د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د ستراتیژیک عمق (Strategic Depth) تګلاره

#image_title

لیکوال: فاروقي افغان

 

د پاکستان له جوړېدو څخه وروسته هلته دوه ډوله حکومتونه حاکم شوي دي. یو یې پوځ او استخباراتي ارګانونه اداره کوي چې په اصطلاح اسټبلېشمنټ ورته ویل کېږي او بل یې ولسي يا ملکي حکومت ده چې له پارلمان او نورو ملکي ادارو څخه عبارت ده. د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنۍ تګلاره زیاتره وخت په نظامي برخه کې جوړېږي چې ځانګړي ستراتيژي پوهان یې تیاروي. له دې تګلارو څخه یوه یې هم د ستراتیژیک عمق تګلاره ده.

ستراتیژیک عمق یوه نظامي اصطلاح ده چې اصلي موخه یې د جنګ په وخت کې د دښمن له ځواک څخه د یو هېواد ستراتېژیکې سیمې لکه نظامي مراکز، هوایي ډګرونه، صنعتي ښارونه او کاروباري ځایونه لېرې ساتل دي.

د افغانستان پر وړاندې د ستراتیژیک عمق اصطلاح په لومړي ځل د پاکستان د پوځ پخواني لوی درستیز جنرال اسلم بېګ مطرح کړه. د ده په وینا، افغانستان د شوروي اتحاد له ماتې وروسته آزاد دی او اوس وخت رارسېدلی چې مونږ خپل ستراتیژیک عمق ترلاسه کړو، ترڅو زموږ ملي ګټې خوندي شي.

په پېل کې دغه تګلاره یواځې نظامي وه، اما اوس یې موخې پراخې شوي دي او په څنګ کې خپلې اقتصادي او سیاسي برخې هم لري.

مونږ په دې لیکنه کې دې ټولو برخو ته یوه لنډه کتنه کوو.

 

1_ نظامي برخه:

په سیمه کې هند د پاکستان تر ټولو مهم سیال بلل کېږي. دواړو هېوادونو له ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې شاوخوا ۳ لوی جنګونه کړي دي چې ټول یې پاکستان بایللي دي، نظامي کارپوهان وایي، دا ځکه چې د پاکستان جغرافیوي موقعیت د هند پر وړاندې هیڅ طبعي خنډونه نه لري او هندوستان کولای شي چې د پاکستان ستراتیژیک ځایونه، هوايي ډګرونه، لوی صنعتي ښارونه لکه کراچۍ او لاهور ډېر په اسانۍ سره په نښه کړي. داسې احتمال هم شته چې پاکستان د هند پر وړاندې د اوږدې جګړې توان نه لري او شاید چې په لږ وخت کې پاکستان تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د دې وېرې د له منځه وړلو لپاره پاکستان په پلان کې لري چې دوی باید خپلې ستراتیژیکې اثاثې او پوځ یو مأمون او مسؤن يا په بله اصطلاح خوندي ځای ته انتقال کړي او له هغه ځایه په دوی د بیا برید تابیا ونیسي. دوی په پام کې لري چې دا ځای باید افغانستان وي او افغانستان ته د دوی شاتګ په هغه صورت کې کېدلای شي چې هلته داسې یو نظام او حکومت شتون ولري چې د پاکستان تر اغېز او نفوذ لاندې وي او په ځانګړې ډول د ډیورنډ فرضې کرښې ته څېرمه پراته ولایتونو کې باید د پاکستان تر ملاتړ لاندې د دوی ستراتیژیک دفاعي ځواکونه (چې د افغانستان ملي اردو برخه وي) پراته وي. او که چېرته له هندوستان سره جګړه کېږي نو بیا به پاکستاني ځواکونه دوی سره په ګډه د هندي پوځ پر ضد وجنګېږي.

پاکستان د ایران په اړه هم دا فکر درلوده. په ۱۹۶۵ میلادي کال کې هند سره د جګړې پر مهال یې زیاتره جنګي وسایط هلته انتقال کړي وو، ولې کوم وخت چې ایران کې د خمېني انقلاب رامنځته شو، نو ایران د پاکستان له منګولو څخه بهر شو او خپله ټوله توجه یې د افغانستان لور ته واړوله.

د پاکستان د څارګرې استخباراتي ادارې (ISI) یو پخوانی مشر اسد دراني وایي، چې مونږ دې ته مجبور شو چې د هند جغرافیوي برتري پر خلاف په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عمق ترلاسه کړو.

د ستراتیژیک عمق تر لاسه کولو لپاره اړینه ده چې افغانستان یو ضعیف سیاسي نظام او اقتصاد ولري چې لاندې برخو کې اشاره ورته کوو.

 

2_ سیاسي برخه:

پاکستان غواړي چې په افغانستان کې داسې یو سیاسي نظام حاکم شي چې ساختار او جوړښت یې د دوی لخوا جوړ شوی وي او اداره یې تر ډېره د دوی په ولکه کې وي. دوی هڅه کوي چې دلته یو کمزوری پارلماني جمهوريت رامنځته کړي ترڅو یې د پارلمان غړي د دوی لخوا په پیسو واخیستل شي او د افغانستان زیاتره فیصلې به د پاکستان په ګټه کوي.

د تېر جمهوریت پرمهال افغانستان لپاره د پاکستان یو سفیر ویلي وو، چې افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو او انتخاباتو پر مهال څو څو ځله کاندیدان ورغلي وو او د د نوموړي مرسته یې غوښتې وه. او په مقابل کې یې ډاډ ورکړی و چې که پاکستان مرسته ورسره وکړي نو په واک کې له راتګ وروسته به یې پاکستان سره اړیکې د دوی په ګټه وي.

د دې تګلارې په اساس، دوی پلان لري چې افغانستان باید داسې یوه اردو او استخبارات ولري چې ظاهري بڼه یې سمبولیکه وي او په راس کې یې ټول د دوی خپل کسان ګومارل شوي وي.

د پاکستان پخواني پوځي آمر جنرال ضياء الحق په ښکاره ویلي وو، چې موږ له امریکایانو سره د شوروي اتحاد پر خلاف د مرستې کولو له امله دا حق ګټلی چې افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت ولرو.

له جنرال ضياء الحق څخه یو ژورنالیست پوښتنه وکړه چې ته ولې او په څه مانا مجاهدین سپانسر (تمويل) کوې، نوموړي په ځواب کې وویل، چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته به همدا مجاهدین هلته زما د خوښې حکومت جوړ کړي. زه قطعاً په خپل ګاونډ کې داسې یو نظام نه شم زغملای چې د شوروي له پاتې شونو څخه جوړ شوی وي، د هند محبوبیت ولري او زما د جغرافیې دعوه دې ولري.

د دې تګلارې پر اساس پاکستان غواړي چې له افغانستان څخه د بهرني سیاست حق هم سلب کړي او د افغانستان بهرنۍ تګلاره تر خپل کنترول لاندې راولي. حاکم نظام باید خپله بهرنۍ تګلاره د پاکستان په خوښه جوړه کړي، له هند سره خپلې اړیکې ضعیفې یا په مکمله توګه پرې کړي او د کشمير په قضیه کې د پاکستان موقف او دریځ تایید کړي.

وحید مژده لیکلي، چې کله امریکا وغوښتل له طالبانو سره خبرې اترې وکړي، نو طالبانو په دې تړاو د خپلو خبرو اترو لپارو په قطر کې دفتر خلاص کړ. پاکستان له دغه کار سره سخت مخالفت څرګند کړ، ځکه دوی غوښتل چې دغه خبرې باید د دوی له لارې وشي، نو ځکه یې پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره د قطر دفتر مبتکر محترم ملا عبد الغني برادر ونیو.

 

3_ اقتصادي برخه:

د ستراتیژیق عمق دوېیمه او مهمه برخه افتصادي سکتور دی. پاکستان نه غواړي چې افغانستان رشد او پرمختګ وکړي او له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي. پاکستان غواړي چې افغانستان باید خپل تولیدات ونه لري. خام مالونه یې پاکستان ته انتقال شي، هلته پروسس شي او بیا په څو چنده قیمت بېرته په افغانستان باندې وپلورل شي.

پاکستان پلان کې لري چې افغانستان باید خپلې کارخانې او فابریکې جوړې نه کړي او د افغانستان مارکیټونه له خپلو توکو ډک کړي.

د ستراتیژیک عمق تګلارې اقتصادي برخه خورا خطرناکه ده، د دې تګلارې له مخې پاکستان غواړي چې افغانستان باید همېش دوی پورې متکي هېواد وي. افغانستان باید د معدنونو د استخراج لپاره متخصصین او ماشین آلات ونه لري او ټول معدنونه یې باید د پاکستاني شرکتونو او انجینرانو لخوا استخراج شي او بیا په نړېوال بازار کې د پاکستان په نوم وپلورل شي.

د دې کرغېړنې تګلارې له مخې به په افغانستان کې اقتصادي زیربناوې او سرچينې نه رغول کېږي. په افغانستان کې به د اوبو بندونه نه جوړېږي او که جوړېږي هم تر ډیره به په داسې ځایونو کې وي چې پاکستان ته په تاوان تمام نه شي. د افغانستان له لارې به پاکستاني تجارتي مالونه منځنی آسیا ته بغیر له ترانزیتي محصول څخه لېږدول کېږي.

که د ستراتیژیک عمق پورتنۍ درې برخې تطبیق نشوې بیا به پاکستان څه کوي؟

پاکستان په دې پوهېږي چې که چېرته افغانستان د قوي او خپلواک نظام څښتن شي او اقتصاد یې وده او پرمختګ وکړي، نو د دوی له لاسونو څخه به اووځي، هند څخه به خطر لاډېر شي او احتمال شته چې د ډیورنډ فرضي کرښې ستونزه هم سر راپورته کړي، نو د دې وېرې د له منځه وړلو په پار دوی په پام کې لري، چې باید افغانستان په جنګ کې ښکېل وساتي. افغانستان جنګ کې ساتل د ستراتیژیک عمق آخري او تر ټولو خطرناکه برخه ده. دوی څنګه او په کوم ډول افغانستان په جنګ کې ساتل غواړي، یوه بېلګه یې لاندې ذکر کوو.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر نصیر الله بابر په یوه مرکه کې ویلي و، چې: “په ۱۹۷۳ میلادي کې احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او د کابل پوهنتون ځيني محصلینو د سردار داؤد پر خلاف بغاوت وکړ او پاکستان ته یې پناه راوړه. زه د هغه وخت صدراعظم ذوالفقار علي بوټو وغوښتلم او راته یې وویل چې ۲۰ کاله وروسته یانې په ۱۹۹۳ میلادي کې به د ډیورنډ تړون موده پای ته رسېږي او افغانان به خامخا د خپلې خاورې غوښتنه کوي، اوس بله لار نشته بغیر له دې چې افغانستان بې ثباته کړل شی. ته له افغانستان څخه راغلي دغه کسان په لاس کې واخله او دوی د خپلو موخو لپاره وکاروه. ما دغه درې مشران او ځوانان راوغوښتل او دوی سره مې د پېښور په بالاحصار کې وکتل. مشرانو یې د سردار داؤد پر خلاف سیاسي مبارزه غوره کړه او ځوانانو یې د نظامي مبارزي لپاره له موږ څخه د کومک غوښتنه وکړه. ما دغه موضوع ښاغلي بوټو ته راجع کړه، بوټو یاده موضوع د پوځ له ځانګړو ځواکونو (SSG) سره شریکه کړه. ځانګړو ځواکونو دغه ځوانانو ته نظامي تربیت ورکړ او له فراغت وروسته یې د پیسو تر څنګ څه باندې ۳۰۰ توپکونه هم ورکړل او دوی لاړل افغانستان کې یې جنګ شروع کړ. له دې لارې مونږ افغانستان د اور لمبو ته ور ګوزار کړ چې بالاخره وسوځیده او دومره بد وسوځیده چې د شوروي په څېر قدرت هم په دې لمبو کې لولپه شو. اوس افغانستان دومره بد وضعیت کې قرار لري چې هیڅ کله به هم سر راپورته نکړي چې د خپلې خاورې غوښتنه وکړي. دا هغه خدمت دی چې ما د خپل هېواد پاکستان لپاره ترسره کړ”.

پاکستان د افغانستان مادي او معنوي شتمنۍ لوټ کړې، د افغانستان اقتصاد ته یې ډېر زیان او تاوان ورساو، د افغانستان زیربناوې او اقتصادي سرچينې یې له منځه یوړې او هڅه یې وکړه چې د دې کرغېړنې تګلارې ټولې برخې په پوره مانا سره تطبیق کړي. خو اسلامي امارت د دوی دغه هیلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل، د یادې تګلارې د تطبیق مخه یې ونیوله او د افغانستان بیا رغولو ته یې خپلې مټې راونغاړلې. دغه کار پاکستان ډېر زیات اندېښمن کړ او سم دلاسه یې د امارت پر خلاف نوې صف بندي وکړه، خپلې ټولې دستګاوې یې فعالې کړې، په نړۍوالو سټېجونو یې د امارت پر خلاف پروپاګنډ شروع کړ، عملاً یې د داعش تروریستي ډله او د شر او فساد جبهه حمایه او تمویل کړه او د افغانستان اسلامي امارت پر خلاف یې یو نوی محاذ پرانيست.

هرماس الافغاني
Exit mobile version