د ا.ا.ا د بالمثل سیاست غوښتونکی دی!

ولي الله عمري

#image_title

د افغانستان اسلامي امارت مخته وړونکي د اسلام د مبارک دين، د اهل السنة والجماعة پيرويان او د حنفي فقهي پلويان دي، اهل السنة والجماعة په عقيدوي لحاظ منځلارې او معتدله عقيده ده، چې نه افراط پکښې دی نه تفريط.

همدا راز په فرعي مسائلو کې د حضرت امام اعظم ابوحنيفة رحمه الله مذهب منځلاری مذهب دی، چې د ژوند ټولو چارو ته په معتدله توګه حل لارې لري، د ژوند په ټولو لارو چارو کې اعتدال تل پايېدونکی وي او بقا لري.

د افغانستان اسلامي امارت چې د حنفي مذهب پر اصولو ولاړ دی، بهرنی او داخلي سياست يې هم منځلاری او پر اعتدال متکي دی؛ په مدني مسايلو کې له ټولې نړۍ سره سالمې او له کورنيو مداخلو پاکې اړيکي غواړي.

د افغانستان اسلامي امارت هېڅکله پر نورو هېوادونو تعرض، د نورو پر حقوقو تېری او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله نه غواړي، په عين صورت د ټولي نړۍ له هېوادونو يې همدا غوښتنه ده، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د اعتدال په چوکاټ کې سالمي سیاسي اړيکي وساتي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلو ټولو بهرنيو او داخلي سياسي اړيکو او سياسي تعاملاتو له پاره، د قران کريم دا آيت معیار ګرځولی دی: فَمَنِ اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ فَاعْتَدُوْا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ ۪ وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ(البقرة/۱۹۴)

ژباړه: که چا پر تاسو تجاوز وکړ نو تاسو هم د دوی د تجاوز په دفاع کې بالمثل تعرض ور باندي کوئ، خو تر خپل حق زیات تجاوز مه ور باندي کوئ، د تجاوز په همدې دفاع کې تقوا کوئ او په دې پوه شئ چې د الله جل جلاله تل له تقوا لرونکو سره مرسته کوي، نو تاسو هم د خپلو حقوقو په دفاع کې تقوا کوئ.

لنډه دا چې د افغانستان اسلامي امارت سياسي اړيکي او سياسي تعاملات عين د همدې مبارک آيت پر مصداق برابر دي، چې نه د نورو کفري او اسلامي هېوادونو په داخلي او بهرني سياست کې مداخلې کوي، نه د نورو هېوادونو په منځ کې ستونزي غواړي او نه د هغوی په منځ کې ستونزي جوړوي.

په خپل سياست او هېواد کې د نورو کفري او اسلامي هېوادونو تجاوزونه، مداخلې او لاسوهنې نه مني؛ که کوم هېواد د افغانستان او د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې لاسوهنه کوي، د بهرني او داخلي سياست اړوند يې ستونزي ايجادوي، د افغانستان اسلامي امارت دوی ته خوله ماتوونکی ځواب ورکوي.

د هيڅ حکومت او افرادو تر تاثير لاندي نه راځي، کوښښ کوي چې د افغانستان اقتصاد، تعليم، پرمختګ، اردو، طب او نورې برخې پر پښو ودروي، تر څو د ټولو افغانانو حقوق ور پوره کړي، د کفري نړۍ ټول لاسونه له افغانستانه ور ټول کړي او بيا افغانان د نورو هېوادونو ناوړه سياستونو ته مجبور نه شي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرني او داخلي سياست ټولې اعلاميې د اسلام مبارک دين له اصولو سرچینه اخلي او هره پرېکړه د سلګونو عالمانو تر تصديق وروسته تطبيقږي، ځکه خو د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ او ګاونډيانو د بالمثل نيک پر اسلامي اصولو ولاړ او د بشريت ساتنې له چوکاټ سره برابر وي.

يا په بله اصطلاح د افغانستان اسلامي امارت سياست يو معتدل او له ټولو اړخونو برابر شرعي سياست مخته وړي، چې د خپلو اتباعو ترڅنګ د ټولي نړۍ د انسانانو حقوق پکې خوندي دي او هيڅکله د نورو پر حقوقو د تيري سياست نه غواړي؛ نو له ټولي نړۍ غواړي چې دوی له افغانستان اسلامي امارت سره سالم او معتدل سیاست وکړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version