د خوارجو د غاړې پټۍ د چا لاس کې؟

#image_title

ماهر بلال

 

ایماني او انساني وجیبه مو ده چې د وخت شریرې کړۍ او د دغو شریرو عناصرو حقیقتونه د مُسلمه اُمت مخ ته کېږدو او اُمت ته د فیصلې کولو حق ورکړو. د وخت اسلام ضد حشرات ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. له کلونو راهیسې دا کوښښ د کُفر لخوا روان دی چې څنګه مُسلمه اُمت کې د سرطان دانه پیدا کړي، د ډېرو هڅو باوجود دوی په کامله توګه کامیاب نشول او نه به کامیاب شي. اِن شاء الله. خو د داعشي خوارجو په نوم تور زړه لرونکي غلامانو له راپورته کولو وروسته کُفري نړۍ تر یو څه حده د کامیابۍ په درشل قدم ایښی.

 

داعش چې ځان اسلامپال ګڼي په اصل کې کفرپال دي او د کفارو یوه حربه ده چې وخت په وخت یې بڼه بدلیږي، کله دوی د بو په شکل نړۍ ته وړاندې کېږي او کله بیا د صفر سره ضرب کېږي، خو اصلاً دا یوه کُفري حربه ده چې د مؤمنانو او کفر ضد اشخاصو په خلاف ډېری وخت کارول کېږي، د داعش په نوم ډلې د عراق او شام له وحشتونو د فارغیدو وروسته د نړۍ ډېره برخه دردمنه کړه؛ افریقا، نایجریا، افغانستان، پاکستان، سومالیه او نور داسې هېوادونه شته چې د امریکایي او اسرائیلي/داعشي پلانونو له مخې تیت و پرک شول، د داعشي خوارجو سره د نورو هېوادونو (چې مستقیما د کُفر لخوا پالل کېږي) د ملګرۍ خبرې اوسنۍ ندي دا ډېره پخوانۍ قصه ده؛ په کوم کال کې چې داعشي خوارج د افغانستان جغرافیې ته داخلیدل نو ابتداء د داخلېدو یې له اورکزو څخه وکړه او افغانستان ته یې خپل ناولی حضور راوړ، له دې وروسته په اورکزو، تیراه باړه او د پښتونخواه نورو سیمو کې د داعش سنګرونه له وخته راسې فعال شول/دي.

 

د دې هرڅه په دوام افغانستان ته د داعش په راتګ او بیا د اسلامي امارت له لوري په شړل کېدو پاکستان ډېر تاوان وکړ؛ یو تاوان یې دا وو چې د داعشي خوارجو په رنګ وحشیان چې دوی نه غوښتل په خپله غېږه کې ځای ورکړي د دوی د غاړې هار شول، دوهم تاوان دا چې پاکستان غوښتل اسلامپاله فکر لرونکي طبقه د دغو سرسختو ظالمانو سره یو لاس شي او د دوی جمهوري نظام یې له بریدونو په امن شي خو د داعش په ساتلو سره نه یواځې پاکستان دې کې کامیاب شو، برعکس د مالي او جاني تاوانونو سره مخ شول، اوس داعش د پاکستان په ډېرو برخو کې آزادانه ګرځي د مثال په ډول؛ د پښتونخوا په ځمکه (چې پاکستان یې خپل ملکیت ګڼي خو په حقیقت کې دا د پاکستان برخه نده) د پېښور په بخشو پل، فقیرآباد، باړه، تیراه، تیمرګره، اورکزي، تبۍ، ګنج، لطیف آباد قاضي کلی، او د پنجاب، لاهور په ځینو نورو سیمو کې د داعش مرکزونه د پخوا په نسبت اوس زیات شوي چې د پاکستاني حکومت رسمي همکاري هم ورسره وجود لري په ۲۰۱۸، ۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو په اوږدو کې د پښتونخوا په ځینو سیمو کې مهاجر مجاهدین د داعش لخوا په نښه کېدل دا معنیٰ ورکوي چې داعش دلته خپل وجود د حکومت په مرسته زیات کړی، د داعش لپاره د جلب او جذب مراکز د پاکستان په ټولو ولایتونو کې د پخوا په نسبت ډېر شوي حالانکه ریاستي حکومت له دې هرڅه څخه خبر دی معلومات یې لري البته په مقابل کې یې د عکس العمل کومه نښه نښکاري؛ دا پدې معنا ده چې پاکستاني حکومت د داعش سره په ګډه د سیمې امنیت خرابولو ته ملا تړلې همداسې تېر زیږدیز کال پاکستان د داعش ځینې غړي د افغانستان خاورې ته داخلول غوښتل چې بیا د اسلامي امارت له ځواکونو سره د پاکستاني فوځیانو اخ و ډب هم راغلی وو، دا خبر د نړیوالو رسنیو په خوله هم وګرځېد، د دې هرڅه په دوام د خان په نوم داعشي د تیر کال په اوږدو کې د پاکستان حکومت ونیوه او سره د شواهدو یې بیرته باعزته بري هم کړ دا هغه داعشي دی چې د باجوړ هولناکه وحشت یې رهبري کوو، د شهاب المهاجر وروستني معلومات هم دا ښیي چې نوموړی خارجي د پاکستاني حکومت پناه اخیستې. نور ډېری داسې داعشي بندیان د اسلامي امارت په محابسو کې شته چې خپل اقرار یې د پاکستان څخه د راتلو او د پاکستاني جمهوري ریاست څخه په حمایه کېدو دلیل کیدلی شي، د تیر کال د دیسمبر میاشت په ۳۱مه نیټه امنیتي او تصفیوي کمیسون په یو کانفرانس کې د اسلامي امارت وزیر دفاع مولوی محمد یعقوب مجاهد حفظه الله هم ادعا وکړه چې د اسلامي امارت په زندانونو کې بندي داعشیان ډېری د پاکستان او د تاجکستان دي.

 

اصل خبره دا ده چې د داعش د غاړې پټۍ اوس مستقیما د یهودو په لاسو کې نه ده او نه هم کُفار غواړي چې مستقیما دوی رهبري کړي ځکه داعشي خوارج هغه کم ذاته غلامان دي چې د اسلام په جامه کې اسلام ته لوی زیان دی نو کفر هم نه غواړي چې دومره بدبخته غلامان په خپلو پنجو کې وساتي نو ځکه یې د خپل غلام غلامان ګرځولي، دوهمه وجه دا ده چې د اسلامي امارت د حاکمیت څخه وروسته کُفارو ډېری داسې تعهدات کړي چې نور به دوی د افغانستان په هکله وحشیانه فیصلې نکوي اوس دوی غواړي چې دا درواغجنې وعدې یې نړۍ ته ثابته پاتې شي او څوک د دوی له دروغو خبر نه شي، درېیمه وجه شاید دا وي چې د امریکا او اسرائیل د مخکې په نسبت نړیوالو جنجالونو سره ډېر ښکېل شوي او نه یې شو کولی چې د داعشو غوندې وحشیان مستقیما د نورو جنګونو د مصروفیاتو سره رهبري کړي نو ځکه یې د د جهنم د سپیو د غاړې پټۍ د خپلو غلامانو لاس کې ورکړې.

 

(الخوارج کلاب النار).

هرماس الافغاني
Exit mobile version