د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! پنځمه برخه

حارث عبیده

په (٢٦٢هـ) کال د مکې مکرمې د والي محمد بن هاشم قاصد د سلطان ارسلان دربار ته ورسېد، قاصد خبر ورکړ چې د مکې شریفي د خليفه القايم پاشاه او د سطان ارسلان په نوم دې خطبه وويل شي او په راتلونکي کې دې د عبيدي (فاطمي) امپراتورۍ په ځای د عباسي خلافت په حکمونو ټینگار وشي.

قاصد زیاته کړه؛ په مکه مکرمه کې به په راتلونکي کې د حی على العمل او داسي نور الفاظ به شیعه گان په اذان کې نه ادا کوي، سلطان د مکې مکرمې د استازي ډېر قدر او عزت وکړ، (۳۰) زره دیناره یې د مکې مکرمې د والي حضور ته ور واستول او ور ته و یې ویل: “که د مديني والي هم داسې وکړي، نو د هغه په خدمت کې به هم (۲۰) زره دیناره وړاندې کړای شي.”

د الپ ارسلان دې فتوحاتو رومي امپراتور دومانوس دیوجینس نا ارامه کړ او پخه اراده یې وکړه، چې په هر قیمت به له خپلې امپراتورۍ څخه دفاع کوي، ټول پوځ یې د سلجوقيانو په وړاندې چمتو کړ؛ د سلجوقي او رومي پوځونو تر منځ خونړۍ جگړې وشوې، د (ملا ذكرت) په نامه جگړه چې په دې ټولو کې ډېر اهمیت لري په (۴۶۳ هـ) کال چې له (۱۰۷۱م) کال سره سمون خوري رامنځته شوې وه.

ابن كثير په دې اړه ليکلي: په دې جگړه کې د روم پاچا دومانوس د غرونو په څېر لښکرې روانې کړې وې، په دې لښکرو کې د روم، روس، برتانيې او داسې نورو هېوادونو عسکر او اردو هم برخه اخیستې وه، د دې ترڅنگ دومانوس نور جگړه یېز چمتووالی هم نيولی و، په دې لښکرو کې (۳۵) بطريقان وو او هر يو بطریق سره دوه دوه لاکه آس سپاره کسان و، همدراز په دې لښکر کې (۳۵) زره فرنگيان او له دې پرته (۱۵) زره نور جنگيالي وه چې له قسطنطنیې سره یې اړيکه درلوده.

له دې پرته یو لک نقاب اغوستونکو او یو لک ځمکه کیندونکو هم په دې لښکر کې برخه اخیستې وه، دا راز زر کسه روز جاریان او (۳۰۰) د غوايانو بگی هم وې چې د اردو لباسونه، وسلې، د اسونو زينونه، منجنیقونه او قلعه ماتوونکي الات یې انتقالول؛ په دې منجنيقونو کې یو منجنیق داسې هم و چې یو زر او دوه سوه کسانو به چلاوه، دومانوس دا ټولې لښکرې د اسلام او مسلمانانو د ختمولو لپاره چمتو کړې وې.

په خپل قوت دومره نازېده چې د جگړې وړاندې یې اسلامي سيمې د خپلو اشخاصو په نوم کړې وې، د دوی پلان دا و چې کله د عراق او خراسان سیمې ونیول شوې، نو دوی به په یو برید سره د شام سيمې له مسلمانانو څخه بېرته نیسي؛ که څه هم دوی دا فکر کاوه خو تقدیر په دوی پسې خندا کوله او ويل یې [ العَمْرُكَ أَنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ ] (الحجر (۷۲)

سلطان ارسلان او رومي اردو د چهارشنبې په ورځ په الزهوه مقام کې سره مخ شول.

د ذي القعدې د میاشت لا پنځه ورځې پاتې وې، ارسلان چې د رومي اردو شمېر ولید نو اندېښمن شو، خو فقيه ابو النصر محمد بن عبدالمالک بخاري چې يو حنفي بزرگ و، سلطان ته مشوره ورکړه او ور ته و یې ویل: “ښاغلې سلطانه! کله چې د جمعې په ورځ خاطب خطبه وايي او د مجاهدينو لپاره دعا غواړي نو په دې وخت کې به په دښمن برید وکرو، الله تعالی به د مسلمانانو د دعاوو له برکته تاسې ته فتح در کړي.”

کله چې هغه وخت راغی او دواړو لورو د جگړې ډگر ته ور ودانگل، نو سلطان ارسلان له خپل آس څخه ښکته شو، په ځمکې یې سر کېښود، خپل تندی یې په خاورو ککړ کړ؛ د خدای په دربار کې یې د مرستې او فتحې لپاره لاسونه لپه کړل، الله تعالى له مسلمانانو سره مرسته وکړه او د نصرانیانو سرونه یې ټیټ کړل، اسلامي عسکرو هغوی تر کابو لاندي راوستل، رومي پاچا او د اردو سپه سالار دومانوس ونیول شول.

دومانوس يو رومي غلام نيولی و، د روم پاچا چې کله سلطان الپ ارسلان ته راوړل شو، نو سلطان په خپلو لاسو درې کوړې وواهه او ترې و یې پوښتل؛ که چیرې زه نیول شوی وای او تاته در وړل شوی وای نو تا به زما سره څه کول؟ دومانوس وویل ما به در سره ډېر بد سلوک کړی وای، الپ ارسلان وویل زما په اړه څه فکر کوې؟ دومانوس وویل ته به ما وژنې، یا به مې په خپل هېواد کې بدناموې، يا به مې وبښې، یا به را څخه قدیه اخلې او خوشي کوې به مي.

الپ ارسلان وویل زما دا اراده ده چې فدیه در څخه واخلم او آزاد دې کړم، سلطان له هغه څخه (۱۵) سوه زره اشرفۍ واخیستې او آزاد یې کړ؛ د تللو په وخت کې سلطان دومانوس ته د څښلو لپاره مشروبات ورکړل، دومانوس د سلطان له نیکو کارونو او سلوک څخه ډېر اغېزمن شو او هغه ته یې د تعظیم سر ټیټ کړ.

د مهربانۍ له مخې سلطان هغه ته له فديې څخه لس زره دينار د سفر خرچ لپاره پرېښودل، د نیول شوو بطريقانو یو ټولگی یې ازاد کړ او له پاچا سره یې ملګری کړ، تر څو پاچا یوازې سفر ونه کړي؛ له دې پرته یې له خپل لوري یو محافظتي ډله هم ورسره کړه، چې پاچا ته کوم څوک زيان ونه رسوي، له محافظینو سره یو بیرغ و چې پرې لا له الا الله محمد رسول الله لیکل شوې وه.

الپ ارسلان د یو وړوکي لښکر په مرسته چې شمېر يې له پنځلس زرو څخه ډېر نه و، د ډومانوس سل زره عسکرو ته ماتې ورکړه، دا پېښه څه وړه پېښه نه وه؛ دې پېښي د روميانو ملاوي ماتې کړې، د کوچنۍ آسیا په ډیرو سیمو کې د رومي امپراتورۍ نفوذ ته کلکه ضربه ورسیده، دا هغه سيمې وې چې د رومي امپراتورۍ د بنياد خيال به په کې کېده، د سلجوقيانو دې سترې فتحې د بيزنطيني حکومت په سيمو کې په تاریخي ډول کمزوري کول پيل کړل، تر دې چې د دې پخوانۍ امپراتورۍ د عثمانیانو له لاسه د ختمولو وخت راغی.

الپ ارسلان يو متقي او پرهیزگار انسان و، د فتحې له هر مادي او معنوي اسبابو څخه به يې گټه اخیسته، د علماوو په مجلسونو کې د ناستې له امله یې ښه بخت درلود؛ د هغوی پندونه به يې اورېدل او عمل به يې پرې کاوه.

د اسلام دا ستر سپه سالار د يو باغي له لاسه په شهادت ورسېد، دا باغي يوسف خوارزمي نومېده، سلطان الپ ارسلان د (۴۶۵ هـ) کال د ربیع الاول د میاشتې په لسمه نېټه چې د (۱۰۷۲م) کال سره سمون خوري، شهيد او د مرو په ښار کې د خپل پلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شو، له ځان څخه وروسته یې خپل ځای ناستی ملک شاه پرېښود.

Exit mobile version