د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! اته دیرشمه برخه

حارث عبیده

اې د سلطنت واکداره! تر هر څه وړاندې له ما څخه زما نظر او غوښتنه واوره، زه په څرګندو ټکو دا اعلان کوم: دا اړینه ده چې زموږ زړونه دې د تېرو مجاهدینو په څېر وي، موږ به له سستۍ او غفلت پرته جګړه پر هماغه ډول روانه وساتو، دا جګړه موږ پیل کړې ده، نو لازمه ده چې تر پایه یې ورسوو. باید خپل بریدونه لا زورور او تېز کړو، دښمن کې نوي کمزورۍ ومومو، او په مېړانه پرې برید وکړو. زه یواځې دا درته ویلی شم؛ له دې پرته بله خبره نه لرم.

د دې خبرو په اورېدو د سلطان محمد فاتح څېره وځلیده او زړه یې ډېر خوشحال شو، د سپه‌سالار طرخان لور ته یې وکتل او د هغه نظر یې وپوښت. هغه بې‌درده ځواب ورکړ: «زوغنوش پاشا چې کومې خبرې وکړې، سمې دي، ای پاچا! زه د هغه نظر تاییدوم.»

سلطان له خپلو استادانو، شیخ شمس‌الدین آق او مولانا کوراني، څخه هم د هغوی نظر وپوښت، ځکه چې سلطان پر دوی بشپړ باور درلود، هغوی هم د زوغنوش پاشا نظر تایید کړ او ویې ویل: «جګړه روانه وساته! دا کار اړین دی، که الله تعالی وغواړي، نږدې ده چې موږ ته به بریا او کامیابي په برخه شي.»

د دې خبرو په اورېدو د ناستو خلکو په رګونو کې د جوش او ولولو وینه بهیدله، سلطان محمد فاتح ډېر خوښ شو او دواړو مشرانو ته یې د دعا او بریا له امله ډېر داد ورکړ، له زړه نه یې دا جمله ووتله: «زما په نیکونو او پلرونو کې کوم توان او قوت زما په څېر و؟»

د علماوو له‌خوا د جګړې پر دوام تایید وشو، او پاچا هم خوشحال شو، ځکه چې دی د هغوی د نظریو ترجمان و، ټول حاضرین د جګړې دوام غوښتونکی وو، ناسته د سلطان په لارښوونو پای ته ورسېده، شپه په ډېرې تیزۍ تېره شوه، او سهار به ان شاء الله پر ښار دروند برید وشي، پوځ باید د سبانۍ حملې لپاره بشپړ چمتو وي.

سلطان محمد فاتح خپله د دې برید څارنه کوله، د جمادي‌الاول په اتلسمه نېټه، چې د می له ۲۷مې سره سمون خوري، سلطان خپل پوځ ته نصیحت وکړ: «د الله تعالی دربار ته عاجزي وکړئ! زړونه مو له شیطاني وسوسو او خیالونو پاک کړئ! لمونځونه وکړئ، د الله اطاعت او عاجزي وکړئ، له هغه سره دعا وکړئ او ځانونه یې قربت ته ورسوی، چې الله تعالی مو بریالي کړي!»

د سلطان دا خبرې په ټولو مسلمانانو کې خپرې شوې، له لارښوونو وروسته یې د پوځ له احاطو لیدنه وکړه، د هغوی وضعیت یې وڅارلو، د ښار د دفاعي پوځ په اړه چې کوم اطلاعات ور رسېدلي وو، بشپړ معلومات یې ترلاسه کړل، د مرمیو د ویشتلو ځایونه یې وټاکل، د خپل پوځ حالت یې ولید، او هغوی یې وهڅول، د دښمن پر وړاندې د ټولو وسایلو د قربانولو تلقین یې ورکړ.

د “غلطه” ښار اوسېدونکو ته یې بیا پیغام واستاوه: «لکه څرنګه چې تر اوسه بې‌طرفه پاتې شوي یاست، نو له دې وروسته هم همداسې پاتې شئ، له مسلمانانو سره په شوې هوکړه کلک ودریږئ، د جګړې له امله چې کوم زیانونه در ته رسېدلي، مسلمانان یې د پوره کولو ضمانت درکوي.»

په همدې ورځ، د ماښام پر مهال عثماني پوځ د خپل کمپ شاوخوا څلورو لوریو ته د خاشاکو لویې ډېرۍ وسوځولې، او د تکبیر غږونو هوا ولړزوله، ان تر دې چې رومیانو فکر وکړ چې د عثمانیانو کمپ ته اور ورغلی، خو ژر پوه شول چې دا د عثماني پوځ د بریا جشن دی، کوم چې د جګړې مخکې لمانځل کېږي، دا جشن د دوی په زړونو کې ویره واچوله او اندېښنې یې لا پسې زیاتې شوې.

په بله ورځ، یعنې د می په ۲۸مه، عثماني پوځ د وروستي برید لپاره چمتو شو. توپونه پر بیزنطینیانو مرمۍ وارولې. سلطان په اس سپور و، خپله یې د برید څارنه کوله او هرې ډلې ته یې لارښوونې کولې. د سلطان دا غږ تر هر ځایه رسېده: «اې مسلمانانو! دا جګړه د الله تعالی د رضا لپاره ده، الله تعالی دې تاسې ته بریا درکړي، خپل ځانونه د هغه په لار کې قربان کړئ! جهاد د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوی».

Exit mobile version