د خوارجو لخوا د اعلان شوي (جعلي خلافت) موخه څه، او حکم يې څه دی؟

پنځمه برخه

محب الرحمن مخلص

 

په اسلامي خلافت کې مسلمانان آزاد وي، د أمن او خپلواکي تر سيوري لاندې خپل ژوند تیروي، د مسلمانانو معزز خلک (جهادي مشران، علماء کرام، محدثين، مدرسين، واعظين) او د مسلمانانو مالونه، اولادونه، ښارونه عبادت ګاوې (مساجد، مدارس) يې خوندي وي، يو مسلمان د بل مسلمان نه مال غصب کولای شي او نه ورته ضرر رسولی شي، د اسلامي خلافت موخه دا وي، چې ټولې کړنې به يې د مسلمانانو په ګټه او د کفارو په نقص کې وي؛ مګر دلته د مستعار خلافت دعوه داران (داعشيان) په خپله د دې ذکر شويو کړنو خلاف کارونه کوي.

 

د نن په بحث کې د (خليفه کيدو شرطونه او طريقه) بيانوو.

 

۱: د خليفه کېدو شرايط

 

إبن عابدين (رحمة الله تعالی عليه) په دې اړه ليکي:

مطلب السلطان يصير سلطانا بأمرين: نعم نقل في البحر عن الخانية ايضا ان السلطان يصير سلطانا بأمرين: بالمبايعة معه من الأشراف والأعيان، وبأن ينفذ حکمه علی رعيته خوفا من قهره، فإن بويع ولم ينفذ فيهم حکمه لعجزه عن قهرهم لايصير سلطانا. (رد المحتار على الدر المختار)

 

ژباړه: پاچا، په دوو شرطونو پاچا جوړيږي. او په (البحر الرائق) کې يې له (قاضيخان) څخه داسې نقل کړی، چې پاچا، په دوو شرطونو پاچا کيږي.

①- د قوم د مشرانو او مخورو خلکو په بيعت کولو سره.

②- د زور له ويرې به يې پر رعيت باندې حکم چليږي.

که له يو کس سره بيعت هم وشو خو پر خلکو يې حکم نه چلېدو، عاجز وو، ځواك او زور ورسره نه وو، پاچا نه جوړیږي.

 

۲: د خليفه کېدو طريقه (لاره)

شاه ولي الله رحمه الله ليکي:

إختيار شخصِِ لِإدارةِ المدينة: ولما کانت المدينة ذات اجتماع عظيمِِ لايمکن ان يتفق رايهم جميعا علی حفظ السنة العادلة ولا أن ينکر بعضهم علی بعض من غير ان يمتاز بمنصب إذََا يفضي ذلك إلی مقالات عريضة لم ينتظم امرها الا برجل اصطلح علی طاعته جمهور اهل الحل والعقد له اعوان وشوکة. [حجة اللّٰه البالغة].

 

ژباړه: يو نفر د ښار د سمبالولو لپاره غوره کول؛ څنګه چې ښار د سترې اجتماع ځای دی نو تر څو چې يو کس د پاچاهي لپاره غوره نه شي د سنتو په خوندي ساتلو د ټولو را غونډېدل نا شونی ښکاري، او دا هم ممکنه نه ده، چې يو څوک دې د بل په ناروا کار اعتراض وکړي؛ ځکه دا به د ډېرو جګړو سبب جوړېږي، نو د ښار د کارونو ترتیب يواځې په داسې سړي جوړيږي چې اکثر اهل الحل والعقد (هغه مشران چې د کارونو واګي يې په لاس کې دي) يې په اطاعت باندې يو موټی شي، ملګري او ځواك هم ولري.

 

راتلونکی بحث به د خليفه پر واجباتو کوو.

ان شاء اللّٰه‌.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version