د اسلامي نړۍ د بې‌ثباتۍ مثلث؛ د داعش، آی‌اېس‌آی او صهیونیزم پټه همکاري

باچا کاکړ

پاکستان په ۱۹۴۷ ز کال کې له برېتانوي هند څخه جلا شو او په ظاهره یې خپلواکي ترلاسه کړه، خو په حقیقت کې دا هېواد هېڅکله ازاد نه شو؛ برېتانوي پوځ ووت، خو استعماري ذهنیت پاتې شو او یوازې یې خپل لباس بدل کړ.

له ایوب خان، تر باجوه او عاصم منیر پورې، په راولپنډۍ کې یو ګومارل شوي جنرال تل دا پرېکړه کړې چې د پاکستان د کړېدلو خلکو برخلیک به څه وي او کوم ذلت او رسوایي به وزغمي؛ هغه رژیم چې هېڅکله د دې خاورې د شریفو خلکو د خوښې وړ نه و او تل یې په زور حکومت پر اوږو بار کړی دی.

دغه بدنامه رژیم د خپل بقا لپاره د ملي بودیجې اویا سلنه پوځ ته ځانګړې کړې، په داسې حال کې چې په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۴۰ سلنې ته رسېدلې ده. ورسره جبري ورکېدل، له محکمې پرته وژنې او د طبیعي سرچینو لوټماري د پاکستان د ۷۸ کلن تاریخ یوه ناوړه څنډه جوړوي.

پاکستان له خپل پيدايښت راهیسې تل د اسلام او اسلامي شعارونو له نومه د اسلام او مسلمانانو د زیانمنولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخیستی دی. د دې هېواد تاریخ له خیانت او غدر ډک دی؛ یوه کوچنۍ بېلګه یې د هغو عرب مجاهدینو نیول او امریکا ته سپارل دي چې خپل اسوده ژوند او کورنۍ یې پرې ایښې وې او د اشغالګرو پر ضد د مبارزې لپاره راغلي وو.

که څه هم د داعشي خوارجو د راڅرګندېدو په پیل کې ځینو دا ډله د امت ژغورونکې ګڼله، خو نن دا حقیقت د هېڅ چا څخه پټ نه دی چې دغه ناوړه ډله یوازې د اسلام د کمزوري کولو یوه پروژه ده. همدې حقیقت پاکستان دې ته اړ کړ چې د دې ډلې غړي په خپله اجاره کړي او د خپلو شومو پروژو د پلي کولو لپاره یې وکاروي.

په دې باطله جبهه کې یوازې پاکستان او داعش نه وو، بلکې د صهیونیستي رژیم له خوارجو سره نږدې اړیکو د دې وینې تږي رژیم ته هم د مداخلې دروازه پرانیسته او په دې توګه د داعش، پاکستان او صهیونیزم تور مثلث جوړ شو؛ هغه مثلث چې هر لوری یې جلا نوم او نښه لري، خو د یوه ګډ هدف لپاره د یوه چتر لاندې سره راټول شوي او د اسلام پر ضد یې پلانونه پیل کړي دي.

په لاندې کرښو کې د دې شوم مثلث ځینې کړنې څېړو:

۱: د بلوچ ازادي‌غوښتونکو پر ضد جګړه:

د دې مثلث له ګډو موخو یوه دا وه چې د «بلوچ ازادي‌غوښتونکي پوځ» یا BLA قیام له منځه یوسي؛ هغه ډله چې د جغرافیې د بیلولو لپاره نه، بلکې د پاکستان د پوځ د ظلم او تېري پر ضد راپورته شوې ده.

هو! هغه ایالت چې د پاکستان ۷۰ سلنه ګاز برابروي، لا هم د هغه ۸۰ سلنه خلک له برېښنا محروم دي. د رېکوډېک او ساینډک کانونه د پوځ او چینایي شرکتونو له‌خوا لوټل کېږي، هېڅ ونډه یې د خاورې اصلي مالکینو ته نه رسېږي او په زرګونو نور ظلمونه او جنایتونه شته چې د دې لیکنې په منځ کې نه ځایېږي.

۲: د تحریک طالبان پاکستان پر ضد مبارزه:

د پاکستان د پراخو تبلیغاتو او غلطو دعوو خلاف، تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه وارده شوې ډله نه ده؛ بلکې دا د پاکستان د پوځ د کلونو ظلم او ستم محصول دی. د سوات، وزیرستان او مهمند خونړي عملیات چې زرګونه ملکيان یې ووژل، مدرسې یې ورانې کړې او میلیونونه خلک یې بې‌کوره کړل، د دې خاورې د خلکو په ځوان نسل کې د قیام روحيه راویښه کړه.

د تحریک طالبان پاکستان هر غړی پاکستانی دی او د دوی دښمني له هغه پوځ سره ده چې له اویا کلونو راهیسې پښتانه د دویمې درجې اتباع په توګه ګڼي؛ هغه دښمني چې نن تر هر بل وخت ژوره شوې او د پاکستان د پوځي رژیم بنسټونه یې لړزولي دي.

۳: د افغانستان د اسلامي نظام پر ضد مقابله:

د پاکستان، داعش او اسرائیلو د دې شوم اتحاد تر ټولو مهم هدف بې له شکه د افغانستان د اسلامي نظام کمزوري کول دي؛ هغه نظام چې څلور کاله کېږي رامنځته شوی او په همدې موده کې یې د خپلواک اسلامي حکومت عظمت نړۍ ته څرګند کړی دی.

داعش خوارج د امریکا د اشغال پر مهال هم د افغان مجاهدینو د کمزوري کولو هڅې کولې، خو چې کله په افغانستان کې وځپل شول، اوس د پاکستان د آی‌اېس‌آی او د صهیونیستي موساد تر سیوري لاندې له هېواده بهر روزل کېږي او وخت ناوخت هڅه کوي چې په افغانستان کې تخریبي اعمال ترسره کړي. خو د اسلامي نظام د سرښندونکو سرتېرو له‌خوا د دوی ټولې دسیسې تر اوسه شنډې شوې دي.

شاید لوستونکي ته پوښتنه پیدا شي چې ولې صهیونیستي رژیم باید د پاکستان او داعش ترڅنګ ځای ونیسي؟
ځواب یې لنډ دی: ګټه.

صهیونیزم تل هڅه کړې چې د مسلمانانو په منځ کې بې‌ثباتي رامنځته کړي، څو هېڅ خپلواک او متحد اسلامي ځواک راڅرګند نه شي. د بلوچ قیام ځپنه، له پاکستاني طالبانو سره د پردې تر شا جګړه او د افغانستان اسلامي نظام ته فشار هغه کړنې دي چې د اسلامي نړۍ انرژي مصرفوي او د یو ځواکمن اسلامي ځواک د راټوکېدو مخه نیسي.

له همدې امله ویلای شو چې داعش او آی‌اېس‌آی یوازې وسیلې دي؛ د بې‌ثباتۍ، تفرقې او د هر خپلواک اسلامي حکومت د ځواکمنېدو د مخنیوي وسیلې.

Exit mobile version