د امت مسلمه دښمنان څوک دي؟

#image_title

دا پوښتنه ډیره عامه او ساده ده، خلکو یې ځوابونه کړي خو ځینو ناحقه ویل کړي؛ ناحقه هغه چې په یو او بل، پر ډلو ټپلو یې تورونه پورې کړي چې په اصل کې د امت دښمنان دا دي خو له حقیقت یې څوک ندي خبر کړي او نه یې هم په کامله معنی د امت دښمنان په ګوته کړي.

د امت مسلمه او په ټوله کې د اسلام دښمنان پیژندل ځانته يو مهارت غواړي او د دښمن پیژندنې مهارت بیا هغه مهارت چې حصول یې بیخي سخت دی.

د امت مسلمه او په ټوله کې د اسلام دښمن یوازې کفر نه دی بلکې د مسلمان په جامه کې هر هغه شخص د اسلام دښمن دی چې؛
۱: د امت د تقسیمولو هڅه کوي.

۲: د مسلمه امت د ماتولو وظیفه پر غاړه لري، علماء شهیدانوي، پوهان ختموي، د مسلمانانو د علم او عبادت مراکز؛ مساجد او مدارس په نښه کوي او ځوانان یې بې لارې کوي.

۳: د امت د غیرتي اتلانو شهیدانولو او کمزوري کولو پلانونه مخته وړي.

۴: د جهاد، مجاهد، خلافت او شریعت نوم په بې ځایه وحشتونو بدناموي.

۵: دارالکفر پریږدي او دارالاسلام ته د جهاد په نوم فساد ته ځي.

۶: د مسلمانانو مالونه او عزتونه لوټي، د کفر پرځای د مسلمان ختمولو ته کار کوي.

۷: په نه خبره تکفیر کوي او له خپل ځان غیر بل څوک مسلمان نه ګڼي.
همداسې نور…

دا او نور داسې ډیر صفات شته چې د امت ذلیله دښمن ترې برخمن دی. تاسو وګورئ چې دا کارونه څوک کوي؟ څوک دي چې علماء شهيدانوي او عام مسلمانان په نښه کوي؟

اوس که سم فکر وکړو نو د امت مسلمه دښمنان به راته په ډیرې اسانۍ په لاسو راشي، تاسو فکر وکړئ، په غزة کې په مسلمانانو څومره وحشتونه کیږي او روان دي، اوس پکار هغو ته (چې د اسلام د لوړوالي او د خلافت شعارونه وهي) دا وه چې هلته یې خپلې لښکرې استولې وای، د مسلمانانو نصرت یې کړی وای او په غزه کې جنګیدونکي مجاهدین یې قوي کړي وای خو دغه ډلې چې په سر کې یې د داعش نوم راځي د مسلمانانو مجاهدینو په ګټه او په دفاع کې د جنګیدو پرځای یې برعکس د مجاهدینو سره په جنګ کې ځانونه اخته کړي، د غزې مجاهدینو ته یې د مرتدینو او مشرکینو اوازونه کړي او د یهودو پرځای یې د دوی شهیدانولو ته اولویت ورکړی.

همداسې کله چې د افغانستان په خاوره اسلامي نظام حاکم شو، کفر مات شو او کفري غلامان وشړل شول نو دلته هم پکار وه چې داعشي خباثتونو هغو ځمکو کې د جنګ یا جهاد شمع بله کړې وای چیرې یې چې ضرورت وو، کوم ځای چې په مؤمنانو سختۍ او بدبختۍ روانې دي، چیرې چې د اسلام هر اصل نقض کیده، خو دلته هم برعکس د بهرني استخباراتو په پیسو او د کفر په اخور لوی شوي خوارجو یو ځل بیا د اسلامي نظام په مقابل کې پاڅون وکړ او د کفر پرځای یې د مؤمنانو په ختمولو شروع وکړه، علماء یې شهیدان کړل، د عامو مسلمانانو وینه یې هدر وګڼله او د جاسوسي سازمانونو امر ته یې لبیک ووایه خو لله الحمد د اسلامي امارت په کامیابو هڅو خوارج په افغانستان کې داسې وځپل شول چې په نورې نړۍ کې یې هم مؤمنانو ته خیر ورسید او ددوی له شره په امان شول یعنې اسلامي امارت د امت د نجات د یواځینۍ هیلې مصداق شو او داعشي خوارج د امت مسلمه د دښمنۍ.

همداسې په نوره عربي نړۍ کې د اسلام په دفاع کې جنګیدونکي مجاهدینو په مقابل کې څوک پورته شوي، د قاعدة الجهاد نړیوال جهادي تنظیم چا د ماتې ښکار کړ، د کفارو د سترګو اغزي مجاهدینو وینه د چا په لاسونو پرته ده، په شام، عراق او سومالیا کې د مجاهدینو پر ضد سنګرونه چا نیولي، مؤمنان څوک تکفیروي، څوک دي د مسلمان په جامه کې چې کفر یې پریښی او د مسلمان ختمولو ته یې ملا تړلې؟
دغه شان د تحریک طالبان مجاهدینو په مقابل کې هم داعشي خوارجو خپل دریځ نیولی او دا مجاهدین یې په بدو نومونو یاد کړي، حتی چې مرتدین یې ورته ویلي.

د فتنو په دې دور کې د اسلام او مسلمان غټ دښمنان له یهودو نصاراؤ او بیا د داعشي خوارجو بل هیڅوک کیدای نشي، همدوی دي چې د اسلام د بدنامولو او ختمولو قسم یې کړی خو دوی به په خپل قسم کې تل حانث وي ان شاء الله العزیز.

له ذلالت ډک مرګ ددوی په انتظار دی.
وما علينا الاالبلاغ…

هرماس الافغاني
Exit mobile version