د اکټوبر دويمه؛ زموږ هېره شوې ورځ!

عزیز جلال

په تاريخ کې ځيني ورځې شته چې نه يوازې مسلمانان، بلکې بشريت پرې وياړي. له دغو ورځو يوه هم د ۱۱۸۷ د اکتوبر دويمه ده، هغه ورځ چې *صلاح الدين ايوبي رحمه‌الله* د مظلومو مسلمانانو زړونه شفا کړل، بيت‌المقدس یې له ظالمو صلیبیانو څخه آزاد کړ او اسلامي بيرغ یې د اقصی په آسمانونو ورپاوۀ.

صلاح الدين ايوبي، هغه ستر مجاهد، عادل حکمران او فهيم قائد و، چې د علم، عدالت، تقوا او جهاد يو بېلګه و. نوموړي د خپلې زړورتیا، استقامت او د الله پر نصرت باور سره، نړۍ ته وښوده چې بيت‌المقدس د معامله‌ګرو نه، بلکې د مؤمنو سړو د تندي وینه غواړي.

بيت‌المقدس تر ۸۸ کلونو پورې د صلیبیانو تر اشغال لاندې ګو. دا ښار چې درې واړو آسماني ادیانو ته مقدس دی، د مسلمانانو له پاره د لومړۍ قبلې، د اسراء مقام او د روحاني پیوستون سمبول دی. صلیبیانو پکې دومره ظلمونه وکړل، چې مسجد اقصی یې په اسطبل بدل کړ او زرګونه مسلمانان یې شهیدان کړل.

خو صلاح‌الدين و نه ويرېد، د «حطین» په مشهوره جګړه کې صلیبیان يې داسې سخت مات کړل، چې د دوی غرور تر خاورو لاندې شو. دا جګړه نه یوازې نظامي فتحه وه، بلکې د مسلمانانو د عقیدې، یووالي او ایمان یو ستر ثبوت هم و.

کله چې صلاح‌الدين ايوبي رحمه‌الله د اوږدې مبارزې، ډېرې قربانۍ او بې‌ساري مېړانې وروسته بيت‌المقدس ته داخل شو، نو د غرور نه، بلکې د عاجزۍ او شکر په حالت کې و. هغه د مسجد اقصی تر محراب پورې پلې لاړ، هلته يې زنګونونه پر ځمکه کېښودل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، او د الله ج شکر یې ادا کړ.

سجدې یې وکړې، ځکه پوهېده چې دا فتح د الله تعالی نصرت و، نه یوازې د توري ځواک. هغه مسجد اقصی، چې له نږدې یوې پېړۍ راهیسې د ظالمانو تر ولکې لاندې و، او مسلمانان ترې بې‌برخې وو، اوس بېرته د ایمان خاوندانو ته راستون شو.

صلاح‌الدين دا فتح د زور، قدرت او دنیا لپاره نه، بلکې د امت د عزت، د الله د رضا او د مظلومو مسلمانانو د ژغورلو لپاره ترلاسه کړه. دا اقصی هغه ځای و، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې ځانګړی روحاني تړاو درلود، او ايوبي رحمة الله علیه هغه يو ځل بيا د خپل زړه په وینو، دعاوو، زحمت او قربانۍ سره بیرته آزاد کړ.

خو اوس، ای د نن ورځې ځوانه! ای د امت غړيه! له ځان وپوښته:
نن اقصی بيا اشغال شوې، خو ته څه کوې؟
نن زرګونه فلسطيني ماشومان شهيدان کيږي، خو ته چيرې يې؟
نن ظالم د حق غږ خاموشه کوي، خو ته ولې غلی یې؟

صلاح‌الدين یواځې له تورې نه، له ایمان، تقوا، علم او زړورتیا سره د امت عزت راژوندی کړ. هغه د امت د یووالي غږ و، د مظلومو مدد ګار و، او د الله د لارې د قربانۍ یو رښتینی درس.

نن هم د اقصی له محرابونو، منارو او دیوالونو څخه د درد، ظلم او یتیمانو چیغې پورته کېږي. هغه اقصی چې صلاح‌الدين په وینو ازاد کړ، نن بیا د بې‌غورۍ، تفرقې او د امت د زوال له کبله تر اشغال لاندې دی. د امت د غفلت سکوت د اقصی پر خاورو د ظلم ټپونه پرېږدي. ای مسلمانه! نور خوب بس دی، راپاڅه! ته د هغه ستر اتل صلاح‌الدين ايوبي وارث یې. د هغه تقوا، غیرت، مېړانه او مسئولیت ته نن بیا اړتیا ده. اقصی ستا انتظار کوي.

موږ باید پوه شو چې د امت عزت یوازې په غونډو او شعارونو نه راځي، بلکې په ايمان، قرباني، عمل او زړورتيا راځي. که نن موږ غلي يو، نو سبا به د تاريخ پاڼې زموږ په بې‌غورۍ تورې وي، الله دې موږ ته د صلاح‌الدين ايوبي په څېر غیرت، ايمان او همت راکړي، څو يو ځل بیا د اقصی اذان د آزادو زړونو له خولو واورېدل شي.
والله غالب علی أمره.

Exit mobile version