د اسد ۲۴مه د حق د بریا او د باطل د پرځېدو ورځ

م. نصیب الله منصور

#image_title

وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبٰطِلُ ۚ إِنَّ الْبٰطِلَ كَانَ زَهُوقًا’

او اعلان وکړه چې: “حق راغى او باطل له منځه لاړ، بېشکه چې باطل له منځه تلونكى دى.

 

د اسد ۲۴ مه د افغانستان په سپېڅلې خاوره باندې د حق د بریا او د باطل د پرځېدلو تاریخي ورځ ده، د اسد ۲۴ مه هغه سوبه ده؛ چې اللهﷻ د باطل د پرځولو، د کفري نظام د ختمولو او د اسلامي نظام د حاکمولو ورځ وګرځوله.

 

دا هغه تاریخي ورځ ده، چې اللهﷻ د خپلو کمزورو او ضعیفو بندګانو په لاسونو باندې د کفر او الحاد دنګې او مغرورې ماڼۍ را ړنګې کړې او یو داسې ستر کافر یې راوپرځاوه؛ چې هر وخت به یې د خپل کفري منتر په استعمال سره د ټولې نړۍ د استعمار سوچ او فکر درلود.

 

دا هغه ورځ وه، چې د استعمارګرې، مغرورې امریکا په لاس جوړه شوې، بلواکه او غاصبه اداره له منځه ولاړه، د افغانستان پاکه خاوره د اسلام تر بیرغ لاندې راغله او د امریکا هغه خوبونه او هیلې، چې د کابل د ادارې له شتون څخه یې درلودې؛ په مکمله معنا په اوبو لاهو شوې.

 

اللهﷻ د اسلامي امارت د مجاهدینو د شل کلنې مبارزې بېړۍ په همدې ورځ په سالمه توګه تر ساحله پورې ورسوله، د افغانستان په خاوره د اسلامي امارت بریا او د کفر سرنګون کېدل یوازې د افغانانو لپاره نه؛ بلکې د ټول مسلمه امت لپاره یو ستر ویاړ دی.

 

هغه ستر بدلونونه چې د اسد په ۲۴ مه نېټه منځته راغلل:

 

۱- لکه څنګه چې مکه مکرمه فتحه شوه او رسول اللهﷺ ټول بتان نسکور کړل؛ همدا رنګه اللهﷻ د اسد په ۲۴ مه نېټه د جمهوریت باطل نظام، دیموکراسي، سیمه ئیزې واکمنۍ او د جمهوریت جنډه رانسکوره او پر ځای یې اسلامي نظام، واحد مرکزي حکومت قایم او سپین محمدي توغ، چې د ټول مسلمه امت هیلې ورپورې نغښتې وې؛ رپاند شو.

 

۲- لکه څنګه چې د مکې مکرمې د فتحې پر مهال رسول اللهﷺ خپلو دښمنانو ته عفوه اعلان کړه؛ همداسې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین د ستر شفقت پر اساس، ټولو هغو جهتونو ته چې په تېر شل کلن اشغال کې د امریکایانو تر څنګ ولاړ ول او د هغوی په امر او اشاره به یې بې ګناه افغانان په شهادت رسول؛ عفوه اعلان او هغوی ته یې د سر او مال د حفاظت ضمانت ورکړ.

 

۳- لکه څنګه چې مکه مکرمه فتحه شوه، د مکې خلکو ته حقیقت معلوم شو؛ چې د اسلام له منلو پرته د نجات لار نشته، نو دوی ډلې ډلې د اسلام منلو ته غاړه کېښوده، همداسې د اسلامي امارت د حقانیت او د جهاد له برکته به هره ورځ د اشغال وزرې لنډېدې، د باطل صفونه کمزوري، یو په بل پسې ماتېدل، هره ورځ به یې خپله اسلحې پر ځمکه کېښودې او د تسلیمۍ لاسونه به یې پورته کول.

 

لنډه دا چې د اسد ۲۴ مه نېټه هغه تاریخي ورځ ده؛ چې اللهﷻ د افغانستان پر سپېڅلې خاوره باندې اسلامي نظام حاکم او د کفر د پلیتو قدمونو څخه یې د افغانستان خاوره پاکه کړله. الحمدلله

هرماس الافغاني
Exit mobile version