د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! شپېتمه برخه

حارث عبیده

زوی ته د سلطان محمد فاتح وصیت

دا وصیت سلطان محمد فاتح هغه مهال ولیکه، چې نور د مرګ پر بستر پروت و، دا وصیت د سلطان د تګلارې، اخلاقو او نظرونو سم تعبیر و، چې له هغه وروسته به یې ځایناستي تل د همدې تګلارې پیروي کوي:

زه له نړۍ څخه ځم، خو پرې خفه نه یم، ځکه زه ستا په څېر وارث لرم. زویه! عادل، نیک او زړه‌سوانده اوسه، له هر ډول تبعیض پرته د عامو خلکو ملاتړ کوه، د اسلام د دین د پرمختګ لپاره هڅه کوه، ځکه د ځمکې پر واکمناتو باندې دا فرض ده چې دیني کارونو ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي او د عملي کولو په برخه کې یې سستي ونه کړي.

له داسې خلکو سره ملګرتیا مه کوه چې له دیني چارو سره علاقه نه لري، له ګناهونو ځان نه ساتي او په فساد کې ښکېل وي. له فساد خوښوونکو او هغو کسانو څخه لرې اوسه چې تا له خپلې دندې غافلوي. جهاد کوه او خپله خاوره پراخه کړه. د بیت المال مالونه له بېځایه لګښتونو وژغوره، او له دې ځان وساته چې ستا لاس د رعیت مال ته ورسېږي، مګر هغه وخت چې اسلام اجازه درکړې وي.

اړمنو ته خوراک ورسوه، د عزت وړ خلکو درناوی کوه، د علماوو مقام وپېژنه او هغوی ته احترام وکړه. له لرې ځایونو یې ځان ته نژدې کړه او خپل دربار ته یې راوبله، او مالي ملاتړ یې وکړه. هوښیار اوسه، په دولت او پوځ مغرور مه کېږه. د شریعت پلي کوونکي له ځانه مه شړه، او له هغو کارونو ځان وساته چې د شریعت خلاف وي.

د دین رسول زموږ موخه ده، او د دین په لار تلل زموږ تګلاره ده. ماته وګوره او له ما زده کړه، کله چې زه دې هېواد ته راغلم، د یوه کوچني په څېر وم، خو الله تعالی ماته ستر نعمتونه راکړل. زما پر لاره روان شه، زما پیروي وکړه، او د خپل دین د عزت لپاره کار کوه، د مسلمانانو د وقار لپاره هڅې کوه، خزانه په عیش، عشرت او لهو لعب مه مصرفوه، له اړتیا زیات لګښت مه کوه، ځکه دا د دولت د بربادۍ لامل ګرځي، عدل کوه، نیکي مه هېروه، او زړه‌سوانده اوسه.

سلطان محمد فاتح په دغو اصولو عمل کاوه او له نصرانیانو سره یې ښه چلند درلود. کله چې هغه د فاتح په توګه قسطنطنیې ته ننوت، نو د جګړې اسلامي اصول یې ونیول، نه به د چا عزت او حرمت ته زیان رسېږي، نه به ماشومان، سپین ږیري او ښځې وژل کېږي، نه به باغونه سوځول کېږي، نه به حیوانات وژل کېږي، نه به د انسانانو غړي پرې کېږي، او هیچا ته به زیان نه رسول کېږي، پرته له هغو کسانو چې د مسلمانانو پر وړاندې یې وسله پورته کړې وي.

محمد فاتح په جګړه کې د اسلام د دین له عقیدې او تګلارې سره سم د ابوبکر صدیق رضي الله عنه له هغو لارښوونو پیروي کوله چې له رومیانو سره د چلند په اړه یې ورکړې وې: «خیانت مه کوئ، له حده زیاتې مه کوئ، وعده مه ماتوئ، د مړو غړي مه پرې کوئ، د خرما ونې مه پرې کوئ او مه ورته اور اچوئ، هېڅ میوه لرونکې ونه مه پرې کوئ، وزه او اوښ یوازې د خوراک لپاره حلال کړئ، او له هغو خلکو سره چې په عبادت ځایونو کې له دنیا ځان ګوښه کوي، تعرض مه کوئ… او د الله تعالی په نوم روان شئ.»

سلطان محمد فاتح د بیزانسي حکومت زړه ته ورننوت او لوېدیځو عیسویانو ته یې د عدالت او رحمت نړیوال درس ورکړ، او دا یې د عثماني خلافت تلپاتې یادګار وګرځاوه. عثماني امپراتورۍ په اسلامي اصولو عمل کاوه او په عادلانه ډول یې پر محکومو خلکو د عدل او انصاف بېلګې وړاندې کولې، عبد الرحمن عزام د عثماني خلافت د ښه چلند او عدالت په اړه وایي: ځینې خلک د عثماني دولت د ځینو دورو په اړه دا ګومان کوي چې دا یوه ستره امپراتوري وه، خو صله رحمي یې ځانګړنه نه وه.

دا خلک ناسم فکر کوي، ځکه ناسمې خبرې هېڅکله د حقیقت مقابله نشي کولای. د صله رحمۍ بېلګې د رومانیا د دینستر سیند پر غاړه د «سورابیا» په ښار کې تر نن ورځې پورې مشهورې دي. ماته ویل شوي وو چې د عثماني دولت د سیمو اوسېدونکو به تل د ترکانو د صله رحمۍ بېلګې یادولې او د هغوی د عدل او انصاف خبرې به یې کولې.

د هغوی یو متل دا دی:
«عدل له ترکانو سره له ځمکې پورته شو.»

ما د مولداویا، رومانیا او د بالکان سیمو ته د سفر پر مهال دا بېلګې اورېدلې او ثبت کړې دي. دا ټولې کیسې دې خبرې ته اشاره کوي چې عیسوي قومونه تر نن ورځې پورې د ترکي مسلمانانو درناوی کوي او د هغوی د صله رحمۍ او انصاف کیسې بیانوي.

Exit mobile version