د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! یو څلوېښتمه برخه

حارث عبیده

په دې وخت کې د دفاعي ځواکونو سپه‌سالار جستینین سخت ټپي شو او له جګړې شا تګ ته اړ شو، نصراني پوځ، چې لا له وړاندې یې حوصله بایللې وه، د خپل سپه‌سالار په ټپي کېدو لا نور هم کمزوری شو، جستینین ځان یوې کښتۍ ته واچاوه او له جګړې وتښتېد. له هغه وروسته، پاچا قسطنطین خپله د پوځ مشري په غاړه واخیسته، هغه ډېره هڅه وکړه چې خپل ناهیلي پوځ ته روحیه ورکړي او ښویېدلي قدمونه یې ټینګ کړي، خو هڅې یې بې‌نتیجې شوې.

کله چې قسطنطین له خپلو سرتېرو سره د حوصلې ورکولو بوخت و، هم مهاله سلطان محمد فاتح تورې په لاس د دښمن پر وړاندې جنګېده، او د نصراني پوځ روحيه یې ماته ول، عثمانیانو د ښار په نورو برخو کې هم بریدونه جاري ساتلي وو. ډېرو سرتېرو یې د ښار احاطو ته ځانونه رسول، ان تر دې چې ځینې خو د ښار برجونو ته هم ختلي وو، د ابدریانو پل پر دروازه پروت پوځ یې له منځه یووړ او هلته یې خپل بیرغ پورته کړ.

د لارې له خلاصېدو سره، عثماني پوځ په ډېر تاو او شدت ښار ته ننوت، قسطنطین چې کله د ښار په شمالي دروازه د عثمانیانو بیرغ ولید، ناهیلی شو او باور یې وکړ چې نوره دفاع بې‌ګټې ده، ده خپل شاهي لباس لرې کړ او د یوه عادي سرتېري لباس یې واغوست، څو و نه پېژندل شي، له آس نه ښکته شو، یواځې پاتې شو، هېڅ خواخوږی یې پیدا نه کړ، لږ څه وجنګېد خو بالاخره د جګړې په ډګر کې ووژل شو.

د قسطنطین د وژل کېدو له خبر سره، د عثماني پوځ جذبې نورې هم لوړې شوې او د دښمن پوځ لا نور وویریده، عثماني پوځ له بېلابېلو لارو ښار ته ننوت، نصراني پوځ د خپل مشر له مرګ سره وتښتېد، او قسطنطنیه د مسلمانانو لاس ته ولوېده.

سلطان محمد فاتح په آس سپور له خپلو ملګرو سره یې د بریا خوشحالۍ شریکولې، د پوځ مشران به ورته مبارکۍ ورکولې، او هغه به ویل:

«الحمد لله! الله تعالی دې په شهیدانو رحم وکړي او مجاهدینو ته دې عزت ورکړي، دا د ټول امت لپاره د ویاړ خبره ده، ټولو ته شکر واجب دی.»

په ښار کې ځینې دفاعي تونلونه هم موجود وو، چې له امله یې د عثماني پوځ ګڼ سرتېري شهیدان شول، د ښار ډېری اوسېدونکي، په تېره بیا د کلیساوو خوا ته وتښتېدل، د (۸۵۷هـ) کال د جمادي الاول میاشتې په ۲۰مه، چې د ۱۴۵۳ میلادي کال د مې میاشتې له ۲۹مې سره سمون خوري، یوه روڼه، ځلېدونکې ورځ وه، لمر له زیاته روښنایي ځلیده. په همدې ورځ سلطان محمد فاتح د ښار په مینځ کې له خپلو قوماندانانو سره ګرځېده، او د ټولو په ژبو کلمې جاري وې.

«ماشاء الله!»

سلطان خپل پوځ ته مخ کړ او ویې ویل:

«تاسې ته د قسطنطنیې د فتحې عزت درپه برخه شو، د دې ښار د نیوونکو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری ورکړی و، چې دا لښکر به غوره لښکر وي.»

سلطان خپل پوځ ته د شرافت او ویاړ مبارکي ورکړه، او هغوی ته یې امر وکړ چې له خلکو سره نېک چلند وکړي، هغوی یې له چور، وژنې او ظلم څخه منع کړل، او پر خلکو یې د احسان کولو سپارښتنه وکړه، بیا له خپل آس ښکته شو، د الله تعالی شکر یې ادا کړ، سجده یې وکړه، حمد و ثنا یې وکړه، او د الله دربار ته یې خپله عاجزي او خاکساري وړاندې کړه.

Exit mobile version