په عصري نړۍ کې ډېری خلک او آن حکومتونه دا فکر کوي چې ریښتینی ځواک د شتمنیو، مهماتو او پرمختللو نظامي تجهیزاتو په ډېروالي پورې تړلی دی. دوی ګومان کوي هر څوک چې له اقتصادي، پوځي او تخنیکي پلوه په لوړ مقام کې وي، تل به د میدان ګټونکی وي او کمزوري ملتونه له تسلیمېدو او چوپ پاتې کېدو پرته بله لاره نه لري. دا باطل ګمان د انسان د حقیقي ځواک د ایمان، ارادې او د حق په باور له پامه غورځول دي.
تاریخ او قرآن عظیمالشان څرګنده کړې ده چې بریا د زر او زور په سیوري کې نه، بلکې د خدای جل جلاله پر ایمان او د حق په لار د ولاړېدو په برکت ترلاسه کېږي.
قرآن عظیمالشان دا حقیقت په څرګند ډول یادوي:
«كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ» (البقره، ۲۴۹)
په دې آیت کې الله تعالی جلجلاله څرګندوي چې که څه هم دښمن له شمېر او وسایلو پلوه پیاوړی وي، خو بریا د هغو کسانو ده چې صبر، ایمان او کلکه اراده سره یو ځای کړي.
د دې څرګند مثال د بدر جګړه ده؛ هلته چې مسلمانان د لږ شمېر او محدودو وسایلو سره د مشرکانو د ځواکمن پوځ پر وړاندې ودرېدل، خو زړونه یې له ایمان او یقین څخه ډک وو، د الهي نصرت شاهدان شول او دښمن یې مات کړ.
ایمان د ځواک، زړورتیا او استقامت سرچینه ده. باایمانه انسان نه له فقره وېرېږي او نه د دښمن له حرص او زور څخه ډارېږي، ځکه باور لري چې حق تل بریالی دی. د خاورې، عقیدې او وطن د عزت په دفاع کې هم دا ایمان دی چې انسان له شک او تردید څخه ژغوري او د غیرت او پایدارۍ په نښه یې بدلوي. کله چې ملتونه پر خپلو ارزښتونو باور ولري، نو یرغلګر شاته اړ باسي؛ ځکه ایمان په زړونو کې هغه اور بلوي چې هېڅ وسله یې مړولی نه شي.
نن ورځ دا حقیقت د افغان ولس د مقاومت په ډګرونو کې روښانه څرګندېږي. د دې خاورې دښمنان هڅه کوي چې په خپلو مالي، تبلیغاتي او نظامي وسایلو سره د ملت اراده کمزورې کړي. د پاکستان ښکاره تېری او د داعش په څېر اجیرې ډلې که څه هم د زور او قدرت تکیه لري، خو له ایمان او ارزښتونو تش دي. په مقابل کې د دې خاورې میړني زامن، د وطن له مینې او د الله جل جلاله له توکل څخه ډک زړونه لري.
دوی په یو موټي صف کې ولاړ دي او د خپل هېواد له هویت او عزت څخه دفاع کوي. هغوی نړۍ ته وښودله چې ایماني ملت نه وېرېږي او د باغیرته خلکو خاوره هېڅوک نه شي نیولی، دغه ډول خلک، که څه هم لږ وسایل لري، خو په حقیقت کې له داسې وسلې برخمن دي چې له هر توپ او ټانک نه اغېزمنه ده، او هغه د ایمان او ارادې وسله ده. قرآن کریم دا اصل بیا بیا یادوي:
«إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ» (محمد، ۷)
یعنې که تاسې د الله جل جلاله په لاره کې ثابتقدم پاتې شئ او د ظلم او تېري پر وړاندې ودریږئ، نو الله به هم ستاسو مرسته وکړي او ګامونه به مو ټینګ کړي.
تاریخ او الهي لارښوونې دواړه دا ښيي چې بریا د ایمان زېږنده ده، نه د شتمنۍ؛ د یقین میوه ده، نه د وسلو. که بریا یوازې د مادي ځواک له مخې ټاکل کېدله، هېڅ پېغمبر به د طاغوت پر وړاندې بریالی نه شوای. خو د انبیاوو اراده، د مؤمنانو استقامت او د حقپالو غیرت د ظلم او تېري د سېلاب پر وړاندې فولادي دیوال جوړ کړ.
نو پر موږ لازمه ده چې ایمان خپله اصلي پانګه وبولو او په هر حالت کې د خپلې خاورې، عقیدې او ناموس دفاع وکړو. ځکه چې ریښتینی ایمان هېڅکله نه تسلیم کېږي او کوم ملت چې په خدای جلجلاله تکیه کوي هیڅکله به مات نشي.
