د أمت یو بل سپاهي شهید شو!

حارث هشام

#image_title

په دې دنيا تر ټولو غوره مقام او اعزاز، د يو مسلمان مجاهد لپاره، د خوارجو مقابل کې جګړه کول او بيا د شهادت لوړ مقام ته رسېدل دي.

ځکه خوارج د ننۍ زمانې تر ټولو خطرناکه او ناوړه ډله ده، هغه ډله چې اسلامي ارزښتونه، مسلمانان او د أمت نومیالي په شهادت رسوي، د اسلامي، جهادي ډلو په وړاندې یو لوی خنډ ګرځېدلې ده.

ښکاره ده، څوک چې د دوی په وړاندې ودرېږي، د دوی مخه ونیسي؛ دوی یې په شهادت رسوي، تر څو خپلو شومو موخو ته لا ښه ورسېږي او دا أمت له نومیالیو او مېړنیو خلاص کړي.

له دغو نومیالیو یو هم؛ شهید جواد بدر هم و، جواد د فکر، قلم او جهاد د سنګرونو سپاهي و، جواد له اسلامي ارزښتونو د سر په بیه ساتنه کول؛ خارجي داعشیان، د تیارو لارویان، د غرب لاسپوڅي، د ای ایس ای تربیه شوي عسکر او د جبهه مقاومت لنډغر یې هيڅکله خپلو شومو موخو ته پرې نه ښودل.

شهيد انجنير سیف الله سعيد چې په جواد بدر مشهور و؛ دوه ورځې وړاندې په غور ولايت کې، د داعشي خوارجو سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

جواد بدر تقبله الله د ميدان وردګ ولايت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی و، بدر يو نومیالی، زړور او اتل مجاهد و؛ چې په تېره شله کلنه مبارزه او جهاد کې د امريکا، ناټو او متحدينو پر وړاندې یې په مېړانه مبارزه او جهاد وکړ.

له فتحې وروسته؛ جواد بدر تقبله الله د اسلامي نظام د دفاع، بقاء، حفاظت لپاره د داعشي خوارجو او فتنګرو پر وړاندې په ډېر جديت او قاطعيت سره مبارزه کوله او اجازه يې نه ورکوله چې د دې اسلامي نظام پر وړاندې څوک خنډ جوړ کړي.

شهيد سیف الله يو رښتينی، واقعي مجاهد او اتل و؛ هغه د خپل دين، اسلامي نظام او هېوادوالو د ساتنې په موخه یې خپله دنګه ځواني قربان کړه.

داعشي خوارجو د اسلامي امت د نومياليو او اتلو مجاهدينو په شهادت رسولو سره ثابته کړه، چې یاده ډله يوه ګمراه او اسلام ضد ډله ده؛ چې موخه يې يوازې د اسلامي امت د نومياليو مجاهدينو په شهادت رسول، ختمول او د اسلام له منځه وړل دي.

داعش خوارج په ډېرې جفا، ناځوانۍ او نامردۍ سره د اسلامي امت نوميالي او اتل مجاهدين په شهادت رسوي، خو دوی به خپلو موخو ته په رسېدو کې هيڅکله هم بريالي نشي.

داعشي خوارج بايد په دې پوه شي چې تر څو دا نوميالي مجاهدين په دې خاوره وي؛ نو دوی به هيڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسېږي، دا اتلان به د یادې خارجي ډلې پر وړاندې په ډېر جدیت او قاطعيت مبارزه وکړي، دوی به په ډېر بد مرګ په هلاکت ورسوي او اخر کې به بيا هم بريالیتوب او کاميابي د اتلو مجاهدينو وي. ان شاءالله

عاصم جلال
Exit mobile version