د اسلامي نظام مزاياوې! دویمه برخه

أحمد راشد الزرقاء

اسلامي نظام چې د الله جل جلاله له لوري نازل شوی یو سپېڅلی الهي نظام او قانون دی، د بشري وضعي نظامونو په پرتله ځانګړي خصوصيات لري، دلته به موږ د اسلامي نظام مهمې مزاياوې په ترتیب سره در وپیژنو.

۱:- رباني نظام:

د اسلامي نظام یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې دا نظام الهي (رباني) دی، دا مفهوم دوه برخې لري:

۱: د سرچینې او منبع له نظره الهي نظام دی

۲: د هدف او مقصد له نظره الهي نظام دی

الف: د سرچینې له نظره الهي والی:

د اسلامي نظام سرچینه د نورو مذهبونو یا نظامونو په څېر د انسان، یو قوم، یوه کورنۍ، یوې ډلې، ګوند یا ملت غوښتنه نه ده، بلکې دا نظام د الله جل جلاله له خوا د جبرائیل امین په واسطه پیغمبر ته نازل شوی دی او د بشریت د خالق د حکمت او مشیت پر بنسټ ولاړ دی.

الله جل جلاله په قرآن عظيم الشان کي په بيلابيلو آيتونو کې دا مسئله بيان کړې ده، چې له جملې څخه يې

۱: {أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ}* [المائده: ۵۰]

«ایا دوی د جاهلیت (بې دینه) قانون غوښتنه کوي؟

۲: {وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَـٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ}* [المائده: ۴۴] «چا چې د هغه څه پر بنسټ چې الله جل جلاله نازل کړی حکم ونه کړ، همدوی کافران دي.»

۳: {وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ}* [المائده: ۴۷] «چا چې د الله جل جلاله د نازل کړي حکم پر بنسټ حکم ونه کړ، همدوی فاسقان دي.»

۴: {وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ}* [المائده: ۴۵] «چا چې د الله جل جلاله د نازل شوي حکم پر بنسټ فیصله ونه کړه، همدوی ظالمان دي.»

دا آیتونه څرګندوي چې اسلامي نظام د الله جل جلاله له لورې نازل شوی قانون دی، نه د انسان له خوا جوړ شوی.

ب: د هدف له نظره الهی والی:

اسلامي نظام یوازې د نظام جوړونې یا دولت‌مندۍ لپاره نه دی، بلکې موخه یې د انسان د خلاصي، عدالت، توحید، او د الله جل جلاله د بندګۍ پراخول دي، دا نظام د بشر ټول ژوند ته الهام بخښي، د دنیوي او اخروي کامیابۍ تضمین کونکی دی او انسان ته له ضلالت څخه نجات ورکوي.

الله ج په قرآن کریم فرمايي: «قُلْ إِنَّ صَلَاتِی وَنُسُكِی وَمَحْیَایَ وَمَمَاتِی لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِینَ، لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ» – الأنعام: ۱۶۲–۱۶۳

ژباړه: «وایه! زما لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ ټول د رب العالمین لپاره دي، هغه بې شریکه دی، زه د دې (عبادت) لپاره مامور شوی یم، او زه له لومړیو مسلمانانو یم.»

Exit mobile version