تر دې دمه مو د اسلامي نظام اته مزاياوې لوستلې دي، پاتې نورې مزاياوې په لاندې ډول دي:
۹ ــ اسلامي نظام یو اخلاقي نظام دی
کله چې موږ د “اسلامي نظام” نوم اخلو، ډېر ذهنونه سمدلاسه د قوانینو، جزاګانو او فقهي احکامو تصور کوي؛ خو حقیقت دا دی چې اسلامي نظام تر هر څه وړاندې یو اخلاقي نظام دی، دا یو داسې نظام دی چې د انسان د ظاهري او باطني اصلاح بنسټ پرې ولاړ دی.
د اخلاقو تعریف
“اخلاق” د “خُلق” جمع ده، په لغت کې د طبیعت او خصلت معنا لري، او د علماو په اصطلاح کې داسې تعریفېږي:
هيئةٌ للنفسِ راسخةٌ، تصدُرُ عنها الأفعالُ بسهولةٍ ويُسرٍ، من غيرِ حاجةٍ إلى فكرٍ وروية.
ژباړه: اخلاق د انسان په نفس کې یو پیاوړی حالت (هیئت) دی، چې له مخې یې کړنې په آسانۍ او بې له فکري درنګ څخه تر سره کېږي.
اوس که دا حالت داسې وي چې له مخې یې صادرېدونکي اعمال د شرع او عقل له نظره نیک او ستایل شوي وي، نو دې ته “حُسن خُلق” یا نېک اخلاق وايي؛ او که برعکس، بد اعمال ترې صادریږي، نو دا “سوء خُلق” یا بد اخلاق بلل کېږي.
په بل عبارت: اخلاق د هغو صفاتو مجموعه ده چې په نفس کې ټینګې رېښې لري، او د هغو په رڼا کې انسان یو کار ښه یا بد ګڼي، او بيا يا یې تر سره کوي، يا ترې ځان ساتي. انسان مخکې له دې چې یو عمل وکړي یا ترې ډډه وکړي، هغه کار تلي او سنجوي، دا سنجونه مستقیماً د هغه د نفس اخلاقي معیار پورې اړه لري.
همدا راز، هر انسان مکلف دی چې د ښه او بد عمل ترمنځ توپير وکړي، او دا ارزونه باید د هغه نه جدا کېدونکی خُلق وګرځي، لکه څنګه چې سپينوالی یا توروالی د انسان طبعي ځانګړنې دي.
په اسلام کې د اخلاقو مقام:
عقل او سلیم فطرت، دواړه نېکو اخلاقو ته لوړ مقام ورکوي، او دا یو منل شوی حقیقت دی، ځکه چې اسلام یو فطري دین دی، او همدا وجه ده چې اخلاقو ته يې ډېر ارزښت ورکړی دی، قرآن کریم د رسول الله صلی الله علیه وسلم صفاتو کې تر ټولو لوړ مقام اخلاقو ته ورکړی، الله تعالی فرمایي: “وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ”
ژباړه: بېشکه ته (ای محمد صلی الله علیه وسلم) د لوړو اخلاقو پر ستر مقام يې. (القلم: ۴)
همدارنګه الله تعالی بل ځای فرمایي: “إِنَّ اللَّهَ يَأمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى…”
ژباړه: بېشکه الله د عدل، احسان او د خپلوانو سره د ښېګڼې امر کوي… (النحل: ۹۰)
امام مالک رحمه الله په “موطا” کې یو حدیث روایت کړی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: “إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلَاقِ”
ژباړه: زه یواځې د اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم.
همداراز، امام ابن القيم رحمه الله وايي: “الدين كله خلق، فمن زاد عليك في الخلق، فقد زاد عليك في الدين.”
ژباړه: ټول دین اخلاق دي؛ څوک چې په اخلاقو کې تر تا زیات وي، په دین کې هم تر تا لوړ دی.