د خوارجو وروستۍ سلګۍ

بدر ځلاند

ټولو ته دا خبره تر لمر روښانه ده چې داعش (خوارج) د امریکا هغه پټ یا په بله اصطلاح B لښکر دی، چې په کوم هیواد کې امریکایانو د مجاهدینو له لاسه ماتې خوړلې، نو هلته امریکا د خپل انتقام اخیستلو لپاره دغه د اسلام په جامه کې د خوراجو له لښکرو څخه کار اخیستی او مجاهدین یې پرې ځپلي او آن په ځینو ځایونو کې یې له مینځه پرې وړي دي.
په عراق، سوریا او نورو هیوادونو کې مو ولیدل چې د امریکایي ځواکونو له شرمنده شکست او د مجاهدینو له بریا وروسته دغه نجس لښکر د امریکایي ځواکونو ځای نیولی او له هغوی څخه دوی زیات وحشتونه په مسلمانانو کړي دي.
دوی چې هر ځای ظهور کړی خپله ټوله انرژي یې د مجاهدینو او عامو مسلمانانو په له منځه وړلو مصرف کړې ده.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه وو چې امریکا + ناټو او داخلي اُجرتي قاتلان له یو اوږده ستړي کیدونکي مقاومت څخه وروسته د خپل زوال او شکست ګړنګ ته ودرېدل، نو یې دلته هم د B فوځ (داعش) ظهور ته زمینه مساعده کړه او د هیواد په مختلفو سیمو کې یې دوی ته تر خپل کنترول لاندې سیمې ورتخلیه کړې.

خوارجو پرځای د دې چې د افغان مسلمان هیواد په یرغل کونکو صلیبي کفارو بریدونه وکړي، برعکس یې دلته هم د مظلومو مسلمانانو تکفیر و قتل عام ته ملا وتړله، او تر اخري سلګۍ یې ټوله جنګي انرژي د اسلامي امارت د مجاهدینو په خلاف استعمال کړه.
امریکا او افغان اجرتي قاتلانو یې پراخ ملاتړ کاوو او د محاصرې په وخت کې به یې دوی ته د طیارو په مټ پناه ورکوله.
خو افغان غیرتي قوم یواځینی هغه قوم وو چې د الله جل جلاله په نصرت سره یې د صلیبي لښکرو له کامل شکست سره سره دغه د اسلام په جامه کې له کفارو بدتر لښکر هم په ګونډو کړ او ټولې سیمې یې د دوی له پلیت حضور څخه تصفیه کړې.
د دوی ځواکونه او پټنځایونه یې په پرلپسې توګه له منځه یوړل او مشران یې ور ووژل.
په دې وروستیو کې د دوی د خراسان د والي ( شهاب المهاجر) له شکست او فریاد ډک صوتي پیغام یې ښکاره بیلګه وه.
څو ورځې مخکې افغان زړورو ځواکونو د دغو نجسو یو بل مهم مشر او د خراسان د تش په نوم والي مرستیال انجینیر عمر هم د کابل بُتخاک سیمه کې په خپله سزا ورساوه او د خوارجو د شکست په تابوت یو بل میخ هم ټکوهل شو.
انجینر عمر هغه وحشي او بې رحمه انسان وو، چې خپلو غولیدلو افرادو ته یې د افغانانو د قتل عام امرونه ورکول او ورته ویل به یې چې هر ځای غټه ولسي تجمع وینئ، هلته انفجارونه کوئ.
په دې ورستیو کې په پرلپسې توګه د خوارجو د مهمو مشرانو له وژل کیدو وروسته د انجینر عمر وژنه خوارجو ته د دوی د نابودي مهم پیغام وو، چې لله الحمد نور دلته د دوی د مشرانو له مسلسلو وژلو وروسته د دوی ریښې په ختمیدو دي او دلته به مصئون پاتې نشي. ان شاءالله
فقطع دابرالقوم الذین ظلمو والحمد لله رب العالمین

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version