د خلافت بیا راژوندي کول؛ د تیارو د لارویانو دروغجن شعار

#image_title

مُبارز هروي

 

لس کاله وړاندې د ۲۰۱۴ کال د جون په ۲۹مه یو سړی چې تورې جامې او پګړۍ یې اغوستي وو، د موصل د النوري الکبیر جومات منبر ته پورته شو او غیر معمولي جملې یې له خولې راووتي.

 

هغه جملې چې نه یوازې د موصل وګړي؛ بلکې د عراق ملت او حتی نړۍ یې حیرانه کړه.

 

هو! دا سړی تش په نامه اعلان شوی خلیفه ابوبکر البغدادي و چې په همدې ورځ یې د خلافت د جوړېدو اعلان وکړ.

 

داسې خلافت چې د نوم په اورېدو یې کُفري نړۍ وېرېدله او د دوی د ذلت یادونه یې کوله.

 

دې پېښې مسلمانان په دوو ډلو ووېشل، ځينو يې د دې خبر په اورېدو خوښي وښوده او ځيني بیا د دې خبر په اورېدو سره خپه او غمګین شول.

 

داعشي خوارج په دې وتوانېدل چې د خلافت د نوم څخه په ناوړه ګټه اخیستنې له ټولې نړۍ څخه ډېر ځوانان عراق او سوریې ته واستوي.

 

هغه ځوانان چې لوړې علمي رتبې یې لرلې، لکه: ډاکټران، انجینران او داسې نور چې کولای یې شوی په راتلونکي کې دې ملت ته د قدر وړ خدمات وړاندې کړي، خو له بده مرغه د داعش په رنګارنګ تبلیغاتي شعارونو دوکه شول او له دغې خارجي ډلې سره یوځای شول.

 

د وخت په تېرېدو سره نه یوازې د اسلامي اُمت پوهان او علما بلکې د دې اُمت تر ۹۹٪ زیات خلک هم د داعش د خلافت اصلي ماهیت درک کړی او پوهېږي چې دا خلافت یو فرصت نه بلکې یو فرېب او حتی یوه وبا چې مسلمانان یې اغیزمن کړي او د دې اُمت پر بدن یې وژونکي ګوزارونه کړي دي.

 

د خلافت له اعلان وروسته داعش د خپل باطل ګمان پر اساس ځان ته دا حق ورکاوه چې په هر ښار او هېواد باید برید وکړي او د خپل تش په نامه خلافت په خاوره یې ورګد کړي، که څه هم دا خاوره د مجاهدینو تر واک لاندې وي او دا باک یې هم نه کاوه چې دا کار به د بې ګناه انسانانو د وینو تویولو لامل شي.

 

په دې غلط فکر سره داعش د بې ګناه خلکو وینه تویه کړه، د مسلمانانو ښارونه یې ویجاړ کړل، د مجاهدینو فتحه یې وځنډوله او د مجاهدینو په منځ کې د سرطان د دانې په څېر راوختل، د هغوی اتحاد او وحدت یې ګډوډ کړ.

 

د خوارجو د ناوړه کړنو په پايله کې نه يوازې د خلافت نوم او شهرت ته زيان واوښت، بلکې د اسلام انځور ته يې هم نه جبرانېدونکی زيان رسولی دی.

 

اوس چې له هغې تورې ورځې څخه لس کاله تېر شوي دي، د کُفري هېوادونو د استخباراتو په سیوري کې د موهوم خلافت د یوې پټې ډلې پرته بل هېڅ څه نه دي پاتې.

 

هغه ډله چې اوس هم له اسلامي اُمت څخه قرباني اخلي او په خپله خوښه او نا خوښه د ابلیس او د هغه د ملګرو په لاره روان دي.

 

په ساده ډول به ووایم چې حتی اسرائیل هم د هغه زیان د ترسره کولو توان نلري چې داعش دې ملت ته رسولی دی.

 

نو د دې ملت د هر وګړي وظیفه ده چې د دې خارجې ډلې خطر درک کړي او د مقابلې په لاره کې یې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

 

خدای جل جلاله دې وکړي چې د اسلامي اُمت راتلونکي نسلونه د دغه خبیث مار د چیچلو څخه په امان وي. ان شاء الله.

هرماس الافغاني
Exit mobile version