د اکتوبر اوومه؛ د امت د ځواک او واکمنۍ یادګار!

أبو هاجر الکردي

#image_title

په هغه وخت کې، چې ټوله نړۍ په یوه ژوره بې خبرۍ کې ډوبه وه او هیچا دا فکر نه کاوه، چې د څو ځوانو مسلمانانو یوه ډله به، د څو سوه کیلومترو اوږدو او ژورو تونلونو له منځه، د لمر په څېر د تورې شپې له ورېځو راووزي او د هغه امت ژوند چې نږدې یوه پېړۍ یې د تورې او خړې دوړې لاندې و؛ بېرته رڼا کړي.

هو!

په هغه وخت کې چې عصري نړۍ، چې د ټیکنالوجۍ په ډګر کې یې د خدایۍ ادعاوې کولې؛ په ژور خوب کې ډوبه وه، د هغوی استخباراتي او جاسوسي څارنې ټولې درول شوې وې، څو ځوانانو د نړۍ تر ټولو لوی بې چته زندان غزې څخه سر را پورته کړ؛ په پیاوړي عزم او قوي ارادې یې د دښمن پر زړه برید وکړ.

دا هغه ځوانان و، چې د ابابیل مرغانو په څېر د دښمن په سر راکوز شول او په لنډه موده کې یې د غاصب دښمن ستر هیکلونه د خاورو سره خاورې کړل.

هغوی وتوانېدل، چې ډېر ښارګوټي او نیول شوې سیمې بېرته د مسلمانانو له قلمرو سره وتړي او په زرګونه یهودي مجرمین د خپلو کړنو په سزا ورسوي، په حقیقت کې، د اکتوبر اوومه هغه ورځ وه، چې د الله جل جلاله نصرت په فلسطینیانو باندې جاري شو او یو ځل بیا د غمجن امت زړونه خوشحال شول.

د ۲۰۲۳ میلادي کال، د اکتوبر اوومه، د نړۍ د مسلمانانو د کفري ځواکونو په وړاندې؛ د بریا ورځ وه.

د اکتوبر اوومه هغه ورځ وه، چې ټولو آزادي غوښتونکو انسانانو ته یې یوه لویه پوښتنه او ستر پیغام ورکړ، هغه دا چې؛ کله یو آزادي غوښتونکی غواړي آزادي ترلاسه کړي؛ نو نه ډبرین دېوالونه کولای شي د هغه مخې ته ودریږي او نه هم وحشي کفري ځواکونه.

د اکتوبر اوومه هغه ورځ وه، چې ځوانان یې باید د خپل ژوند سرلیک وټاکي او راتلونکو نسلونو ته د ویاړ او عزت سمبول وګرځي، هغه څه چې موږ یې یو کال وروسته په غزه کې وینو؛ صبر، توکل او استقامت دي، سره له دې چې غزه په کنډوالو بدله شوې، خو حقیقي بریا د غزې د خلکو او مسلمانانو ده.

هرماس الافغاني
Exit mobile version