د اسلامي نظام مزاياوې! لومړۍ برخه

أحمد راشد الزرقاء

په نړۍ کې دوه ډوله نظامونه حاکم دي، لومړی هغه نظام چې د بشر د عقل او فکر محصول وي، دا ډول نظامونه د انسانانو لخوا وضع کېږي، لکه څنګه چې په معاصرو ټولنو کې پوهان او سیاستوال سره کښېني او د خلکو لپاره قوانین جوړوي، خو دا قوانین د انسان د خواهشاتو تابع وي او په اسانۍ سره بدلېدلی شي، لکه څنګه چې علامه عبدالقادر عوده رحمه‌الله په خپل مشهور کتاب المال والحکم فی الاسلام کې ليکلي:

القوانين والانظمة التی یضعها البشر قابلة للتبديل، والتعديل، والالغاء اذا ما قضت بذالک اهواء البشر

ژباړه: هغه قوانین او نظامونه چې بشر وضع کړي، تل د بدلون، تعدیل او لغوه کېدو وړ دي، کله چې د انسان غوښتنې پکې نه پوره کېږي.

دوهم الهي نظام دی، چې د الله تعالی لخوا ټاکل شوی، کامل، ثابت، عادلانه او د انساني اړتیاوو مطابق دی، همدا الهي نظام د اسلام له لارې بشریت ته وړاندې شوی دی.

علامه عبدالله طريقي په خپل کتاب الامامة فی الاسلام کې ليکلې دي چې الهي نظام د اول نه تر قیامته پورې په هره زمانه کې په هر ځای کې د هر ډول خلګو لپاره يو ګټور نظام دی، د زمان او اوضاعو په نسبت سره په کې تغير او تبديل نشي راتلای.

اسلام یو جامع او کامل دین دی، چې یوازې د فرد اصلاح نه؛ بلکې د ټولنې سمون، د عدالت تامین، د امنیت رامنځته کول او د الهي نظام د حاکمیت لپاره راغلی دی، نو پر هرې اسلامي ټولنې واجب دي، چې تر هر څه وړاندې یو اسلامي نظام رامنځته کړي، ځکه د اسلام ستر اهداف د یوه عادلانه او منظم حکومت پرته نشي پوره کېدای.

له دې حقیقته غوره شاهد د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل دی، چې له هجرت وروسته یې په مدینه منوره کې اسلامي حکومت جوړ کړ، له همدې لارې یې عدالت نافذ کړ، د الله تعالی حدود یې قایم کړل، د خلکو تربیه یې وکړه او الهي احکام یې تطبیق کړل، دا موږ ته دا درس راکوي، چې د اسلام تطبیق یوازې د اسلامي دولت له لارې ممکن دی.

که اسلامي حکومت نه وي، د اسلام ټولنیز، تعلیمي، قضایي او عبادي نظامونه نیمګړي پاتې کېږي او ډېر داسي احکام شته چي بې له حکومته نشي تطبيقيدلای؛ لکه جهاد، زکات، غنایم، قصاص، حدود او امر بالمعروف، دا ټول سیاسي او ټولنیز احکام دي، نه یوازې فردي عبادات، په بشري تاریخ کې هر ملت د خپل سیاسي او نظامي جوړښت له برکته ژوندي پاتې شوی، نو د اسلامي امت بقا، امنیت او پرمختګ هم د اسلامي نظام په شتون پورې تړلی دی.

نو په همدې اساس ،موږ به په دې سلسله کې د اسلامي نظام مزاياوې یو په بل پسې بیانوو، تر څو دا حقیقت روښانه شي چې دا الهي نظام د بشر لپاره ولې غوره حل دی، د امت د یووالي، عدالت، نجات او الهي رضا کلید څنګه ګڼل کېږي.

Exit mobile version