د خوارجو له خوا د حضرت عثمان رضی الله عنه ظالمانه شهادت

کریم بریال

د حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه د خلافت په دور کې عبدالله ابن سبأ یهودي چې ځان یې مسلمان معرفي کاوو، د عراق ګڼ شمېر قبایل چې اکثر یې خوارج وو له ځان سره ملګري کړل او د مدينې منورې په طرف په دې عزم روان شول، چې امیر المومنین حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت څخه معزول کړي؛ ځکه چې د دوی په فکر هغه په ټولو لوړو منصبونو خپل خپلوان مقرر کړي دي.
دوی بدبختان مدینې منورې ته راغلل او عثمان رضی الله عنه یې په خپل کور کې له اوږدې محاصرې وروسته په داسې حال کې په شهادت ورساوو چې نوموړي د قران کریم تلاوت کاوو.
د حضرت امیرالمومنین عثمان رضی الله عنه د شهادت دغه پروژه هم د یهودو له طرفه جوړه شوې وه او بدبختو خوارجو عملي کړه.
د عثمان رضی الله عنه له شهادت وروسته حضرت علي کرم الله وجهه د مسلمانانو خلیفه وټاکل شو.
دغو خوارجو چې شمېر یې هم زیات وو او په قراؤو (قاریانو) مشهور وو، یعنې اکثر یې قاریان وو، له حضرت علي کرم الله وجهه سره یې بیعت وکړ.
کله چې حضرت معاویه رضی الله عنه د( شام والي) خبر شو نو حضرت علي کرم الله وجهه سره یې د بیعت کولو لپاره دا شرط وړاندې کړ، چې نوموړی به لومړی د حضرت عثمان رضی الله عنه قاتلین قصاصوي، خو حضرت علي کرم الله وجهه د خپل اجتهاد له مخې غوښتل چې له دوی (خوارجو) څخه وروسته انتقام واخیستل شي. بلاخر همدا اجتهادي اختلاف د دوی ترمینځ د جنګ تر پولې پورې ورسید، چې له امله یې جنګ جمل او جنګ صفین دوه لوی جنګونه د مسلمانانو تر مینځ رامنځ ته شول، او په زرګونو صحابه کرام دواړه طرف ته شهیدان شول
د دې خونړیو جنګونو د پیلیدو عامل هم همدغه بدبخته خوارج شول.
کله چې جنګ صفین رامنځ ته شو نو شامیانو (د معاویه رضی الله عنه) لښکر قران کریمونه په نېزو کې پورته کړل چې ګواکې جنګ دې بند شي او په قران دې فیصله وشي.

حضرت علي کرم الله وجهه پوهیده چې دا د شکست د مخنیوي یوه هڅه ده، لومړی یې د اوربند غوښتنه رد کړه، خو قراء خوارجو حضرت علي کرم الله وجهه ته اخطارونه ورکړل، چې که اوربند ونه کړي د عثمان رض په څېر به ووژل شي.

جنګ بند شو، اوربند وشو، دواړو لوریو د حکمینو په مقررولو فیصله وکړه، چې حاکمان به د دواړو ډلو تر مینځ په قران فیصله کوي، نو د حضرت معاویه رضی الله عنه له طرفه جلیل القدر صحابي عمرو بن العاص رضی الله عنه او د حضرت علي کرم الله وجهه له طرفه هم جلیل القدر صحابي ابوموسی الاشعري رضی الله عنه د منځګړو په حیث مقرر شول، چې دوی به د دواړو ډلو ترمنځ په قران فیصله کوي.

دوی سره نور صحابه کرام هم موجود وو او د دواړو ډلو څخه یې کلکې ژمنې واخیستې چې د دوی فیصله به مني. کله چې حضرت علي کرم الله وجهه له جنګ صفین څخه را وګرځېده نو همدغه بدبختو خوارجو چې شمېر یې دولس زره تنو ته رسیده او په قاریانو مشهور ول، د خپل ګستاخ او تکفیري عادت له مخې خپل بیعت له حضرت علي کرم الله وجهه سره مات کړ، او حضرت علي کرم الله وجهه یې په دې وجه کافر وباله، چې له الله جل جلاله څخه سیوا یې نور حاکمان مقرر کړل، او همدا شعار یې زمزمه کاوو چې لاحکم الا لله یعنې (فیصله یوازې د الله جل جلاله معتبره ده)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version