د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! څلور څلویښتمه برخه

حارث عبیده

کله چې شمس الدین رحمه الله ته خبر ورسېد چې ډېر لښکر له منځه تللی، سامان او آلات د خاورو سره خاورې شوي، او په کلا کې مېشتو نامسلمانو ته د انګرېزانو له لوري مرستې رارسېږي او د بریا هېڅ نښه نه ښکاري، نو سلطان خپل وزیر ولي‌الدین احمد پاشا د شیخ آق شمس الدین خېمې ته ولېږه څو ترې د حل لاره وپوښتي، شیخ په ځواب کې وویل: «خامخا به الله جل جلاله په خپل فضل سره مرسته وکړي، او ښار به ونیول شي.»

سلطان په دې لنډ ځواب باندې ډاډه نه شو، نو وزیر یې بېرته د شیخ خېمې ته ولېږه او غوښتنه یې وکړه چې لږ تفصیل ورکړي، شیخ د ده په غوښتنه خپل شاګرد سلطان محمد فاتح ته یو لیک ولیکه چې په کې یې داسې لیکلي وو:
«که د کښتیو تباهي دې زړه خفه کړی وي او خلک دې ملامت کړي وي، او که نامسلمانان بریالي ښکاري؛ نو په یاد ولره چې دا یو ثابت اصل دی: بنده تدبیر کوي او پرېکړه الله جل جلاله کوي. په هر حال، د الله امر حتمي دی، موږ له الله څخه هیله کړې، د قرآن کریم تلاوت مو کړی، بیا خوب راغی، او الله تعالی موږ په خپل کرم ونازولو، داسې زېری یې راکړ چې تر دې مخکې مو نه وو لیدلی.»

دا خبره چې د پوځ او مشرانو تر غوږ شوه، ټول ډاډه شول او د عثماني جګړه‌ییزې شورا سمدلاسه پرېکړه وکړه چې جګړه روانه وساتي. وروسته سلطان محمد فاتح په خپله د شیخ خېمې ته ورغی، د هغه لاس یې ښکل کړ او ورته یې عرض وکړ: «ماته داسې دعا را زده کړه چې په برکت یې فتح نصیب شي.» شیخ هغه ته دعا وښودله، سلطان له خېمې ووت او د عمومي برید امر یې ورکړ.

سلطان غوښتل چې د برید پر مهال شیخ شمس الدین، چې د ده پیر او استاد و، ورسره موجود وي. قاصدان یې ورولېږل، خو شیخ امر کړی و چې هېڅوک دې خېمې ته نه ننوځي، دربان د سلطان استازی منع کړ. کله چې قاصد بېرته راغی او سلطان ته یې خبره وکړه، هغه سخت زړه‌تنګ شو او په خپله د شیخ خېمې ته لاړ، دربان سلطان هم ودروله او ورته یې وویل: «دا د شیخ امر دی.» سلطان خپله توره راویسته او د خېمې ټوکر یې څېرلو، چې سوري ترې جوړ شي.

کله چې یې په سوري کې وکتل، نو حیرانوونکی حالت یې ولید:
شیخ شمس الدین الله تعالی ته په سجده پروت و، پګړۍ یې له سره لوېدلې، سپین ویښتان یې پر ځمکه خواره وو او له ږيرې او سر څخه یې رڼا څرګندېده. سلطان خپل استاد په دې حال کې ولید، ناڅاپه شیخ سر له سجدې پورته کړ، په مخ یې اوښکې لکه مرغلرې روانې وې او د رب العالمین څخه یې د بري دعا غوښتله.

سلطان بېرته خپله خېمه ته ستون شو او حِصار (احاطې) ته یې وکتل، ناڅاپه یې ولیدل چې پرتله کې درز پیدا شوی او اسلامي لښکر په تیزۍ سره قسطنطنیه ته ننوځي، سلطان په ډېره خوشحالۍ وویل: «زه په دې نه خوښېږم چې ښار نیسم؛ بلکې په دې خوشاله یم چې زما په زمانه کې داسې برکتي هستۍ موجودې دي.»

علامه شَوْکاني رحمه الله په خپل کتاب البدر الطالع کې لیکي: د شیخ شمس الدین برکت، فضل او کمال څرګند شو، هغه سلطان ته مخکې ویلي وو: «یوه ورځ به قسطنطنیه ستا په لاس فتح کېږي.»

کله چې عثماني لښکر له قوي جذبې سره ښار ته ورننووت، نو حضرت شیخ شمس الدین د سلطان حضور ته تشریف راوړ څو په داسي حساسو شېبو کې هغه ته د الهي شریعت یادونه وکړي، او د فاتح پوځ د اخلاقو، حقوقو او آدابو په اړه نصیحت ورته وکړي، لکه څنګه چې په اسلامي شریعت کې ورته وضاحت شوی دی.

Exit mobile version