د اُمت پر بدن ژور ټپونه! لومړۍ برخه

أبو هاجر الکردي

#image_title

شاید د اُمت د تاریخي پيښو په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي وي او یا تاریخ پوهانو په خپلو څېړنو کې په پوره او جامع توګه یادونه کړې وي، چې دا لیکنې به خامخا زما تر لیکنې ډېرې اغېزمنې او ګټورې وي؛ خو زه يو ځلې بیا غواړم چې په دې مات قلم، کمزورو او رپېدونکو ګوتو او له احساساتو ډک زړه سره لیکنه وکړم.

 

که څه هم ممکن ځینو ته مناسبه نه ښکاري، چې د امت تېر دردونه او د مسلمانو پر وجود ژور ټپونه را ياد کړم؛ خو زما دلیل د دې لیکنې دا دی، چې هيڅکله هغه ظلمونه او جنایتونه چې پر مسلمانانو، د نړۍ په هر ګوټ کې شوي دي؛ هېر نه شي.

 

که چيرې موږ خپل تاریخ هېر کړو؛ زموږ ځوانان به د هغو خلګو لارو ته میلان شي، چې تر پرون پورې یې د جنایتونو داغونه پر تندي و او نن غواړي په بله بڼه زموږ ځوانان په خپلو لومو کې را ګير کړي.

 

موږ د هغه وحشت او بربریت په اړه لیکو چې د چل او دوکې په واسطه یې د امت منابع او ملکیتونه لوټ کړل، له هغو کسانو څخه چې د ديموکراسۍ او بشري حقونو خبرې کوي؛ خو د هغوی تر سیوري لاندې زرګونه ماشومان او ښځې ټوټه ټوټه کېږي.

 

هغه کسان چې د تيږو زړونه او له کرکې جوړ ذهنونه لري، د سلګونو جنایتونو او زرګونو فاجعو لامل ګرځي، هغه کسان چې په لس زره کیلو بمونو سره په غزه او سوډان کې زرګونه خلګ له منځه وړي، زرګونه کورونه ورانوي او سلګونه زره خلګ دښتو او صحراو کې د کډوالۍ په حال کې پرېږدي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version