې ځانګړی نظر درلود:

۱:- آیا خوارج د نصوصو تحریف کوي که نه؟

د نصوصو تحریف د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو له دورې وروسته، د فرقو او ډلو په را څرګندېدو سره رامنځته شو؛ تحریف ډیرې خطرناکې پایلې لري، ځکه هر څومره چې خلک نصوص تحریفوي، هغومره له اصلي مفهومه لرې کېږي.

د خوارجو د موقف په اړه علماء اختلاف لري:

۱:- ځینې علماء وایي چې خوارج (ظاهریان) دي، یعنې د نصوصو پر ظاهري مانا ولاړ وي او د ژور مفهوم پلټنه نه کوي، دا نظر د احمد امین او ابو زهرة دی.

۲:- ځینې نور علماء وایي چې خوارج نصوص تحریفوي، تر څو د خپلو غوښتنو سره یې برابر کړي؛ دوی ګمان کوي چې تحریف یې د نصوصو اصلي مانا ده، دا نظر ابن عباس رضي الله عنه، شیخ ابن تیمیه رحمه الله او ابن القیم رحمه الله لري.

۳:- بل نظر دا دی چې خوارج په دې مسئله کې یوه واحده عقیده نه لري، بلکې ځینې یې ظاهریان دي او ځینې یې تحریف کوونکي؛ دا نظر امام اشعري رحمه الله په “مقالات الإسلاميين” کتاب کې ور کړی دی.

۲:- د خوارجو موقف د الله جل جلاله د صفاتو په اړه

ما د ډلو او فرقو د علماوو له کتابونو څخه د خوارجو د عمومي عقیدې په اړه واضح معلومات ونه موندل، خو شهرستاني نقل کوي چې د شیبانیه فرقې مشر، ابو خالد زیاد بن عبدالرحمن الشیباني، د الله جل جلاله د علم صفت په اړه دا نظر درلود: “الله جل جلاله تر هغه وخته علم نه درلود تر څو چې یې خپل ځان ته علم پیدا نه کړ؛ شیان هغه وخت معلومېږي کله چې رامنځته شي.”

دا قول شهرستاني د “الملل والنحل” کتاب کې ذکر کړی دی.

دا عقیده باطله ده، ځکه چې د الله جل جلاله صفات قدیم (لکه پخپله الله جل جلاله) او غیر مخلوق دي، هر هغه څه چې الله جل جلاله پیدا کوي، د علم او ارادې له مخې یې پیدا کوي، دا ناشونې ده چې الله جل جلاله له علم پرته کوم شی پیدا کړي.

۳:- د خوارجو موقف د ګناهونو د مرتکبینو (عاصیانو) په اړه

خوارج، په عمومي ډول، دا عقیده لري چې د ګناه مرتکب کافر دی، خو د دې حکم په جزئیاتو کې یې اختلاف دی:

۱: اکثر خوارج باور لري چې ګناهکاران د “کفر ملة” مرتکب شوي، یعنې له اسلامه وتلي دي او دایمي به د کافرانو سره په دوزخ کې وي، دا نظر د خوارجو د لاندې فرقو دی:

المحکمة ،الأزارقة، المکرمیة، الشیبانیه (د یزیدیه یوه ډله)، النجدات

۲:- الاباضیه وايي چې ګناهکاران د “کفر نعمة” مرتکب شوي، نه د “کفر ملة” (یعنې د الله شکر یې نه دی ادا کړی، خو له اسلامه نه دي وتلي)، سره له دې دوی باور لري چې که څوک پر خپلې ګناه مړ شي، نو دوزخ ته به ځي او په دنیا کې یې منافق بولي.

د خوارجو دلایل:

خوارجو د خپل نظر د تایید لپاره ځینې آیتونه او روایات ذکر کړي، خو د دوی تفسیر ناسم دی.

۱: د استدلال لپاره آیت:

“هو الذي خلقكم فمنكم كافر ومنكم مؤمن”

دوی وایي:الله جل جلاله انسانان په دوو برخو ویشلي: مؤمنان (چې ممدوح دي) او کافران (چې مذموم دي، فاسقان مؤمنان نه دي، نو له دې امله کافران دي.

خو دا استدلال غلط دی، ځکه چې:

په آیت کې یوازې دوه ډلې ذکر شوي، خو دا د دې معنا نه لري چې دریمه ډله نشته، په حقیقت کې دریمه ډله، یعنې فاسقان (د ګناه مرتکبین) هم شته.

دا آیت یوازې د بشري ټولنې د تقسیم بیان دی، نه دا چې هر ګناهکار به کافر وي.

۲: دوهم آیت: “ومن لم يحكم بما أنزل الله فأولئك هم الكافرون” (المائدة: ۴۴)

دوی وایي: هر څوک چې د الله جل جلاله د حکم خلاف فیصله وکړي، کافر دی، فاسق (ګناهکار) د الله جل جلاله د حکم مطابق عمل نه دی کړی، نو کافر دی.

دا استدلال هم ناسم دی، ځکه چې؛ دا آیت هغه کسانو ته اشاره کوي چې د الله جل جلاله حکم نه مني او د کفر فیصله یې کړې وي، که څوک ایمان پر الله ولري، خو له غفلته یا کمزورتیا نه ګناه وکړي، نو هغه کافر نه شي کېدای، بلکې فاسق بلل کېږي، تر څو چې ورته حجت قائم نه شي.

Exit mobile version