د داعش په وړاندې نړیوال غبرګون؛ له وېرې تر انفعاله پورې
نړۍ د داعش له راڅرګندېدو سره یو څو اړخیز او متناقض غبرګون وښود، دې افراطي ډلې چې په چټکۍ سره یې په عراق او سوریې کې پراختیا ومونده، د هېوادونو او نړیوال عامه افکارو له خوا یې بیلابیل غبرګونونه را وپارول، د دغو غبرګونونو تحلیل د دومره وحشتناکې پدیدې په وړاندې د نړیوالې ټولنې پیچلې کړنلارې ښيي.
په پیل کې، د نړیوال غبرګون عمده برخه وېره وه، د ډله ایزو اعدامونو، جنسي غلامۍ او کلتوري میراثونو د ویجاړولو انځورونو نړیواله ټولنه په ژوره حیرانتیا کې ډوبه کړه، نړیوالو رسنیو هره ورځ د دې ډلې د جنایتونو په اړه وحشتناک خبرونه خپرول، دا ډلهایزه وېره دوه اړخیزه وه: لومړی د داعش تر کنټرول لاندې قلمرو د پراختیا وېره، او دوهم د بیلابیلو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د دې ډلې د افراطي ایډیالوژۍ د نفوذ په اړه اندېښنه.
په ورته وخت کې، د کرکې او نفرت غبرګون هم په چټکۍ سره رامنځته شو، د داعش غیر انساني جنایتونو د ټولو دینونو مذهبي مشرانو او نړیوال کلتوري شخصیتونه دې ته وپارول چې په یو غږ دا ډله وغندي، دا نړیوال نفرت تر دې حده و چې حتی نورو افراطي ډلو هم کله کله د داعش له افراطیت څخه کرکه څرګندوله، د داعش څخه د نفرت څپه دومره وه چې ځینو تحلیلګرانو دا «د ۲۱ مې پیړۍ په دوهمه لسیزه کې د نړیوالې اجماع یوازینۍ موضوع» وبلله.
خو د دغو دوو غبرګونونو ترڅنګ، د بې تفاوتۍ نښې نښانې هم لیدل کېدې، ځینو هېوادونو په پیل کې داعش یو لنډمهاله او سیمه ایز ګواښ ګڼه، دې لنډمهاله لید د نړیوالو جدي اقداماتو ترسره کولو کې ځنډ راوست، ځینې تحلیلګران په دې باور دي چې که نړیوالې ټولنې ژر تر ژره جدي اقدام کړی وای، شاید د داعش د قلمرو له پراختیا څخه یې مخنیوی کړی وای.
نړیوال پوځي غبرګون هم د جدي اقداماتو او نرمښت ترکیب وو، له یوې خوا، د داعش سره د مبارزې لپاره د نړیوال ایتلاف جوړېدل د نړیوال عزم نښه وه، له بلې خوا د لویو قدرتونو ترمنځ اختلافات او سیمه ایزې سیاسي لوبې د دغو اقداماتو اغیزمنتوب محدود کړ، یو ښکاره تناقض چې په هغه کې ځینې هېوادونه په ورته وخت کې له داعش سره جنګیدل او داسې لوبغاړو سره متحد کېدل چې په غیر مستقیم ډول یې د دې ډلې په پیاوړتیا کې مرسته کوله.
د عامه افکارو په کچه هم موږ متناقض غبرګونونه لیدل، په داسې حال کې چې د نړۍ ډیری خلکو په ویرې سره د داعش اړوند خبرونه څارل، یو شمیر نورو د بیلابیلو دلیلونو له مخې لکه «د جګړې څخه ستړیا» یا «له کړکیچنې سیمې څخه لیرې والی» د دې انساني ناورین په اړه بې تفاوته وو، دا بې تفاوتهتوب کله کله د منفي خبرونو د ډیر حجم له امله وه چې په نړۍ کې یې یو ډول رواني بې حسي رامنځته کړې وه.
بله د پام وړ نقطه، د نورو انساني بحرانونو په پرتله د داعش په وړاندې د نړۍ د غبرګون توپیر وو، پداسې حال کې چې د داعش جنایتونه په چټکۍ سره د خبرونو په سر کې راغلل، د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو د عادي وګړو کړاوونو ته لږ پام وشو. دا رسنیز انتخاب په خپله د انساني ناورینونو په وړاندې د نړیوال غبرګون یو ډول انتخابي ښودنه کوي.
په پای کې، د داعش په وړاندې نړیوال غبرګون په اوسنۍ دوره کې د نړیوالې ټولنې د پیچلتیاو هنداره وه. د وېرې، نفرت او په ځینو مواردو کې د بې تفاوتۍ ترکیب چې ښیي حتی د خورا څرګندو شرونو په وړاندې هم نړیوال غبرګون ممکن متلاشي او متناقض وي، د دې تجربې مهم درس دا دی چې نړیواله ټولنه یوازې هغه وخت کولی شي په مؤثره توګه د داعش په څیر ګواښونو سره مقابله وکړي کله چې د احساساتي غبرګونونو له مرحلې څخه تیریږي او همغږي او پایښت لرونکي عمل ته لاسرسی ومومي.