د اسلامي امارت او داعش د ليدلوري توپيرونه!

اسد غورځنګ

#image_title

د اسلامي امارت او داعش د لیدلوري توپیرونه!
اسد غورځنګ

د افغانستان د اسلامي امارت او د داعش تر منځ د لیدلوري او ستراتیژۍ په اړه ډېر بنسټیز، اسلامي او سیاسي توپیرونه شتون لري.

اسلامي امارت چې آن له پیله د یو ثابت او باوري حرکت په حیث پاتې شوی دی، په ډېرو اسلامي، کلتوري، بنسټیزو او سیاسي تعلقاتو کې له داعش سره ژور او څرګند توپیر لري، موږ دلته د بېلګې په توګه په ځینو موضوعاتو کې د داعش او اسلامي امارت توپیر او دریځ ته کتنه کړې، هیله ده لوستونکي به یې په ښه توګه ولولي.

۱:- اسلامي امارت:
اسلامي امارت د افغانستان په جغرافیایي حدودو بشپړ تمرکز لري، د افغانستان دننه د شریعت په پلي کولو ټینګار کوي او یو منظم رهبري جوړښت لري چې د “امیرالمؤمنین” تر قیادت لاندې فعالیت کوي، دوی خپل امیر د شورا له لارې ټاکي او خپل تصمیمونه د مشورې پر اساس نیسي.

اسلامي امارت د یو باثباته حکومت جوړولو ته ژمن دی او ټوله هڅه یې دا ده تر څو دولتي ادارې یې فعالې او خدمتونه یې په نورمال شکل وړاندې شي، اسلامي امارت د شریعت د تطبیق لپاره د اعتدال لاره غوره ګڼي او د سیمې کلتوري او دودیزو اصولو ته پام کوي.

د یاد خوځښت چارواکي او افراد په عمومي ډول د تکفیر په مسله کې محتاط دي، یوازې هغه څوک مرتد ګڼي چې ښکاره د کفر مرتکب شي، د اسلامي امارت مشران او افراد په عمومي سطحه د اهل السنة والجماعة د حنفي مذهب پیروان دي.

هغوی د حنفي مذهب د فقهې او اصولو پیروي کوي او د دې مذهب د علماؤ نظريې ته ډېر اهمیت ورکوي، د دې تر څنګ د اهل السنة والجماعة نورو مذاهبو ته بشپړ احترام او پوره درناوی لري، دغه راز په نظري توګه د مذهبي اقلیتونو (لکه شیعه ګانو) د خوندي ساتلو مسؤلیت ته جدي پاملرنه کوي.

د اسلامي امارت چارواکي او افراد د عامو خلکو له بشپړ ملاتړ او همکارۍ څخه برخمن دي، دوی د خلکو د مشکلاتو، شکایتونو او ستونزو په رفع کولو کې جدي برخورد او چابک اجرآت ترسره کوي او ډېری وختونه له عامو خلکو سره د حکومتولۍ، ادارې او پرمختګ په برخه کې مشورې کوي.

اسلامي امارت د اسلامي نړۍ له هېوادونو او وګړو سره د اړیکو جوړولو هڅه کوي او ځان د اسلامي نړۍ د یووالي ملاتړی ګڼي، دوی د نورو اسلامي حرکتونو او هېوادونو په چارو کې ډېری وخت له مداخلې ډډه کوي، د اسلامي امارت دریځ د بشپړ شریعت په پلي کولو ولاړ دی، له افراط او تفریط ډډه کوي، د قرآني آیتونو او حدیثونو تفسیر د حنفي مذهب د علماؤ په لارښوونه ترسره کوي.

۲:- داعش:
داعش په درواغو د نړیوال خلافت ادعا لري او غواړي تر څو د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره خلک له دې طریقه وغولوي، دوی هر ډول دودیز جوړښتونه ردوي او یوازې خپله سخت دریځه نظریه مني، داعش په خپلو ساحو کې هر ډول مخالفت په ډېره شدیده توګه ځپي او د خپل باطل فکر په اساس ټوله اسلامي نړۍ بې ثباته کوي، هر هغه څوک چې د دوی له نظریاتو سره موافق نه وي مرتد یې ګڼي.

داعش د وحشت خپرولو لپاره بې‌رحمانه تکتیکونه کاروي، لکه د خلکو عامه وژنه، بمونه او د مظاهرو وېډیوګانې خپرول، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي، دوی یو دیکتاتوري جوړښت لري چې مشر یې مطلق واک لري، د شورا رول کمزوری دی او د هرې بې‌وفایۍ پر وړاندې سخت عکس‌العمل ښايي.

داعش د حکومت جوړونې پر ځای د جګړې پراخولو او ویرې خپرولو ته لومړیتوب ورکوي، چې د یوې دوامداره ادارې جوړولو لپاره یې هڅې ناکامې شوې دي، داعش د شریعت په تطبیق کې بې‌رحمي ښيي او یوازې خپل سخت‌دریځه تفسیر مني؛ هغوی په دې باور دي چې هر ډول دود یا سیمه‌ییز کلتور چې د دوی له تفسیر سره سمون ونه لري، باید له منځه یووړل شي.

داعش د تکفیر په مسئله کې ډېر سخت‌دریځه دي، هغوی په پراخه کچه هغه مسلمانان چې د دوی له تعبیر سره موافق نه وي، مرتد ګڼي؛ حتی هغه ډلې چې په نظري توګه د اسلامي نظام ملاتړ کوي (لکه طالبان) هم د دوی له نظره ګمراه او له دینه لرې ګڼل کېږي، داعش په مذهبي لحاظ سخت‌دریځه تفسیرونه مني او د حنفي، شافعي، یا نورو فقهي مذهبونو پیروي ردوي، هغوی یوازې د خپل تعبیر پر بنسټ عمل کوي.

دوی د آیتونو او حدیثونو سخت‌دریځه او مطلق تفسیر وړاندې کوي، هغوی خپلې نظریې ته د هر څه څخه پورته اهمیت ورکوي او د نورو تفسیرونه ردوي، داعش د خلکو سره په چلند کې سخت‌دریځه او بې‌رحمه دی؛ هغوی د وېرې او وحشت له لارې په خلکو اطاعت مني، عام خلک که د هغوی له نظریاتو سره موافق نه وي، د کفر یا خیانت په تور وژل کیږي.

داعش د خلکو له اقتصادي سرچینو او شتمنیو څخه د سختې ګټې اخیستو لپاره مشهور دی، هغوی خلک مجبوروي چې لوړې مالیې ورکړي او که څوک یې د امر اطاعت ونه کړي، د شدیدو سزاګانو سره مخ کیږي، په ټوله کې د داعش او اسلامي امارت تر منځ ژور توپیرونه موجود دي چې موږ یو څو د بېلګې په توګه وړاندې کړل.

هرماس الافغاني
Exit mobile version