اسلامي رشتينې روزنه دا وه او همدا د قدر او عزت وړ تربیه ورکوونکی و، چې له برکته یې په یو شهزاده کې اخلاقي قدرتونه، له اسلامي شریعت سره مینه او د الله تعالى په لار کې له جهاد سره جذبه پیدا شوه، په ځانگړي ډول د مولانا كوراني په څېر خلګ چې دا جرات یې درلود، که به سلطان د شریعت خلاف کار کاوه، نو ده به ورته پرته له ویرې د هغه یادونه کوله.
علامه كوراني به د پاچا لاس نه ښکلولو او نه به د نورو خلکو په څېر د پاچا په وړاندې ټيټیده، بلکې پاچا به دده لاس ښکلولو او د هغه احترام به یې کاوه، علامه كوراني به محمد فاتح ته په نوم سره غږ کاوه او سلطان به د هغه ډېر احترام کاوه، همدا لامل و چې د ده په روزنه کې له اوسیدو وروسته ور څخه محمد فاتح جوړ شو.
محمد فاتح ريښتنی مؤمن، شرعي احکامو ته ژمن او د دین قدر کوونکی و، اسلامي احکام به یې لومړۍ په ځان وروسته په ټول رعیت تطبیق کول، هغه یو پرهیزگار او نیک انسان و، تل به يې له نېکانو او علماوو څخه دعا غوښته.
د سلطان محمد فاتح د شخصیت په جوړونه کې د شیخ آق شمس الدین نقش او کردار هم د يادونې وړ دی، شیخ په کوچنیوالي کې د هغه په زړه دوه شیان انځور کړي وه:
۱- د الله تعالى په لار کې جهاد او د عثماني غورځنګ پرمختګ
۲- د کوم مشر په اړه چې په نبوي حديث کې زیری ورکول شوی و چې قسطنطنیه به نيسي او غوره رهبر به وي، نو هم هغه محمد دی له دې کبله د محمد هيله هم دا وه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د حديث مصداق وكرځي.
د قسطنطنیي د نیولو لپاره چمتو والی
سلطان محمد فاتح د قسطنطنیې د نیولو لپاره بشپر پلان جوړ کړ او په دې برخه کې يې خپل ټول کوښښونه ترسره کړل، تر دې چې د چمتو شوي پوځ شمېر يې دوه نیم سوه زرو ته رسیدلی و، د هغه دور د نورو قومونو د لښکرو په نسبت ډېر لوی و چې د تربيې له مخې په کې کومه نیمګرتیا نه تر سترګو کېده، ډول ډول عسکري روزنه به ورکول کیده او د ډول ډول وسلو بندوبست ورته شوی و، چې دوی به ورڅخه ګټه اخیستل.
له ظاهري چمتووالي سره سره سلطان محمد د پوځ د معنوي چمتووالي په اړه هم ځانګړی پام کړی و، په دوی کې یې د الله تعالى په لاره کې له جهاد سره جذبه پیدا کړه او ورته ويلي یې وه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د قسطنطنيې فتحه كوونكي لښكر ته غوره لښکر ویلی دی او کېدای شي چې دا لښکر تاسي یاست، همدې خبرې په دوی کې د معنوي قوت او ميړانۍ جذبه پیدا کړه.
بيا په لښکر کې علماوو هم گډون وکړ چې په دې سره د پوځونو حوصله نوره هم لوړه شوه، په دوی کې د حقیقي جهاد جذبه پیدا شوه او د الله تعالی په امر ځان قربانولو ته چمتو شول، سلطان محمد د باسفورس تنگي په اروپايي غاړې کې په یو ډېر تنگ ځای کي د هغې کلا ترڅنگ چې د سلطان بایزید د واکمنۍ په دور کې د اسیا د ځمکې په يوې ټوتې کې ایښودل شوی و، یوه کلا د (روملی حصار) په نوم جوړه کړه.
د بیزنطینیي واکمن سلطان محمد فاتح ته وړاندیز وکړ چې څومره روپی غواړي وربه يې کړي خو دلته دې کلا نه جوړوي، خو سلطان کلا جوړه کړه، ځکه هغه ددې ځای پوځي ارزښت پېژنده، یوه لویه او داسې کلا جوړه شوه چې د ورانېدو امکان یې نه و، لوړوالی یې (۸۲) متره و د دغو دوو کلاگانو تر مینخ (٦٦٠) متره فاصله وه چې له دې ځايه عثمانیانو په باسفورس نظر ساتلی شو او یوه کښتۍ هم د دوی له اجازې پرته له لوېديځ څخه د ختیځ په لور نه شوه تللی.
په دې دواړو کلاگانو توپونه ایښودل شوي وه کومې کښتۍ چې به له ختيځو سيمو د قسطنطنیې په لور تللې، دوی به پرې د توپونو گوزارونه کول او ایسارول به یې د طرابزون په خبره د ختيځو سيمو امپراتورۍ چې د اړتيا په صورت کې به يې له قسطنطنیې سره مرسته کوله (باسفورس) ته له تللو وېرېدلي.
(۱) د اړينو وسلو راټولول:
د قسطنطنیې د نيولو لپاره سلطان د اړینو وسلو را تولولو ته ځانگړی پام واړاوه، چې په دغو وسلو کې توپونو ته ډیر ارزښت ورکړل شو، د توپونو جوړولو ته یې ځانگړې پاملرنه وکړه، سلطان له هنگري څخه د اوریان په نوم انجینر راغوښتی وو چې د توپونو په جوړولو کې یې ځانگړی مهارت درلود، د هغه د راتللو هر کلی یې وکړ له هر ډول مادي مالي او شخصي مرستو څخه یې برخمن کړ او امر یې ورته وکړ چې توپونه دې چمتو کړي، انجينر لوی لوی توپونه جوړ کړل په دې کې یو توپ دومره غټ و چې سل ټنه وزن یې درلود او د غوايانو په واسطه به له یوه ځایه بل ځای ته وړل کېده، دې توپ ته به یې سلطاني توپ وايه.