دنیا د ازمایښت کور دی؛ الله تعالی فرمایي:
ايا خلكو دا ګڼلې ده چي یوازي به په همدومره ويلو پريښودل شي چي: “موږ ايمان راووړ” او هغوى به ونه ازمويل شي؟ په داسي حال کښي چي موږ هغه ټول خلك ازمويلي دي چې له دوى څخه مخکې تېر شوي دي، الله جل جلاله خو به هرومرو دا ګوري چي رښتيني څوك دي او درواغجن څوك دي؟ [سُوۡرَةُ العَنکبوت ٢_٣]
افغانان هم له هغه مسلمانانو څخه دي چې د تاریخ په اوږدو کې څو ځله آزمویل شوي دي؛ په تېرو دریو لسیزو کې د کفارو لخوا پرې یرغلونه وشول، په خپل کور کې یوازې د رښتیني مسلمانۍ په جرم ترې زندانونه ډک شول، په ظلم او وحشت سره شهیدان شول، له هوسا او آرام ژونده بې برخې شول، بهر ته د کډوالۍ لپاره اړ شول، د غم او ښادۍ محفلونه یې بمبار شول، مدرسه او محراب یې له خاورو سره خاوري شول، واک او نظام ترې واخیستل شول او ډېر اولادونه د مور او پلار له څنګه بېل شو چې ځینې ورته د سترګو په وړاندې شهیدان او ځینې تر اوسه نادرکه دي.
خو دوی د رب تعالی پر مرسته، له سختۍ وروسته په اسانۍ او له زحمت وروسته په راحت پوره باور درلود؛ ځکه یې سمدستي په تش لاس او نه امکاناتو سره د کفري ښکیلاکګرو پر وړاندې مبارزه پیل کړه، په پایله کې یرغلګر د ماتې تر درشله ورسیدو او له افغانستان څخه د وتلو لپاره مذاکراتو ته اړ شو، د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته په ټیټو سترګو وواته، هغه لاسپوڅي غلامان یې چې په اشاره به یې خپل مسلمان ورور تر برید لاندې نیول، مایوسه پریښودل او د څه وخت په تېرېدو سره له واکه لري شوي طالب بیا په پلازمېنه کابل د ازادۍ توغ ورپاوه، په ټول هېواد کې یې یو بې سارې اسلامي نظام او ډاډمن امنیت رامنځته کړ او زموږ ټولې ورکې هیلې راوټوکېدې.
دا وختونه دي تیریږي؛ هر ظالم یو وخت د غرور پر نیلي سپور وي او پر مظلومانو خپل جاج چلوي، خو بل وخت بیا هغه ظالم سر ټیټی وي او مظلوم ترې غچ اخلي، ظالم له ځمکې ویشتل شوی وي او مظلوم د عزت سترو منارونو ته پورته شوی وي.
فرعون د خدایۍ دعوه وکړه، یوه ورځ یې د خپل قوم په منځ کې په لوړ غږ وويل: “اې خلګو! آيا د مصر باچاهي او دغه ویالې چې زما تر ماڼۍ لاندي بهېږي، دا زما نه دي؟ ايا تاسي نه وينئ؟ [سُوۡرَةُ الزّخرف]
الله تعالی وخت را وګرځاوه او هغه فرعون چې د موسی علیه السلام په وژنه پسي روان و، تر اوبو لاندې غرق شو.
نمرود به ویل: زه خو دومره زورور یم چې انسان ژوندی کوم او مړ کوم؛ د هم هغه مغروره نمرود مغزو ته یوه وړه غوماشه ننوته او ژوند یې تردې دمه خراب او سربداله شو، چې تر هغه به نه آرام کېدل تر څو چې د هغو کسانو لخوا چې تر پرونه به یې سجدې ورته کولې؛ په سر باندې یوه یوه چپلکه وهل شوی نه و.
امیه بن خلف یوه ورځ بلال رضی الله عنه د مکې مکرمې په سوځوونکو شګو غورځولی و او تعذیب یې ورکاوه، بیا الله تعالی وخت بدل کړ او د بدر په میدان بلال رضی الله عنه د هغه امیه بن خلف په سینه کې خپله توره خښه کړه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته له هغه مهاجر او له مکې مکرمې بهر شو چې قریشو یې د وژلو پریکړه وکړه، بیا الله تعالی وخت بدل کړ او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له لس زره اسلامي لښکر سره مکې مکرمې ته ننوزي، نو ټول کفار یې تر رعب او تاثیر لاندې دي، څوک له ډاره څه نه شي ویلای، ابو سفیان حضرت عباس رضی الله عنه ته وایي” د وراره حکومت دي خورا ډېر پراخ شوی!”
ابوجهل له درې زره جنګیالیو سره روان شو، د لارې په نیمايې کې ابو سفیان د بیرته ستنېدو مشوره ورکړه خو ابوجهل وویل” په لات او عزا مي دي قسم وي، که تر هغه مکې ته وګرځم، تر څو مي چې د بدر په میدان درې ورځې اوښان نه وي حلال کړي، شراب مي نه وي څښلې او ډمې ښځې مي نه وي نڅولې، خو الله تعالی داسې ورځ راوسته چې همغه مغروره ابوجهل د دوو ماشومانو په ګوذار له آس څخه راپرېوت، ساه یې ورکړه او لښکر یې له یوې تاریخي ماتې سره مخ شو.
د اسلام په پیل کې به مسلمانان په ځانګړې توګه هغه مسلمانان چې ترشا به یې ددفاع څوک نه درلوده؛ د کفارو لخوا په ډول ډول تکلیفونو کې راګیر وو، خو وخت بدل شو چې بیا هغه مسلمانان د نړۍ باچاهان او رهبران شول او کفار به ورته ټیتي سترګې را روان وو، لکه الله تعالی چې فرمایي: او موږ دا اراده درلودله چې پر هغو خلكو چې په ځمکه کې ذليل ګرځول شوي وو، مهرباني وکړو، رهبران یې وګرځوو او هم هغوی وارثان وګرځوو. [سُوۡرَةُ القَصَص: ٥]
په افغانستان کې کټ مټ د پورته تاریخي پېښو یو تمثیل وړاندې شو؛ ظالم سرټیټی او مظلوم د واک پر ګدۍ کېناست او ټول غمځپلي ولس ته له غم وروسته ستره خوښي ور په برخه شوه، الله تعالی دې تلپاتې ولري. آمین یارب العالمین.