د اسلامي أمت د زوال لاملونه! پنځمه برخه

مفتي بشیر احمد مهاجر

۶:- اخلاقي فساد

دا هغه لامل دی چې په ټولنه یا هم د مسلمان په وجود کې د اسلامي اخلاقو او اصولو څخه سر غړونه وشي، اخلاقي فساد پر دوه ډوله دی، یو اخلاقي فساد په ټولنه کې وي، دويم ډول اخلاقي فساد بیا په شخصي ژوند کې وي.

۱:- په ټولنه کې اخلاقي فساد:

درواغ ویل، دوکه کول، چل او فريب کول، غیر شرعي معاملات کول، او د هغه سره – سره خودغرضي، چې د خپلو مفادو او ګټو لپاره د بل تاوان ته پکې نه کتل کېږي، غلا او غصب کول، په ناپ او تول کې کمی کول، شر او فساد خپرول؛ دا ټول د اخلاقي فساد لاملونه دي، چې په ټولنه کې بې باوري رامنځته کوي او اعتماد له منځه وړي.

۲:- په شخصي ژوند کې اخلاقي فساد:

په شخصي ژوند کې اخلاقي فساد هغه څه دي چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له طریقو څخه انحراف او سرغړونه پکې وي، ځکه د مسلمان لپاره دا پکار ده، چي پر خپل ځان اسلامي اصول او معيارونه پلي کړي، مثلا: لکه پتلون (پېنټ شټ) که څه هم اغوستل يې جواز لري خو د مسلمان لپاره اخلاقاً مناسب نه دي، ځکه د مسلمان باید داسې عزتمند لباس وي چې د عزت د خوندیتوب لامل شي.

دغه‌راز، عمامه یا لنګوټه تړل؛ دا موږ باید د ځان عادت وګرځوو، ځکه هغه سيکان چي مذهب یې ټول درواغ او خرافات دي، هغه په دا خپله مروجه لنګوټه دومره ټینګ دي، نو موږ ولې د خپل پلرونو او نيکونو په ټوله کې د سلفو سنت پر ځمکه غورځوو؟ همدرانګه د ښځو په لباس کې باید مسلمانې خوېندي داسې لباسونه جوړ کړي، چې عزت یې پکې خوندي وي او داسې جامې واغوندي چې نور خلګ د دې په خاطر په فتنه کې ونه لوېږي.

همدا ډول، د الله تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم مبارک سنت “ږيره” مبارکه چې په مټ يې د نر او ښځې ترمنځ توپیر ورسره راځي، دا سنت د امت ځوانانو پرې اېښی دی، نو دا هغه اخلاقي فسادات دي چې د امت مسلمه ځوانان ورسره مخ دي، الله تعالی دې امت مسلمه له دې اخلاقي فساداتو څخه خلاص کړي.

۷:- فکري استعمار

د ځینو مسلمانانو د خپلواک فکر نشتون او د غربي کلتور بېځایه تقلید د اسلامي کلتور او فکر د زوال لامل ګرځېدلی دی، فکري غلامي هغه حالت دی چې یو فرد، ټولنه یا ملت د بل چا کلتور، فکرونه، نظریات، او ارزښتونه پرته له خپلې ارزونې او تحلیل څخه قبول کړي او د خپل فکر او شخصیت خپلواکي له لاسه ورکړي.

دا یو ډول ذهني اسارت دی چې انسان یا ټولنه د نورو نظریاتو په تقلید کولو کې ښکېلوي او خپل نوښت، تخلیقي فکر او اصلي ارزښتونه له پامه ورڅخه غورځوي، یو قوم یا ملت تر فکري استعمار لاندي څنګه راځي!؟

دا هغه حالت ته ویل کېږي چې پکې یو ځواکمن ملت یا کلتور هڅه کوي، چې د نورو ملتونو فکرونه، نظریات او ارزښتونه په خپله ګټه بدل کړي.

په دې پروسه کې، خلګ یا ټولنې په شعوري یا غیرشعوري ډول خپلواک فکري ځواک او هویت له لاسه ورکوي او د استعمارګرو فکرونه او نظریات خپلوي.

 

 

 

 

Exit mobile version