د تیارو سیوری! درېیمه برخه

حارث مایار

د سیاسي موخو لپاره د دیني مفاهیمو تحریف

د داعش د نویو او معاصرو بنسټونو په څرګندولو کې باید وویل شي، چې دغه ډله د پلان شوو او حساب شوو لارو چارو په وسیله د اسلام بنسټیز مفاهیم په منظم او سیستماتیک ډول د خپلو ځانګړو سیاسي موخو لپاره تحریف کړي دي، د یو بشپړ جلا او خپلواک فکري نظام په رامنځته کولو سره، دغه د تیارو ډله د دیني مفاهیمو د تفسیر او تشریح له منل شوو معیارونو څخه واوښته او نوې تعریفونه یې وړاندې کړل، چې یوازې د دوی په ځانګړي ایډیالوژیکي چوکاټ کې معنی درلوده.

دغه بدیل او له ځان‌ جوړ شوی فکري نظام داعش ته دا زمینه برابره کړه، چې پرته له دې چې د اسلامي علماوو د مسلّم تفسیرونو او منل شوو معیارونو پروا وکړي، خپلې کړنې توجیه کړي، د داعش له دغو نوو بنسټونو نه مراد همدا دی چې د خلافت او جهاد په څېر مفاهیم تحریف کړي او په انحرافي بڼه یې خپاره کړي.

د خلافت د مفهوم په اړه، داعش ادعا لرله چې دا تاریخي اسلامي بنسټ به بېرته راژوندی کړي، خو په عمل کې دغه ادعا له اصلي اسلامي معیارونو سره هېڅ تړاو نه درلود، دغه ډلې په ځانګړې مهارت سره خلافت، چې په شورا او انتخاب ولاړ یو دیني بنسټ و، د خپلې واکمنۍ او نفوذ د پراخېدو په یوې وسیله بدل کړ. هغوی د خیالي دښمنانو په جوړولو او ځانګړو روایتونو په رامنځته کولو سره هڅه کوله چې خپلو پراختیا غوښتونکو کړنو ته مشروعیت ورکړي.

په بل عبارت، داعش د خلافت له اصیلو او منل شوو اسلامي بنسټونو سره د اړیکې په پرېکولو، د دې مفهوم لپاره یو نوی روایت جوړ او بیا راژوندی کړ، د ابوبکر البغدادي له خوا د خلافت د بیا احیا دعوه د شرعي معیارونو پر بنسټ نه، بلکې د هغه سیاسي او ایډیالوژیک تعبیر پر بنسټ وه چې داعش ځان ته ټاکلی و. په دې نوي تعریف کې خلافت د خلفای راشدینو له معیارونو لرې شوی و او یوازې د سیاسي او جغرافیایي نفوذ د پراخېدو په وسیله بدل شوی و. په حقیقت کې داعش د خپل ظالمانه تسلط د پیاوړتیا لپاره له دې مفهوم څخه ناوړه ګټه پورته کړه.

همدارنګه د جهاد مفهوم، چې په اسلام کې دقیق اخلاقي چوکاټ او ځانګړي شرعي محدودیتونه لري، د داعش له خوا په بشپړ ډول تحریف شو. دغې ډلې د جهاد ټولې شرعي محدودې له پامه وغورځولې او هغه یې په بې‌قیده او سیستماتیک تاوتریخوالي بدل کړ، هغوی د جهاد له تحریف شوي تعبیر څخه په ګټې اخیستنې، خپلو ضد اسلامي او غیر انساني کړنو ته د مشروعیت رنګ ورکاوه.

په دې نوي تعبیر کې داعش د خپلو ظلمونو او جنایاتو لپاره، آن د مسلمانانو پر وړاندې، د دیني مشروعیت دعوه کوله، دغه سرطاني غدې د ګڼ شمېر تبلیغاتي موادو په تولید، لکه مجلې، فلمونه او اعلامیې هڅه کوله خپلې ظالمانه او تاوتریخوالی ډکې کړنې د اسلامي جهاد په نوم وښيي.

دا منحرفه او ګمراه ډله د خپلو افکارو د خپرولو لپاره په پراخه کچه له نوې ټکنالوژۍ او د اړیکو له وسایلو ګټه اخیسته. دوی په مسلکي توګه ډیجیټل مواد تولیدول او په زرنګۍ یې له ټولنیزو شبکو کار اخیسته، څو خپلې خبرې داسې وړاندې کړي چې د نړۍ ځوانانو ته په زړه پورې ښکاره شي.

د داعش خوارجو له مهمو میتودونو څخه یو هم د تړلي فکري نظام رامنځته کول وو، په دې نظام کې یوازې هغه تفسیرونه او روایتونه منل کېدل چې د ډلې له خوا تصویب شوي وو، او هر ډول مخالف فکر یا تفسیر په کلکه رد او تکفیر کېده، دغه چلند د ډلې پیروان په یو بشپړ کنټرول شوي معلوماتي چاپېریال کې ایسار کړي وو او هغوی ته یې یوازې د کیسې یو اړخ ورښود.

داعش هڅه کوله چې د خلکو د کنټرول او د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره د وېرې او وحشت فضا رامنځته کړي، د پراخو او ظالمانه تاوتریخوالو په نندارې سره، دوی غوښتل مخالفین مرعوب کړي او پیروان یې د ړوند اطاعت پر لور کش کړي، دغه ډله د مذهبي احساساتو او دیني عواطفو په راپارولو سره هڅه کوله، د خپل تاوتريخوالي ډکې کړنې مقدس او الهي وښيي.

داعش په منظم ډول د منځني ختیځ له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ناخوالو ناوړه ګټه پورته کوله. دوی د عدالت او مساوات د ټینګښت په نوم ژمنې ورکولې او هغه خلک یې ځان ته راجلبول چې له اوسني وضعیت څخه ناخوښه وو، د اسلامي ټولنې د یوې مثالي بڼې په وړاندې کولو سره یې هڅه کوله خلک وغولوي او د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

که څه هم دغه نوي بنسټونه له دودیزو اصولو سره په بڼه کې توپیر لري، خو له محتوايي اړخه ورسره ځانګړې اړیکې لري، په پای کې باید ټینګار وشي چې داعش د اسلامي مفاهیمو په ژوره توګه په تحریف کولو او د رواني او تبلیغاتي پېچلو لارو په کارولو سره هڅه وکړه خپل ظالمانه او غیر انساني کړنې توجیه کړي. دغه ډله نه یوازې د اسلام استازولي نه شي کولای، بلکې په ټوله نړۍ کې د اسلام‌وېرې تر ټولو لوی لامل همدا ګمراه او تکفیري ډله ده.

Exit mobile version