د خوارجو پر وړاندې زمونږ مسؤلیت

صفت الله سیاح

دا چې د علي رضي الله عنه له وخته بیا تر ننه پورې په هره زمانه کې د خوارجو غویي خپل ښکر را پورته کړي او هرځل اهل سُنت چې په رأس کې یې صحابه کرام تابعین او تبع تابعین وو دغه ښکر ترې غوڅ کړي دي.

او دا سلسله به تر قیامته روانه وي، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث مُبارک دی، چې زما اُمت به په درې اویا ډلو وېشل کېږي.

چونکې خوارج هم له دې ډلو یوه ډله ده، نو خامخا به ورسره د اهل سُنت کوم ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرقة الناجیة لقب ورکړی اختلاف قتل او قتال کوي.

همدا وجه ده چې زمونږ په زمانه کې هم خوارجو د دولت الاسلام فی العراق والشام (داعش) په نوم ظهور کړی.

خو د تأسف ځای دا دی چې دا خوراج (داعشیان) د هغو خوارجو په شان نه دي بلکې له هغوی یې جرم او بغاوت یو په دوه زیات دی، ځکه دوی په مستقیم ډول د لویو-لویو کُفري هېوادونو له خوا حمایه کېږي او کمپاین ورته کېږي، ترڅو یې د اهل سُنتو په مقابل کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.

دا چې د خوارجو نښې پکې سل په سله ښکاره دي په همدې خاطر له دوی سره جګړه د دوی وژل او د دوی ختمول زمونږ دیني مُکلفیت دی، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (لَئِنْ أَدْرَكْتُهُمْ ؛ لَأَقْتُلَنَّهُمْ قَتْلَ ثَمُودَ)

ژباړه: که ما دوی بیا وموندل نو خامخا به یې د ثمودیانو په شان قتل کړم. دا حدیث مُبارک په صحیح المسلم کې شتون لري.

بیا خوارجو د امیر المومنین علي کرام الله وجهه په زمانه کې ظهور وکړ چې هغه مُبارک رضي الله عنه هم د همدې حدیث په اساس قتل کړل.

له علي کرام الله وجهه وروسته د تابعینو په زمانه کې بیا تر ننه هر وخت خوارج ظهور کوي او اهل سُنت یې ریښې ور قطعه کوي.

نو زمونږ (اهل سُنتو) جګړه له خوارجو (داعشیانو) سره، د چاسره د کوم تړون پر اساس، یا له چا څخه د مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره نه ده، بلکې د خپلې دیني وجیبې په اساس مونږ د خوارجو (داعشیانو) خلاف جګړه(جهاد) کوو.

که مونږ نه یو، زمونږ راتلونکی نسل به دا مبارزه پرمخ وړي ترڅو چې الله جل جلاله ته منظوره وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version