درې ګاونډيان ماهر بلال

#image_title

د اسلامي اُمت په مقابل کې د کفر عقدوي جریان اوسنی نه دی بلکې دا د رسول پاک صلی الله علیه وسلم د وخت نه رانیولې تر ننه دوام لري او تر قیامته به وي دا دُښمني د اسلام او کفر د رڼا او تیارو دُښمني ده؛ رڼا اسلام او تیاره کفر دی.

د رڼا لارویانو تل خپله دُښمني د معیار مطابق کړې او هرکله یې کوښښ کړی چې د تیارو لارویان نه یواځې وپرځول شي بلکې هڅه یې کړې ترڅو خپل یې کړي او د اسلام سپیڅلې جامه ورواغوندي ترڅو هم یې دنیا جوړه شي او هم اخرت خو د کفري تورتمونو لارویان خپله دُښمني په ډېرو لارو چارو مخته وړي.
د کفر ټوله هڅه د اسلام او مسلمان مخ د ځمکې څخه خاتمه ده، د همدې هڅو په پیلامه کې دوی په مسلمانانو کې هم داسې څوک پیدا کوي چې اسلام ته له کفر زیاته ضربه ورسوي.

د تاریخ په کتابونو کې داسې ډېر ارقام شته چې ترې جوتیږي چې څنګه کفر پلوه مسلمانانو د مُسلمه اُمت بریا دړې وړې کړه.

که څه هم د اسلامي خلافتونو وخت ډېر تېر شوی او دا داستانونه یوازې خلکو ته د بحث مواد ښکاري خو رښتیا دا ده چې دا بدبختۍ لا هم روانې دي، مونږ او تاسو وینو چې له ډېرو هڅو وروسته په افغانستان کې یو شرعي نظام حاکم شوی، د همدې حاکم شوي اسلامي نظام پر وړاندې د کفر څخه ډېر خپلو مسلمانانو جبهه نیولې ده. هر وخت یې هڅه کړې چې د اسلامي امارت په ټیټوالي کفر څنګه خوشحاله کړي، تازه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم امیر خان متقي صاحب ځینې څرګندونې کړي.
متقي صاحب چې کومې خبرې کړي دي، المرصاد ډېر مخکې لا د خپلو سرچینو په اساس دغسې دقیق معلومات سره له اسنادو خپاره کړي وو یعنې د متقي صاحب خبرې د المرصاد په ادعاؤ د تصدیق مهر دی، المرصاد ډېر مخکې ویلي وو: چې د داعش په تمویل کې پاکستان، تاجکستان او دا نور هېوادونه لوی لاس لري چې ځینې شواهد یې هم وړاندې کړي وو؛ آن د تاجکستان، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو داعشي اتباع نیول شوي. د هغوی د خولو اقرار هغه څه دي چې د افغانستان د دغو ګاونډي هېوادونو منافقت ښکاره کوي، د ایران په نوم هېواد هم داعشیانو ته زمینه سازي کوي خو په داسې چل ول چې څوک پرې پوهېدای نشي خو دا به وخت ثابته کړي چې ایران د اسرائیلو دا پلان (د داعشي خوارجو تمویل) ښه په شدت مخ ته وړي.

متقي صاحب د سیاست له مخې د درېیو ګاونډي هېوادونو نومونه وانخیستل، د دې د پاره چې دوی پوه شي چې د بیا د پاره اسلامي امارت یادونه نه کوي بلکې د وخت د تقاضا په اساس به عملي ګامونه اخلي متقي صاحب په ”العاقل تکفیه الاشاره“ دا ځل تکیه وکړه خو د بیا د پاره شاید اسلامي امارت د دغو منافقو ګاونډي هېوادونو په مقابل کې څه عملي پرمختګ ولري.

د بهرنیو چارو وزیر د وینا مطابق دغه درې ګاونډي هېوادونه په ترتیب سره ایران، تاجکستان او پاکستان دي، دا هیوادونه له اوله تراوسه په خپل منافقت کې باثباته پاتې شوي، ایران د مُسلمه اُمت پر سینه د خنجر ګوزار کړی، تاجکستان یې ترڅنګ ولاړ دی او پاکستان بیا د شا لخوا د اسلامي اُمت په ویښو شاهکارانو زهرجن خنجر راکش کړی. د متقي صاحب د وینا په اساس چې یو هیواد لخوا ورته بشري قوه او افراد تیاریږي (تاجکستان)، په بل لارې او مزلونه وهي (دا دوه هیوادونه کیدای شي؛ ترکیه او ایران وي)، او دریم هیواد کې ورته مرکزونه، فکري او بدني ترتبیت، تمویل او پلان جوړونه برابریږي چې دا ښکاره پاکستان دی.

المرصاد هم یاده خبره په خپل ویب سایټ راخیستي وه، المرصاد لیکلي: ”تاجکستاني اتباعو د خراساني خوارجو لپاره د سون توکو حیثیت خپل کړی؛ د افغانستان په تقریبآ ټولو انتحاري بریدونو کې له همدې کسانو استفاده شوې او د افغانستان ترڅنګ په نوره نړۍ کې هم د خوارجو لخوا ګټه ترې اخيستل شوې ده. همداراز افغانستان ته له بهره راتلونکي داعشیان د ترکیې او ایران له لارې راځي. پاکستان هم تر هغه وروسته د داعشي خوارجو لپاره د پلان جوړونې او روزنې په مرکز بدل شو چې د خراساني خوارجو د رهبري بقاياوو په افغانستان کې د خپلې ډلې تر ځپل کېدو وروسته هلته پناه يووړه، اوس خپل جنګیالي پکې روزي او له هغه ځایه په افغانستان کې پر عامو خلکو، نظامي او ملکي اهدافو او مذهبي ځایونو د بریدونو اوامر صادروي.“

د داعشي خوارجو د بطلان لپاره د جمهوریتي او کفر پلوه حکومتونو افشاء شوې مرستې په دلیل نیول کافي دي.

(فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ ).

هرماس الافغاني
Exit mobile version