هر تمدن د یو توغ لرونکی و/ دی، چې د خپل هویت او داعیې نښان یې بولي؛ هغه وخت چې د اسلام لمر پر مکه مکرمه خپلې وړانګې را خورې کړې، د نړۍ د روښنایۍ په تکل د اسلام نور مدینې ته ولاړ، کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم مدینه منوره کې د یو اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښوده، نو یې د سمبول او نښان په توګه ورته دوه بیرغه چې لواء به یې سپین او رایه به یې تور توغ بللو انتخاب کړل.
دا په طیبه کلیمه او نبوي مُهر مزین بیرغونه به اسلامي لښکرو هرې معرکې ته له ځانه سره وړل، په جنګ، مذاکراتو، صلح او د ژوند په ټولو مجالونو کې به یې د اسلامي امت پر سر سیوری غوړولی او د عزت رپا کوله.
تور بیرغ هغه چې د نبوت مهر پکې درج او پر طیبه کلمه مزین دی؛ دا د بدر او خیبر د فاتح بیرغ دی، د ستر ابوبکر او فاروق اعظم توغ، د سیف الله المسلول خالد بن ولید د معرکو نښان، دا د هغه فاتح صلاح الدین توغ دی چې د حطین پر میدان یې د ګمنامو شهیدانو پر وینو لت پت او د اقصی پر دنګو منارو نصب او رپاند کړ.
د تاریخ په اوږدو کې دا همداسې د اسلامي سترو خلافتونو او سلطنتونو د نښان په توګه پاتې شوی، تر دې چې د غرب د استعماري او فکري جګړو په پایلو کې یې د امت له ذهنونو حذف او د سایکس او بیکو، ډیورنډ او مکمهان د دجالي کرښو په ویستلو سره امت ټوټه_ټوټه او هرې ټوټې ته چې په یوه محدوده جغرافیه کې محاصره کړای شول؛ مختلف او رنګا رنګ بیرغونه د مربوطه ملت د هویت، نښان او سمبول په توګه منتخب کړل شول.
تر دې چې د اسلام دا سپیڅلي توغونه چې له پیړیو پیړیو راهیسې په فکرونو کې هېر کړل شوي او نسلونه ورسره نابلد وه، دریم عمر رحمه الله د اسلام سپین توغ او اسامه بن لادن تقبله الله د امت تور بیرغ یو ځل بیا په اهتزاز راوستل، د اسلام پر جغرافیو یې رپاند کړل.
د نبوت مهر په درج شوي د تور توغ تر سیوري لاندې په ټول امت کې د جهاد او قتال یو نوی باب پرانیستل شو، له مراکش تر فلسطین، او له صومال تر برصغیر پورې ځوانانو د معرکو میدان ته له ځانه سره وړ، د جهاد سپیڅلي کاروان یوه واحده رهبري او مرکزیت وموند، د اتحاد او اتفاق پر یو غولي راټول شول.
پر طیبه کلیمه د مزین تور تورغ پر نړۍ د اهتزار په تکل د امت صادقینو رجالو د نیویارک او پنټاګون دنګ دنګ برجونه رانسکور او د امریکا په اسمان کې د اعلاء کلمة الله لپاره په اور کباب او قربان شول.
جهاد مو د فتحې تر درشله رسیدلی و چې یو ناڅاپه د داعشي خوارجو تر نامه لاندې یوې دجالي فتنې ظهور وکړ، د اسلام د مبارک نوم څخه په استفاده یې د اسلام پر سپینه لمن د عار داغونه وټومبل.
د اسلامي امت د تېر ایستلو لپاره یې د اسلام تور توغ خپل نښان وټاکه، چې د خلافت، شریعت او د اسلام د برم د راستنېدو دعوې یې هم ورسره بدرګه کولې، د همدې سپیڅلو شعارونو تر چتر لاندې یې له نړۍ څخه په لسګونو زره ځوانان خپلو لیکو ته جذب او په یوه هلاکونکې فتنه کې ښکیل کړل.
د جهاد تر نامه لاندې یې داسې وحشتونه وکړل چې قلم یې پر لیکلو او ژبه یې پر ویلو شرمیږي، د جهاد له سپیڅلې کلیمې سره یې نفرتونه وزیږول، او د اسلام سپیڅلی دین یې د وژنې، دهشت او جنګونو دین امتونو ته ور تلقین کړ.
تر ننه د تور توغ په لیدلو سره د خلکو ذهن ته داعشي خوارج ورځي، او د اسلام دا سپیڅلی توغ همدوی پسې منسوبیږي، مګر داسې نه ده؛ دا د اسلام توغ دی، قادسیې او یرموک بیرغ، تر سیوري لاندې یې د فارس او روم سترې سترې امپراطورۍ ونړیدې، پر وچه او بحرونو حاکم وه، همدې توغ 800 کاله پر اسلامي اندلس کې د قرطبې، غرناطې او طلیطلې په دنګو منارونو رپا کوله.
د قلم او فکر د څښتنانو مسؤلیت جوړیږي چې اسلامي امت او نړیوال ددې غلط فهمۍ پر اړه وپوهوي او زموږ ارزښت همداسې ارزښت پاتې شي.