دوی له خپل عادته مجبور دي!

عثمان خالد

#image_title

متل دی، چې هر څه پرېښودل کیږي؛ خو عادت نه!

عصري خوارج (داعش) چې عادت یې د مسلمانانو وژل او د کفارو پریښودل دي؛ خپل دې عادت ته د پای ټکی نه شي ايښودلای، که پرې یې ږدي؛ بیا خو داعش نه شو.

 

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده؛ چې دوی به کفار پریږدي؛ خو مسلمانان به وژني، تاسو وګورئ! د نني او پروني خوارجو د وحشتونو محاسبه وکړئ؛ له کومې ورځې چې دوی راپیدا شوي دي؛ ایا مسلمانان یې زیات وژلي؛ که کفار؟

 

زما یقین دی، چې که مو دا پلټنه وکړل؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث حقانیت به بغیر له چون او چرا درته معلوم شي.

 

عصري خوارجو يوازې تر 2017 میلادې کال پورې، صرف په شام کې د جبهة النصر او احرار الشام تقریباً تر 6000 مجاهدین شهیدان کړي و؛ د هغوی شمېر؛ چې په حلب ښار کې یې د یوې میاشتې په ترڅ کې تقریباً څلویښت موټره بمونه وډزول، یا په موصل کې یې ډلیز قبرونه جوړ او پریښودل؛ له زرګونو اوړي.

 

هم دوی و؛ چې په شام، عراق، منځنۍ اسیا، پاکستان، او افریقا کې یې د جهادي بهیر تګ ختم او کمزوری کړ، ځکه دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مصداق ګرځیدلي دي او له هم هغه عادت څخه چې خوارج یې لري، مجبوره دي؛ چې مسلمانان ووژني او کفارو ته په مسلمانانو د لا زور او زیاتۍ فرصت ور کړي.

 

اوس وګورئ؛ عصري خوارج چې د الله جل جلاله پر ځمکه د یوې لویشتې ځای نه لري؛ له مسلمانانو سره زیات په جنګ اخته دي او که له کفارو سره؟

دوی چې د کومو بریدونو مسؤلیتونه پر غاړه اخلي؛ ایا په هغو کې بې ګناه انسانان زیات وژل کیږي او که حربي کفار او د هغوی معاونین؟

 

دا خلګ د اهل السنة والجماعة او له منهاج النبوة څخه په زر ګونو کیلومتره واټن لري، د چا د مرګ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تمنا کړې ده او څوک چې یې وژني او یا د دوی له لاسه په شهادت رسېږي؛ ور ته یې د بختور او د طوبی لفظ کارولی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version