د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت!

حارث عبیده

۷:- په فتوحاتو کې یوازې د الله تعالی رضاء

د عثماني دولت د بنسټگر عثمان بن ارطغرل فتوحات د اقتصادي، عسكري يا د کوم بل مصلحت لپاره نه و، بلکې د هغه موخه د اسلام دین او مبیني کلمې خپرول و، نو ځکه تاریخ لیکونکی احمد رفیق په خپلې اینسایکلو پيډيا (التاريخ العام الكبير) كې ليکي: عثمان ډېر دینداره سړی و، هغه په دې پوهېده چې د اسلام خپرول سپېڅلې فریضه ده، هغه د پراخ سياسي فکر څښتن و، عثمان د خپلې امپراتورۍ اساس د واک په بنسټ نه و ایښی؛ بلکې د اسلام د خپرولو د مينې په بنسټ یې ایښی و.

مصري عالم ليكي: عثمان بن ارطغرل په دې خبرې پوخ باور درلود، چې دده د ژوند موخه يوازې د اعلاء كلمة الله لپاره د الله تعالى په لار کې جهاد دی، ده خپل ټول جسمي او ذهني قوت د همدې موخې لپاره ځانگړی کړی و.

دا د عثمان ځينې لوړ صفتونه وه، چې په حقيقت کې د ايمان او د اخرت د ورځې لپاره د چمتووالي، له مؤمنانو سره د مينې، له نامسلمانو او گنهگارو سره د کينې، د الله تعالى په لار کې د جهاد او د حق له دعوت سره د هغه د طبيعي ميني ثمره وه، همدا لامل و چې عثمان به په خپلو فتوحاتو کې د کوچنۍ اسيا په سیمو کې له حکمرانانو څخه ددې خبرو د اختيارولو مطالبه کوله، چې اسلام قبول کړئ، ټکس ور کړئ او یا جگړې ته چمتو شئ.

له همدې امله ځینې خلک د اسلام په دایره کې داخل شول او ځينو د ټکس ور کولو ته غاړه کېښوده، خو کومو خلکو چې نه اسلام قبول کړ او نه یې په ځان ټیکس مانه، نو عثمان د هغوی په وړاندې د جگړې اعلان وکړ.

په همدې ډول یی رومیان په شا و تمبول، ډېرې سيمې يې په خپل قلمرو کې شاملې کړې، په الله تعالی ایمان او د اخرت د ویرې له برکته د عثمان په شخصیت کې سنجيدگي او جذابیت پروت و، له همدې امله د هغه قوت د هغه په عدالت، د هغه واک د هغه په رحمت، او د هغه بډايتوب د هغه په عاجزۍ برلاسي نه شول، هغه د الله تعالى د مرستې مستحق شو، الله تعالى هغه ته د مرستې او غلبې اسباب مساعد کړل.

دا د الله تعالی په خپل بنده عثمان ځانگړی فضل و، الله تعالی د شایسته تدبیرونو، د لښکرو په ډېروالي، د هیبت او عزت په ذریعه په کوچنۍ اسیا کې هغه ته واک او قدرت ور وباښه، د الله تعالی په هغه ځانگړی پام و چې هغه ته یې د توفیق دروازه خلاصه پرې ايښې وه او لوړې موخې یې ور بشپړې کړې.

له اسلامي دعوت سره د مينې په خاطر یې ډېرې لویې – لویې کارنامې وکړې، هغه په خپله توره د نړۍ لويې فتحې خپلې کړې، په ايمان او ښو کارونو سره یې د خلکو زړونه تابع کړل، په کوم قوم چې یې غلبه حاصله کړې ده نو خامخا یې ورته د اسلام دعوت کړی، هغه د خپلې امپراتورۍ په ټولو سیمو او ښارونو کې د اسلامي کارونو لپاره هڅه کړې، هغه د عدل او انصاف پاچاهی د عامولو هڅې وکړې، له مؤمنانو سره یې ډېره مینه وه؛ لکه څنگه چې یې مسلمانان د زړه له تله خوښ و، همداسی یې نامسلمان او گنهگار نه خوښول.

د عثمانیانو د پاچاهۍ قانون

عثماني دولت د آمر عثمان ژوند ټول جهاد او دين و، له ده به د اسلام علماء راټول وه، دده په امپراتورۍ کی

شرعي احکام نافذېدل او د نظم خاص خیال ساتل کېده، د عثمان هغه نصيحت چې زوی ته یې کړی و اوس هم په تاريخ کې شته او موږ يې لوستلی شو، په دې وصيت کې د کلتور او شرعي تاريخ هغه لارې چارې په گوته شوي چې عثماني امپراتوري پرې ټينگه وه، عثمان چې کله د مرګ په بستر پرېوت، نو خپل زوی ته یې په وصيت کې وویل: «ای زویه! په داسې کارونو ځان مه ښکېلوه چې په کولو یې درته خدای تعالی امر نه وي کړی او که چېرې په کوم کار کې له ستونزو سره مخ شوې، نو له علماوو مشوره اخله او له هغوی مرسته وغواړه.

ای زویه! د فرمانبرداره خلکو عزت کوه، پوځونه او اردو په انعامونو نازوه، دولت او پاچاهي دې د شیطان په لومو کې ونه غورځوې، له هغه خلكو لرې گرځه چې د شریعت خلاف کارونه کوي، پوهېږې! زمونږ موخه د خدای تعالی رضا ده، چې په جهاد سره په نړۍ کې د دين رڼا عامه کړو، هغه خبرې کوه چې خدای تعالی پرې خوشالېږي، زویه مونږ هغه خلک نه یو چې د هېواد د ويجاړولو او له خلکو د غلام جوړولو لپاره جگړه کوو؛ زمونږ مرگ او ژوند دواړه د اسلام لپاره دي، دا هغه څه دي چې ته يې څښتن یې.

Exit mobile version