د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! دوولسمه برخه

عزیز جلال

د داعش په نسکورېدو کې د حکومتونو او سیمه‌ییزو ځواکونو رول

د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د داعش سقوط د یوې همغږې او پېچلې هڅې پایله وه؛ داسې هڅې چې پکې نړیوالو لوبغاړو، سیمه‌ییزو حکومتونو او ځایي ځواکونو هر یو خپل ځانګړی رول ولوباوه.

په عراق کې، هغه حکومتي امنیتي ځواکونه چې د ۲۰۱۴ کال له لومړني پرځېدو وروسته بیا ورغول شول، د پوځي عملیاتو اصلي محور وګرځېدل. دغه ځواکونه چې د عراق د ملي اردو او حشد الشعبي تر چوکاټ لاندې تنظیم شوي وو، د امریکا د مستقیم پوځي او لوژستیکي ملاتړ په مټ، ورو ورو د داعش مورچې په مهمو ښارونو لکه رمادي، تکریت او موصل کې بېرته ونیولې.

د موصل د آزادولو عملیات، چې د ۲۰۱۶ کال له اکتوبر څخه تر ۲۰۱۷ کال د جولای پورې وغځېدل، د دې همکارۍ څرګنده بېلګه وه. دا جګړه، چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته د ښارونو تر ټولو اوږدو او خونړیو عملیاتو څخه شمېرل کېږي، عراقي ځواکونو د امریکايي پوځي سلاکارانو او د نړیوال ائتلاف د هوايي بریدونو په ملاتړ، په سختۍ وتوانېدل چې ښار د داعش له واکه وباسي. په موصل کې د داعش وسله‌والو سخت مقاومت چې پکې د تونلونو پراخ کارول، منظم ماین‌ښخونه او د ملکي وګړو برمته کول شامل وو، دا څرګندوله چې داعش د دې سمبولیک ښار د ساتلو لپاره تر کومه بریده ټینګه اراده لرله.

په سوریه کې، د سیمه‌ییزو ځواکونو رول خورا مهم وو، دغه ځواکونه، چې تر ډېره د سوریې له کردانو جوړ وو، د امریکا د مستقیم پوځي ملاتړ په پایله کې د داعش پر وړاندې تر ټولو اغېزمن ځمکني ځواک وګرځېدل. د رقې د آزادولو عملیات چې د داعش ځان‌منلې پلازمېنه وه، د ۲۰۱۷ کال له جون څخه تر اکتوبر پورې وغځېدل او تر ډېره د همدې ځواکونو له‌خوا، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د پرله‌پسې هوايي ملاتړ په مټ ترسره شول.

په دې عملیاتو کې پوځي ستراتیژي پر تدریجي کلابندۍ، د داعش د اکمالاتي لارو پرېکولو او په ورو پرمختګ ولاړه وه، تر څو د ملکي تلفاتو کچه تر ډېره بریده پورې کمه وساتل شي، په ورته وخت کې، د بشار الاسد تر مشرۍ لاندې د سوریې دولتي ځواکونه، چې د روسیې او حزب‌الله لبنان له ملاتړ برخمن وو، د داعش پر وړاندې په نورو جبهو کې هم ښکېل وو.

دغو ځواکونو تر ډېره په مرکزي او ختیځ سوریه کې عملیات وکړل او د دیرالزور په څېر مهم ښارونه یې د داعش له واکه وایستل. د شمالي سوریې د کردي ځواکونو له عملیاتو سره د دوی غیرمستقیم او کله ناکله تصادفي همغږي که څه هم ناارادي وه خو د داعش د لا کمزورۍ لامل وګرځېده.

له دې ټولو سره سره، امریکا چې د خپلو ناسمو او ویجاړوونکو سیاستونو له امله د داعش د راټوکېدو په بهیر کې ونډه لرله، وروسته د نړیوال ائتلاف په جوړولو او د هوايي او ځمکنیو بریدونو له لارې د دې ډلې د نسکورولو سبب شوه. د اصلي ځواکونو تر څنګ، نورو سیمه‌ییزو لوبغاړو هم د داعش په سقوط کې ونډه لرله. ترکیه، چې د سوریې په شمال کې د کردانو د پیاوړتیا اندېښنه یې لرله، د سوریې پر پوله خپلواک پوځي عملیات ترسره کړل او د جرابلس ښار او یو شمېر نورې سیمې یې د داعش له واکه پاکې کړې.

ایران هم په عراق کې د حشد الشعبي ځواکونو او په سوریه کې د خپلو اړوندو ډلو له لارې، د داعش پر ضد په جګړه کې فعاله ونډه واخیسته. که څه هم دا څو اړخیزې هڅې کله ناکله د بېلابېلو لوبغاړو ترمنځ له سیالیو او کړکېچونو سره مل وې، خو په پایله کې یې داعش ورو ورو کلابند او کمزوری کړ.

د پام وړ ټکی دا و چې ډېر هغه ځواکونه چې په بېلابېلو جبهو کې د داعش پر ضد جنګېدل، په نورو مواردو کې پخپلو کې هم سره ښکېل وو. دا پوځي ـ سیاسي تضاد ښيي چې د داعش پر وړاندې جګړه تر کومه بریده د سیمه‌ییزو او نړیوالو پېچلو معادلو تر سیوري لاندې ترسره کېده. په پای کې، د داعش سقوط تر دې ډېر چې د یوه ځانګړي لوري د پوځي برلاسۍ پایله وي، د هغې همغږې او څو اړخیز فشار پایله وه چې له ټولو جبهو پر دې افراطي ډلې وارد شو.

Exit mobile version