د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! پنځمه برخه

عزیز جلال

ابوبکر البغدادي، د داعش د افراطي ډلې پر تندي شرمونکی داغ:

په معاصر تاریخ کې د ابوبکر البغدادي نوم د داعش د افراطي ډلې پر تندي د یوه تور او شرموونکي داغ په څېر ځلېږي، هغه سړی چې د امریکایي زندانونو له زړه څخه راپورته شو، څو داسې یوه لويه بلا وزېږوي چې آن پخواني ملګري یې هم ترې ووېرېدل، د دې پټې څېرې ژوند د مذهبي تعصب، ناسالم قدرت‌طلبۍ او بې‌پایانه تاوتریخوالي یو عجیب ګډوډ ترکیب و.

ابراهیم عواد ابراهیم علي البدري السامرایي چې په ابوبکر البغدادي شهرت لري، په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې په سامرا کې وزېږېد او په ظاهره مذهبي کورنۍ کې لوی شو، لوړې زده کړې یې د بغداد پوهنتون د اسلامي مطالعاتو په برخه کې وې، خو د خپلې علمي روحیې د ودې پر ځای، هغه یو متعصب او تاوتریخوالي ذهن وروزه، د هغه د ډاکترۍ رساله چې د «د قرآن د قرائتونو اختلاف» په اړه وه، د ده د ظاهربینانه دغدغه‌وو ښکارندوی وه.

د هغه دا ظاهري زده کړه د دین د وچو او بې‌ روحه تفسیرونو بنسټ وګرځېد؛ داسې تفسیرونه چې نه یوازې یې اسلام ته زیان ورساوه، بلکې انسانیت یې هم د هغه د تاوتریخوالي له فکر او ایډیالوژۍ سره مخ کړ.

شخصیت یې یوه عجیبه تضاد لرلو؛ له یوې خوا د ظاهري کم‌ رویۍ څېره، له بلې خوا بې‌ساری تاوتریخوالی؛ پخواني همکاران یې د هغه له اوږدې چوپتیاوې او ویرونکي کتو یادونه کوي، دا چوپتیاوې د حکمت نښې نه وې، بلکې د کینې او انتقام ډک ذهن د پټ ساتلو پرده وه، هغه په عامه توګه د مشرتابه هیڅ نښه ونه ښوده، مګر د امریکایی زندانونو په تیارو کې، هغه ورو ورو په خپل دننه کې هغه شیطان پالنه وکړه چې وژنې، لوټ کوي او تاوتریخوالی خپروي.

د هغه باورونه د افراطي سلفي‌ګرۍ او د آخرالزماني توهماتو یو خطرناکه مخلوط و، ځان یې د «مسلمانو خلیفه» باله؛ یو لقب چې له بې‌بنسټه توهماتو راټوکېدلی، دا لویه دعوه د یوه ناروغ او ځان‌ لويي په مزاج کې ریښه لرله چې له وخت سره نور هم شدیده کېده، د اسلام په اړه د هغه تفسیر، دین د شخصي قدرت‌طلبۍ وسیله ګرځولی وه.

د داعش د مشر په توګه د البغدادي کړنې د ده د وحشت او بې‌رحمۍ ژوره څېره څرګندوي. د ده په مشرۍ داعش افراطي ډلې د معاصر تاریخ تر ټولو وحشیانه جنایتونه ترسره کړل؛ له ډله‌ییزو اعدامونو نیولې تر جنسي غلامۍ پورې، چې ډېری وخت یې د ده په لاسلیک یا مستقیم امر ترسره کېدل. له دې ټولو سره، دا «خپل‌سر خلیفه» او توهم‌لرونکی، ډېری وختونه په خوندي پټنځایونو کې ناست و، او نور به یې جګړو او مرګ ته لېږل.

د البغدادي د رهبرۍ طریقه د وېرې او وحشت پر بنسټ ولاړه وه، هغه به کوچنی مخالفت هم په تر ټولو سختو سزاګانو ځواباوه، آن نږدې ملګري یې د هغه له امرونو وېریدل، دغه مستبدانه لاره بالاخره د ده د بشپړې انزوا لامل شوه، د ژوند په وروستیو ورځو کې آن شخصي ساتونکو ترې مخ واړاوه.

د البغدادي مړینه په ۲۰۱۹ ز کال کې د داسې یوه سړي د ژوند پای و چې د رغونې پر ځای یې ورانول وکړل، د یووالي پر ځای یې تفرقه خپره کړه او د رحمت پر ځای یې تاوتریخوالی تبلیغاوه، د هغه میراث پرته له ویجاړتیا، وژنو او کرکې بل څه نه و. نن حتی تر ټولو سختدریځي تکفیري ډلې هم له دې ډډه کوي چې د هغه نوم یاد کړي.

البغدادي نه یو مذهبي مشر و، بلکې د قدرت‌طلبۍ یو بشپړ رواني ناروغ و چې دین یې د خپلو جنایتونو لپاره د نقاب په توګه کاراوه.

Exit mobile version