د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شريعت په چوکاټ کې له پيله تر اوسه داسې سياسي تګلاره خپله کړې چې بنسټ يې پر خپلواکۍ، متقابل احترام او د نه مداخلې پر اصل ولاړ دی. اسلامي امارت نه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله کړې او نه هم چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان د حاکميت او حريم نقض وکړي. د همدې اصل پر بنسټ، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې شخړې او اختلافات د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي، ځکه دوامداره ثبات د جګړې له لارې نه، بلکې د عقلاني تعامل له لارې تأمينېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي مذاکرات هم د همدې پاليسۍ تسلسل و. اسلامي امارت په عملي ډګر کې دا وښودله چې د ستونزو د حل اراده لري. د بېلګې په توګه؛ د فرضي کرښې په اوږدو کې يې له هر ډول تحريک او پېښې له رامنځته کيدو ډډه کړې، علماوو ته يې مراجعه کړې څو د شرعي اصولو له مخې حل لاره وړاندې کړي او قبايلي کډوال يې د نظم او کنټرول لاندې راوستي دي، ترڅو هېڅ لوری د ناامنۍ د پلمې په توګه ورڅخه استفاده ونه کړي. دا اقدامات څرګندوي چې اسلامي امارت يوازې په خبرو بسنه نه ده کړې، بلکې عملي ګامونه يې هم پورته کړي دي.
خو په مقابل کې د پاکستان پوځي رژیم شريرې او اجيرې کړۍ، چې له کلونو راهيسې د دغه هېواد پر سياست يې سيوری غوړولی، د ستونزو حل په سوله ييزه بڼه نه غواړي. د پاکستان دننه روانې ناامنۍ، چې ريښې يې تر ډېره د جنرال پرويز مشرف د دورې تر سياستونو رسېږي، د همدې تګلارې پايله ده. هغه مهال چې پاکستان د افغانستان د اشغال ملاتړ وکړ او په قبایلي سيمو کې يې پراخ پوځي عمليات ترسره کړل، ډرون بريدونه وشول، زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې او ګڼ شمېر ځوانان يا ووژل شول او يا ورک شول.
د دې سياستونو ټولنيزې او امنيتي اغېزې تر ننه دوام لري.
اوس هم د پاکستان پوځ له ګڼو داخلي ستونزو سره مخ دی. سياسي اختلافات، د واک پر سر کشمکش، د مخالفينو ځپل او اقتصادي کړکېچ هغه واقعيتونه دي چې د پاکستان سياسي فضا يې متأثره کړې ده. کله چې يو نظام له کورنيو ناکاميو سره مخ شي، ډېری وخت هڅه کوي چې د بهرنيو پلمو په جوړولو سره د خلکو پام واړوي. پر افغانستان تورونه لګول او يا د سرحدي پېښو رامنځته کول، د همدې سياست يوه برخه ښکاري.
د افغانستان هوايي حريم باندې تېری، د ملکي وګړو په نښه کول او د مذهبي ارزښتونو نه مراعات کول هغه کړنې دي چې نه يوازې د ګاونډيتوب له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د اسلامي او نړيوالو اصولو خلاف هم دي. اسلامي امارت په ځينو مواردو کې سخت ځواب ورکړی، خو په ډېرو حالاتو کې يې د مذاکراتو د دوام په موخه حوصله کړې او د تاوتريخوالي د پراخېدو مخه يې نيولې ده. دا چلند د ضعف نه، بلکې د سياسي بلوغ او مسؤليت نښه ده.
سره له دې، هر صبر حد لري. افغان ملت تاريخاً دا ثابته کړې چې د خپل حاکميت او عزت دفاع يې تل کړې ده. اسلامي امارت که څه هم د سولې او خبرو اترو لاره لومړيتوب ګڼي، خو د هېواد د امنيت او خلکو د خوندیتوب په برخه کې به هېڅکله بې تفاوته پاتې نه شي. که مقابل لوری د شخړې دوام ته ليواله وي، طبيعي ده چې د خپلو کړنو پایلې به هم وويني.
په ټوله کې، د افغانستان اسلامي امارت موقف روښانه دی: ستونزې بايد د مذاکراتو له لارې حل شي، متقابل احترام دې وساتل شي، او هر هېواد دې د بل حاکميت ته درناوی وکړي. که دا اصل مراعات شي، ثبات تأمينېدای شي؛ خو که څوک د جګړې او فشار لاره غوره کوي، نو د تاريخ تجربه ښيي چې افغانان به د خپل حق دفاع وکړي. اسلامي امارت تر اوسه د زغم، تدبير او سياسي مسؤليت نمونه وړاندې کړې ده، خو که اړتيا پېښه شي، د خپل ولس د عزت او امنيت د ساتنې لپاره به قاطع تصميم هم ونيسي.
