د اسلامي جغرافیې په تجزیه کې د تش په نومه اسلامي ډلو رول!

سعید فاتح

مدني دولت د لومړني اسلامي دولت په توګه پیل شو، په ډېر لږ وخت کې یې خپلې ریښې قوي کړې، هره ورځ د لمر ختلو سره سم به د اسلامي دولت جغرافیه پراخیده او ډلې ډلې خلګ د مسلمانانو په ټولۍ کې شاملیدل. له مکې او مدینې څخه وروسته د هر خلیفه په واکمنۍ کې د نړۍ لوی لوی او مهم ښارونه ونیول شول، اسلامي دولت پراخ شو او په دې ښارونو کې داسې سیمې هم وې چې د زیاتو پیغمبرانو علیهم السلام په وخت کې یې د مرکزیت رول درلود، خاص عظميت یې خپل کړی وو او پیغمبران ورته رالیږل شوي وو.

دا هره یوه سیمه په زیاته سختي او ډيرو قربانیو فتحه شوې وه، خو هغه مهال د جنګي قومندانانو ځیرکتیا، ایمان او د رب جل جلاله نصرت د فتحې لاملونه وو. هیڅ داسې طمعه نه کیده چې یادې سیمې به زموږ له لاسه وزي او یو ځل بیا به کفار پرې حاکمیږي او د اسلامي دولت په نوم واحده خاوره به ۵۷ ټوټې کیږي. خو بدبختانه د خپل منځي اختلاف، فساد او د مسلمان په جامه کې د اسلام دښمنان د یادو ښارونو د سقوط او تجزیې لوی لاملونه وو.

واحده اسلامي خاوره زمونږ د توقع خلاف ۵۷ ټوټې شوه، لا هم د دښمن زړه نه دی یخ شوی او غواړي تر ۸۸ ټوټو یې وویشي، خو د سیمې مالک لا هم د غفلت په خوب ویده دی. بیت المقدس د ابو عبیده بن الجراحؓ، دمشق د خالد بن ولید او ابو عبیدهؓ، مصر د حضرت عمرو بن العاصؓ، اندلس د طارق بن زیاد رحمه الله، غرناطه د احمد بن الاحمر رحمه الله، استانبول د سلطان محمد فاتح رحمه الله، سمرقند او بخارا د قتیبه بن مسلم رحمه الله، بلخ د احنف بن قیسؓ، دهلي د محمد غوري، لاهور د سلطان محمود غزنوي، کاشغر د ستوق بغرا خان، مشهد د عبدالله بن عامرؓ او تبریز د حذیفه بن یمانؓ د لاس نښې وې، چې مونږ ته راپاتې وې، له دې ور هاخوا نور لسګونه ښارونه وو چې موږ ته فتحه شوي وو او د هرې سیمې فرعون د وخت موسی د هلاکت کندې ته ټیل وهلی وو.

خو دښمن زمونږ په منځ کې واک غوښتونکي اشخاص وروزل، د اسلام په نوم یې د خپلو موخو لپاره د تش په نوم مسلمانان جاسوسان کړل او له هغو څخه یې ډلې رامنځته کړې، په وروستیو وختونو کې یې په ټولو اسلامي ښارونو کې سیاسي ګوندونه ایجاد کړل، چې د دوی د تجزیې او نیولو په پالیسي کې ډیر موثر ورته تمام شول.

د تجزیې لپاره د اُمت په منځ کې بیا هغه ډلې ډیرې خطرناکې وې، کومو چې نظامي فعالیتونه، کودتاوې او جګړې کولې لکه اوسني داعش. چې د هر اسلامي ښار د امن لپاره لوی خنډ دي، تل یې د حملو هدف اسلامي ښار، مسلمانان او یا هم اسلامي حکومتونه وي. له تاسیس تر ننه یې اسلام شعار ګرځولی، ټولې کړنې یې د اسلام د کمزوري کولو او د اسلامي حکومتونو د سقوط لپاره دي.

Exit mobile version