د اسلامي امارت په وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! شپږ ويشتمه برخه

مولوي احمد علي

شیخ عبد السلام رحمه الله او موالات:

په تفسیر “احسن الکلام” کې شیخ عبد السلام رحمه الله د سورة ممتحنې په تفسیر کې فرمايي چې د ولایت درې مرتبې دي:

اوله مرتبه: له کافرانو سره د کفر او شرک په کارونو کې د عقیدې په اساس ملګرتیا کول، کفر دی.

دویمه مرتبه: له کافرانو سره د کفر او شرک په کارونو کې کالي یا بدني مرسته کول، که څه هم په کفر او شرکت کې شرکت نه وي، دا کبیره ګناه ده.

دریمه مرتبه: د کافرانو توقیر او عزت کول، يا د هغوی څخه مشر جوړول او یا یې د اکرام لپاره درېدل او وغیره، دا هم ګناه ده، او دا ټولې مرتبې په دې نهي کې داخلې دي.

فقیه العصر مفتي محمد فرید رحمه الله:

فقیه العصر مفتي محمد فرید رحمه الله په فتاوا فریدیه کې د یو سوال په جواب کې فرمایي:

په افغانستان کې د اسلام دعوه کونکي درې ډوله خلک دي:

اول هغه خلک چې کمونيزم او اشتراکیت د ترقۍ او پرمختګ ذریعه ګڼي او اسلام نعوذ بالله د پسماندګۍ او شاتګ ذریعه ګڼي، دا خلک پرته له شک او شبهې کافران دي.

دویم هغه خلک چې کمونيزم او اشتراکیت باطل ګڼي، مګر د ویرې او جبر له وجې څخه په ظاهره د کمونستانو سره موافقت کوي، دا ډله مسلمانه ده خو په دوی باندې هجرت کول ضروري دی.

درېيمه هغه خلک چې صرف د دنیوي مفاداتو او ګټو په خاطر په دې خبیث جماعت او ډلې کې وي، نور مرتد شوي نه وي، او نه د دوی په څېر عقیده لري، دا خلک پرته له شک او شبهې فاسقان او فاجران دي.

حضرت اقدس مولانا محمد ادریس كاندهلوي رحمه الله:

حضرت اقدس مولانا محمد ادریس کاندهلوي (رحمه الله) د موالاتو په باره کې فرمايي: د کافرانو سره د موالاتو یعنې محبت کولو درې ډولونه دي:

یو دا چې د دین په تړاو مینه ور سره وکړي، دا قطعاً کفر دی.

دویم دا چې په زړه سره يې د هغه دین او مذهب بد راځي، مګر په دنیوي معاملاتو کې ورسره د ښايسته اخلاقو مظاهره کوي، دا صورت بالاجماع جائز دی، بلکې په یوه درجه کې مستحسن دی.

دریم صورت د دغه دواړو صورتونو په منځ کې دی، هغه دا چې د زړه نه يې د کافرانو دین بد اېسي، مګر د کومې خپلوۍ په وجه، یا د دوستۍ په وجه او یا د دنیوي غرض په خاطر ورسره دوستانه تعلقات لري او مرسته او اعانت يې کوي، یا ورته د مسلمانانو جاسوسي کوي، دا صورت کفر نه دی مګر سخته ګناه ده.

د حاطب رضي الله عنه په کيسه کې دا صورت راغلی و چې د خپلوانو په وجه يې د مسلمانانو په مقابله کې د کافرانو مرسته وکړه او د هغوی سره يې یو ډول احسان او ښېګڼه وکړه، د سورة ممتحنې نزول د دغه قسم موالاتو د ممانعت لپاره شوی، د حضرت مولانا محمد ادریس کاندهلوي رحمه الله عبارت په لاندې ډول دی:

“كافروں سے موالات یعنی محبت كی تين صورتیں ہیں: ايک یہ کہ ان كو دينی حيثيت سے محبوب ركھا جائے، يه قطعاً كفر ہے۔ دوسری صورت يہ ہے كه دل سے ان كے مذہب اور دين كو برا سمجھے، مگر معاملات دنیوی ميں ان سے خوش اسلوبی كے ساتھ پيش آئے، يہ بالاجماع جائز، بلكہ ايک درجہ ميں مستحسن بھی ہے۔ تیسری صورت ان دونوں صورتوں كے بین بین ہے، وه یہ کہ دل سے تو ان کے مذہب كو برا سمجھے مگر كسی قرابت يا دوستی يا دنيوی غرض كی وجہ سے ان سے دوستانہ تعلقات ركھے، اور ان كی اعانت اور امداد كرے، يا كسی وقت مسلمانوں كی جاسوسی كرے، يہ صورت كفر تو نہیں مگر سخت گناه ہے۔ حاطب ابن ابی بلتعه كے قصہ ميں یہی صورت پيش آئی كه انہوں نے اپنی قرابت كی وجہ سے كفار كی مدد کی اور ان كے ساتھ ايک قسم كا سلوک اور احسان كيا۔ سوره ممتحنہ كا نزول اسی قسم كی موالات كی ممانعت كے ليے ہوا ہے۔ (معارف القران ج: 1، ص: 595)

مفتي اعظم پاکستان مفتي محمد شفیع رحمه الله:

مفتي اعظمِ پاکستان مفتي محمد شفیع (رحمه الله) د سورة آل عمران د دغه آیت ﴿لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُوْنَ الْكٰفِرِيْنَ اَوْلِيَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِيْنَ ج وَمَنْ يَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللّٰهِ فِىْ شَىْءٍ اِلَّاۤ اَنْ تَتَّقُوْا مِنْهُمْ تُقٰىةً ط وَيُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفْسَهٗ ط وَاِلَى اللّٰهِ الْمَصِيْرُ ٢٨﴾ په تفسیر کې لیکي چې د تعلقاتو ساتلو مختلفې درجې دي:

(۱)ـ موالات

(۲)ـ مواسات

(۳)ـ مدارات

(۴)ـ معاملات

یوه درجه د زړه سره موَدّت او محبت کول دي، چې دې ته موالات وايي، دا د مسلمان لپاره نه دي جائز چې د کافرانو سره يې وساتي.

دویمه درجه د مواساتو ده، مواسات معنا همدردي، خیرخواهي او نفع رسول دي، دا د حربي کافرانو څخه علاوه د نورو کافرانو سره جائز دي.

دریم مدارات دي چې ظاهري خوش اخلاقي او دوستانه اسلوب ته ويل کېږي، دا هم د ټولو کافرانو سره جائز دي، خو موخه د دې څخه دیني نفعه رسول وي، یا مېلمه پالل وي، یا د هغه د شر او ضرر څخه ځان ساتل وي، دَ ﴿اِلَّاۤ اَنْ تَتَّقُوْا مِنْهُمْ تُقٰةً﴾ کې هم دغه درجه د مدارات ده.

څلورمه درجه د معاملاتو ده چې د کافرانو سره د تجارت، اجرت، ملازمت، صنعت او حرفت معاملات جائز دي، بغير له هغه صورتونو څخه چې په هغه کې عامو مسلمانانو ته نقصان وي.

 

 

 

 

 

 

 

Exit mobile version