د بغدادي د داړه مارانو پای

صلاح الدین (ثاني)

کله چې د حقې لارې لاروی او د امریکایي اشغالګرو ستر قاتل ابو مصعب الزرقاوي په ۷/۶/۲۰۰۶ (م) تاریخ د امریکایي جنګي الوتکو له لوري په یوه کور کې په نښه او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، له هغې وروسته د عراق مجاهدین د بې سر پرسته یتیمانو په څېر خوار او وپاشل شول، همدا وه چې غربي او یهودي نړۍ په ډېر مهارت سره هغه روزل شوي عراقي جاسوسان را ټول کړل، چې دوی ورباندې له پخوا ملیونونه روپۍ مصرف کړي وې. د هغو جاسوسانو له جملې څخه مهم د غرب او اسرائیلو ګټو ته ژمن او د اُمت مسلمه د وینو تږی ابوبکر البغدادي وو، چې نوموړي ته یې د عراق د مجاهدینو واک او رهبري په لاس کې ورکړه.
د بغدادي له مقرریدو وروسته ټول هغه غربي جاسوسان چې په اروپایي ملکونو کې یې ژوند کاوه، بغدادي ته ځانونه راورسول او سمدستي یې د عراق له خاورې څخه مهاجر مجاهدین او هغه عراقي مجاهدین چې هدف یې یواځې د الله (ج) رضا وه، وباسل او په ځای یې د صدام د کمونیستي حکومت بعثي جنرالان، داړه ماران، قاتلین، غله، زور واکان ، او له جهادي تنظیمو څخه شړل شوي فاسقان او فاجران، مقرر او په لوړو منصبونو وګمارل او په ډېره بې شرمي سره یې د دولة الاسلامیة فی العراق والشام په نوم دولت او خلافت اعلان کړ. د ډېرو معصومو مسلمانانو ویني یې وبهولي او آرام ژوند یې ورته نا آرام کړ. د داعش د ډلې یو مهم داړه مار او د مُسلمه اُمت قاتل ابو سارة العراقي (کفوش) چې د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې وژل شوی او ویل کیږي، چې د بغدادي او نورو مهمو مشرانو تر وژل کیدو وروسته نوموړي آخري عراقي وګړی و، چې د عراقي داعشو اداره یې په لاس کې وه .
دا چي د بغدادي او نورو مشرانو له مرګ او وژل کیدو څخه وروسته آخري کفوش پاتي وه او دی هم له منځه لاړ، نو په اطمینان سره ویلی شو، چې د بغدادي جاسوسان او داړه ماران په ختمیدو او پای ته په رسېدو دي .
خو په حقیقت کې دا د داعش د له منځه تلو په معنا نه ده، ځکه امریکا او اسرائیلي یهودو داسې ډېر بغدادیان او کفوشیان د ځمکې پر مخ کرلي، چې د امریکا ګټې خوندي او د لویې یهودي امپراطورۍ لپاره جګړه وکړي.
خو د لوی رب لایزال په مرسته او نصرت به یې دا ارمان له خاورو سره خاوري او د ځمکۍ له سر څخه به د تل لپاره ورک شي.
ان شاءالله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version