د اسد ۲۴مه، د داعش زوال!

أحمد علي

کله چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په څلورویشتمه د اسلامي امارت بیرغ د کابل پر ماڼۍ رپاند شو، افغانستان د اشغال له سیوري خلاص شو، دا ورځ یوازې د یوه نظام د بدلېدو ورځ نه وه، بلکې دا د نوې امنیتي معادلې پیل وو، د اسلامي امارت راتګ یوازې د کفري ځواکونو د وتلو معنی نه لرله، بلکې د هغو داخلي او خارجي ګواښونو د له منځه وړلو پیلامه وه چې د اشغال په کلونو کې یې رېښې ټینګې شوې وې.

له دغو ګواښونو څخه تر ټولو خطرناک یې د داعش خراسان څانګه وه؛ داسې ډله چې د بهرنیو استخباراتي کړیو د ملاتړ او د ګډوډۍ د خپرولو په موخه افغانستان ته راوستل شوې وه. د اشغال په دوره کې یې د بې ګناه خلکو وینې تویولې، جوماتونه، مدرسې، بازارونه او ښوونځي یې په نښه کول، د اسلامي امارت راتګ سره سم، د داعش د نفوذ ساحه د پام وړ راټیټه شوه او له منځه لاړه. ځکه مجاهدینو د شل کلن جهاد په اوږدو کې داسې منظم، د استخباراتو پر مټ ولاړ او په ولسي ملاتړ ټینګ امنیتي جوړښت رامنځته کړی و چې داعش یې د پټېدو خوندي ځایونه له لاسه ورکړل.

داعش په اشغال کې د څو فکتورونو له برکته وده کړې وه:
• د اشغالګرو له لوري قصدي امنیتي خلاوې
• د ځینو سیمو د محلي ادارو کمزوري
• د ځینو جګړه مارو ټوپک‌سالارانو غیرمسؤل فعالیتونه
اسلامي امارت دا ټول فکټورونه له منځه یوړل او هغه خلاوې یې ډکې کړې چې داعش ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې وه.

د اسلامي امارت لومړني عملیات، په ځانګړي ډول په ننګرهار، کونړ او نورستان کې، د داعش د اصلي مرکزونو ملا ماته کړه، هغه کسان چې کلونه یې په غرونو او غارونو کې ځانونه خوندي ګڼل، اوس یا ونیول شول، یا ووژل شول او یا یې ځانونه تسلیم کړل، د دې بریا یوه لویه وجه د اسلامي امارت د امنیتي ارګانونو دقیق استخباراتي کار و، مجاهدینو یوازې په ښکاره جګړه بسنه ونه کړه، بلکې د خلکو د همکارۍ او د خپلو شبکو د قوي نفوذ له لارې یې د داعش د پټو شبکو هډوکي ورمات کړل.

ولسي ملاتړ هغه ځواک و چې داعش یې بې وسه کړ. ولس د اسلامي امارت په راتګ باور درلود، ځکه مجاهدینو د جهاد په کلونو کې له خلکو سره اړیکه ټینګه ساتلې وه، د همدې ولسي همکارۍ له برکته د داعش د پټېدو ځایونه او د اکمال لړۍ بربنډې شوې، د اسلامي امارت واک ته رسېدل د داعش لپاره یوه رواني ضربه هم وه. د دوی د تبلیغاتو مهمه برخه دا وه چې ګواکې اسلامي حاکمیت نشته او دوی د خلافت لپاره جګړه کوي، خو کله چې اسلامي امارت عملي اسلامي نظام ټینګ کړ، د داعش دا پلمه په بشپړ ډول بې بنسټه شوه او د هغوی د غړو د مورال کچه ښکته شوه.

د داعش کمزوري کېدل یوازې د جګړې په ډګر نه دي لیدل شوي، بلکې د هغوی د بریدونو شمېر، شدت او جغرافیه هم په ښکاره توګه کمه شوې دی، هغه وخت چې داعش په میاشت کې څو خونړي بریدونه کول، نن یې هماغه شبکه ټوټه ټوټه شوې او د ځايي امنیتي ځواکونو تر فشار لاندې ده، د اسلامي امارت راتګ نه یوازې داعش وځپه، بلکې د افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره یې یو نوی باب پرانیست. نن خلک په ډاډه زړه ښارونو ته ځي، بازارونه خلاص دي، جوماتونه ډک دي او د جګړې شور د اذانونو په غږ بدل شوی دی. دا د هغه جهاد، قربانیو او سرښندنو نتیجه ده چې د الله په نصرت او د ولس په ملاتړ ترسره شوې.

د اسلامي امارت د بیا راتګ په څلور کلنه موده کې، د داعش د پټ‌پټي فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره تر ټولو ناامنه ځای ګرځېدلې ده، هلته چې پخوا دوی په ډاډه زړه غونډې جوړولې، اوس هره غونډه د امنیتي ځواکونو په ګړندیو عملیاتو پای ته رسېږي، د ننګرهار د توره بوړه غرونه، چې د داعش د ځالو په توګه بدنامه شوي وو، نن د اسلامي بیرغ تر سیوري لاندې د امن نښې لري.

د اسلامي امارت یو مهم تاکتیک دا و چې د داعش پر وړاندې یې یوازې نظامي فشار نه راوړ، بلکې فکري او تبلیغاتي جګړه یې هم پرمخ یوړه. په مدرسو، جوماتونو او د علماوو له منبرو یې خلکو ته روښانه کړه چې د داعش کړنې د شریعت له روح سره په ټکر کې دي او هغوی یوازې د فتنې اور بلوي. دېفکري جګړې د داعش د غولولو ماشین فلج کړ. 

داعش په افغانستان کې د فعالیت لپاره د ځینو بهرنیو کړیو د مرستې په تمه و، خو د اسلامي امارت د پیاوړي سرحدي کنټرول او سیمه‌ییزو همکارو اړیکو له کبله، دا مرستې هم پرې شوې. له همدې امله د دوی اکمالاتي لارې وچې شوې او د جګړې توان یې ورځ تر بلې کم او له منځه لاړ، د اسلامي امارت د مجاهدینو روحیه او د شهادت هیله هغه څه دي چې داعش یې د مقابلې وس نه لري. داعش د ډار او وېرې په خپرولو سره خلک کمزوري کوي، خو د اسلامي امارت مجاهدین د الله د نصرت په باور جګړه کوي او دا باور هر هغه ځواک ته ماته ورکوي چې د ایمان پر ځای په وحشت ولاړ وي. 

نن چې د افغانستان فضا د امنیت له برکته د اذانونو، د مدرسو د درسونو او د بازارونو د شور ډکه ده، دا د اسلامي امارت د هغې هوډمنې مبارزې نتیجه ده چې د داعش له تیارو څخه یې د ملت راتلونکی روښانه کړ، د داعش خوبونه اوس یوازې د تېرو ناکامو پلانونو یوه تاریخي کیسه ګرځېدلې ده، او اسلامي امارت ثابته کړه چې د عزت، وحدت او ایمان په وسیله هر ډول فتنه ځپل کېدای شي. 

په پای کې، د اسلامي امارت بیا راتګ یوازې د یوه نظام بدلون نه و، بلکې د ایمان، وحدت او د ولس د ملاتړ هغه زلزله وه چې د اشغال په پاتې شونو او د هغوی په زېږنده فتنو کې یې تر ټولو خطرناکه ډله داعش له منځه یوړه، د مجاهدینو د قربانیو، دقیقو استخباراتي هڅو، ولسي ملاتړ او د اسلامي شریعت د پلي کېدو له برکته، افغانستان د یوې داسې فتنې له منګولو خلاص شو چې د امت د وینو تږې وه.

نن د دې خاورې اسمان د سولې له سپینو وريځو ډک دی او د داعش تور لوګی یوازې د تېرو ناکامو خوبونو په کیسو بدل شوی. اسلامي امارت نړۍ ته یو ځل بیا وښوده چې د الله په نصرت او د ملت په یووالي سره هېڅ فتنه نه شي پاتې کېدای.

Exit mobile version