محب الرحمن مخلص
د تکفير درېيم لامل د خبر تحقيق نه کول
د تکفير بل لامل دادی چې د يوه کس يا د يوې ډلې په هکله داسې خبر خپور شي چې، هغه کفري عقيده يا کفري عمل وي، که واقعيت ولري نو د همدې عقيدې او عمل څښتن د اسلام څخه پرې خارجيږي، خو هغه به درواغ يا د معاند لخوا پرې لګول شوی بې بنسټه تور او تهمت وي، هیڅ حقیقت به نلري، نو ځيني کسان چې په (حاضر عصر کې مشهور په خوارجو) سره دي، د خبر د تحقيق کولو نه مخکې د همدې تهمت پر اساس په هغه د کفر حکم کوي او د تل لپاره يې د جنت دروازه پر مخ تړي.
يو کس بايد داسې فکر ونه کړي، چې د يو کس او ډلې په هکله چې هر څه يې غوږونو ته رسيږي هغه دې ټول رښتيا وي، بلکې د دروغجنو درواغ، د معاندينو افتراوې، د اسلام د دښمنانو پروپاګندونه هم غوږونو ته رسيږي، او هر اوريدلی خبر رښتیا کيدلاي نه شي، ځکه د اللّٰه جل جلاله رسول مبارك فرمايلي دي: (کَفٰی بِالْمَرْءِ کَذِبََا اَنْ يُّحَدِّثَ بِکُلِّ مَاُ سَمِعَ)، [مسلم].
ژباړه: د سړي د دروغ ويلو لپاره همدومره کفایت کوي، چې هره اوريدلې خبره بيانوي.
دا چې يو شمير خلک پر مسلمان او يا مسلمانې ډلې د کفر حکم کوي، د تکفير لامل يې ډېر ځله دا هم وي چې د هغوی غوږونو ته داسې یوه وینا، عقيده، يا د بل عمل خبر ورسيږي، چې هغسې وينا کول، يا عمل کول، يا هغسې عقيده درلودل په ښکاره ډول کفر وي، نو دی هم بې له دې څخه چې د خبر تحقيق وکړي، پر هغه د کافر حکم کوي، آااان تر دې چې کله مقابلې ته داسې ليڅي رانغاړي لکه فرعون او أبو جهل چې د لښکرو سره پر اسلام يرغل کړی وي، او دی يې مقابلې ته وردانګي.
په داسې حال کې که د خبر تحقيق او پلټنه وشي، نو دا هرڅه به دروغ او د معاندينو تورونه ثابت شي، هغه کس به د راسخې عقيدي څښتن وي، نو په کار ده چې د خبر د تحقيق او پلټنې مخکې پر هيڅ مسلمان د کفر حکم ونه شي، لومړی د خبر تحقيق وشي، چې دروغ او رښتيا سره معلوم کړل شي، بلکې د إيمان تقاضا همدا ده چې د مسلمان ورور یا مسلمانې ډلې په هکله ناوړه خبره واوری نو داسې ووايئ:
(مَاْ يَکُوْن لَنَا أَنْ نَتَکَلَّمَ بِهٰذَا سبحانك هذا بهتان عظیم)،
ژباړه: موږ ته خو نه ښايي چې په دغه ډول خبرو وغږيږو، يا اللّٰه ستا ذات سپيڅلی دی، دا غټ تور دی چې پر مسلمانې ډلې لګيدلی دی.
د مسلمان دپاره د ژوندانه په ټولو چارو کې، که ديني وي که دنياوي وي، د خبر تحقيق او سپيناوی ډېر مهم دی، په ځانګړي ډول د تکفير په مسئله کې يې اهميت زښت زيات دی، ځکه دا وړه خبره نه ده چې څوک داسې کس چې هغه د توحيد کلمه وايې، پر إسلامي معتقداتو باور او يقين لري، د داسې خبر پر بنسټ د إسلام څخه خارجوي او کافر يې ګڼي، چې نه يې راپورچي معلوم وي او نه يې د راوي ديانت او عدالت معلوم وي.
الله جل جلاله په خپل کلام مبارک کې موږ په دې امر کړي يو، چې د فاسق د خبر سپيناوی وکړو، الله جل جلاله فرمايي:
(يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن جَآءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوٓا أَن تُصِيبُوا قَوْمًۢا بِجَهٰلَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلٰى مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِينَ)
[سُوۡرَةُ الحُجرَات۶]
ژباړه: اې مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسې ته له كوم خبر سره راشي، نو تاسي (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسي نه چې کومې ډلې ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا پخپلو کړو پښېمانه شئ.
د خبر د رښتيا او درواغ معلومولو لپاره تر ټولو مهم او لومړنۍ ګام دادی، چې د راپور راوړونکي حالت ځانته معلوم کړل شي په دې ډول: چې أيا خبر راوړونکي رښتيني عادل او د تقوی څښتن دي او که نه؟
که خبر راوړونکي دروغجن وي نو خبر يې د اللّٰه جل جلاله د قانون له مخې نه منل کيږي. که خبر راوړونکي فاسق وي نو خبر يې د اللّٰه جل جلاله د قانون (کلام اللّٰه) له مخې د منلو وړ نه دی.
أيا خبر راوړونکي خو به د هماغه کس په حق کې د إنصاف او عدالت تر دائري تيري نه کوي؟
که د خبر راوړونکې دښمني د هغه کس سره داسې کچي ته رسيدلي وي چې د هغه په حق کې إنصاف او عدالت نه مراعت کاوه نو بيا يې هم د إتهام له کبله خبر نه منل کيږي.
که خبر راوړونکي رښتيني د تقوی څښتن او د هماغه کس په حق کې إنصاف دار وو له إنصاف او عدالت څخه يې کار اخېست، نو بيا دا پوښتنه مطرح کيږي.
أيا ده دا خبر خپله د هماغه کس څخه اوريدلي دي؟
أيا ده دا خبر د هماغه کس په کتاب کې لوستلي دي؟
ايا ده خپله هم هغه کس په سترګو ليدلي دی چې هغه کار يې کاوه کوم چې ده يې خبر راوړي دي؟
که خبر راوړونکې کس د هغه کس حالت په خپلو سترګو ليدلی، يا اوريدلي، يا د هغه په کتاب کې لوستلي وی، نو بيا د خبر راوړونکې د رښتيني توب او عدالت سره سم دا پوښتنه مطرح کيږي.
لنډه دا: که څوك د خبر تحقيق نه کوي په پټو سترګو خبر قبلوي او د هغه پر بنسټ فتوی صادره وی، آاان تر دې چې پر مسلمان کس يا مسلمانې ډلي د تکفير فرمان صادروی، نو نه يوازې دا چې په إسلامي ټولنه کې به يې د وتلي فتنه اچونکي او نامتو دروغجن په حيث ځان ټولنې ته معرفي کړي وې، بلکې د قيامت په ورځ به هم ددي هرڅه په هکله پوښتل کيږي،
ځکه اللّٰه جل جلاله فرمايي:
(وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ ۚ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولٰٓئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔولًا)، [ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : ۳۶]
ژباړه: هغه څه مه تعقيبوه چي تا ته د هغه علم نه وي. غوږونه، سترګي او زړه، هر یو د دوی څخه هرو مرو پوښتل کېدونکی دی.
د خبر د تحقيق د پاره تر ټولو غوره او دقيق لابراتوار د مصطلح الحديث يعني د اصول الحديث فن دی، د مصطلح الحديث فن لکه څنګه چې د صحيح، قوي او ضعيف حديث د پيژندنې لپاره د دقيق لابراتوار په منزله کار ورکوي، دغه ډول ددې فن د اصولو په رڼا کې که هر تحليل تر تحقيق او پلټنې لاندې ونيول شي نو رښتيني خبر به د درواغو څخه په وپيژندل شي.