درېیم عمر؛ د امت پر اسمان د برم او جلال ځلانده ستوری!

ذوالکفل ذکي

الله تعالی له موږ سره د نصرت وعده کړې، او امریکا راسره د ماتې؛ نو وبه ګورو چې کومه وعده ریښتونې ده!

ځوان عمر تازه له خپلو اوږو څخه راکټ راښکته کړی و؛ د شوروي اتحاد پر وړاندې یې د بریمنو معرکو زخمونه لا هم پر وجود له ورایه ښکاریدل، ددې یتیم زلمي احساس او لرلید تفکر بیرته نوموړی د خپلو قاط شویو کتابونو په لور وخوځاوه؛ څو صفحې یې لا نه وې بشپړې کړې چې له سور ښاماره د ژغورل شوي هېواد پر سر تورو وریځو بیا څادر را خپور کړ.

له کمونیستي فکره د ګټل شوې جګړې مدعیان او د جهاد او سرښندونو یادیدونکي نومیالي ډېر ژر د خپل هوس او غرور ښکار او یو بل ته اړم شول، اصلي هدف چې د یو بشپړ اسلامي نظام تحکیم و، د شعار په دایره کې منحصر او د یو نیم میلیون شهیدانو وینې د پلور په ترازو کې وتللې؛ ظلم، وحشت، چور، چپاول او تیري د ټول هېواد امنیت ګواښلی و، د هیڅ چا سر، ناموس او مال خوندي نه و.

دې حالت د عمر ملا په روح او روان ژور اغیز وکړ، ناکراره و، او تل به یې د دې مظلوم ولس د نجات کښتۍ د خپل فکر په سمندر کې روانه کړې وه؛ ایمان، حالاتو، وجدان او د مظلوم آه یو ځل بیا د خپلو کتابونو قاطېدو ته اړ کړ، دریم عمر د شر او فساد د ریښو د ویستلو په تکل د طالبانو د اسلامي تحریک محکمه ډبره د افغانستان پر تهداب ولګوله، د مجاهد عمر همدا کوچنی ټولۍ چې څو محدود صادقین رجال ورسره مل و، ناصر رب په یو ستر لښکر تبدیل کړ؛ داسې ځواک چې د شر او فساد ملیشې یې پر وړاندې د شګو بندونه وه، هیواد یې د دوی له ناولو څیرو او کړنو وژغوره، اسلامي امارت حاکم او پر هېواد یې سپین محمدي توغ رپاند کړ، لسګونه کلونه وروسته افغانستان د یو بې مثاله امنیت څښتن او حقیقي واکمن وموند.

غرب او نړیوال کفر چې په رأس کې یې امریکا ده په هیڅ صورت نه غوښتل چې په نړۍ کې یو داسې اسلامي نظام شتون ولري چې د دوی ګټې وګواښي، د حقیقي اسلام ممثلین و اوسي، د دیموکراسۍ او سیکولریزم اصلي څېره بربنډه او نوره اسلامي نړۍ ور څخه تقلید وکړي، له دې څخه په وېره کې چې بیا به له المغرب تر اندونیزیا او هندوستانه یوه رهبري او یو خلافت وي.

هم هغه وه چې د سپټمبر د ۱۱ پر بهانه د وخت فرعون بوش پر افغانستان د یرغل تابیه ونیوله او خپله دا جګړه یې نهمه صلیبي جګړه ونوموله.

ثالث عمر د خپلو هغو ورونو چې زموږ نصرت ته د روسي یرغل پر وړاندې د جهاد په پار د نړۍ له کونج کونجه راغلي و، د امت دې نوم ورکو اتلانو د عربي جزیرې له خوندونو او لذتونو ډک ژوند، ښځې، والدین اولادونه پریښي او د جهاد سختیو ته ملا تړلې وه، احسان هېر نه کړ؛ خپله پاچاهي یې تر یو معزز او باتور میلمه قربان کړه، هغه میلمه چې د عصر هبل یې ونړاوه.

کله چې صلیبي متحدینو د امریکا په مشرۍ زموږ پر ګران حریم یرغل وکړ، د اشغال یوه توره څپه راننوته، د مظلوم ولس پر مخ د ظلم او بربریت یو نوی باب پرانستل شو، وحشي یرغلګر لکه وږي لیوان د افغان غیور ولس پر داړلو پیل وکړ، له مسجد، ملا او مدرسې سره یې عمیقه دښمني په څپو شوه، شپنیو چاپو او د طیارو زړه چوونکو غږونو د افغان ولس، ښځو، سپین ږیرو او ماشومانو خوبونه حرام کړي وه، هر سهار په کلیو کې د ویر ماتم جوړ و.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اشغال پر وړاندې ځای ځای د عمر لښکر بیا په منسجمېدو او کوچني کوچني تحرکات پیل کړل، نوي تنکي زلمي چې پر الهي عشق مست وه د استشهاد له سپیڅلې قافلې سره یوځای کیدل، هېواد یرغلګرو ته سور تنور شو، د زیړې بوشکې زړه لړزونکي غږ په څو ثانیو د نړۍ پرمختللې تکنالوژي نړوله، د استشهاد او موټربم ملکوتي غږ د فولادي او کانکریټي دیوالونو شاته پر صلیبي ځواکونو خوبونه حرام کړي و، د تعروضي ابطالو هرې مرمۍ د یو یرغلګر ژوند له ځانه سره اخیسته؛

نفوذي امجادو د ښاري جګړې پر مټ د یرغلګرو خوبونه حرام کړي و.

په دې جریان کې دریم عمر د اجل داعیې ته لبیک وویل، د رب لقاء ته وکوچېده او د تل لپاره یې له خپل کاروانه سره مخه ښه وکړه؛ تر شاه یې یو داسې متحد، منسجم او مدبر قیادت او لښکر پریښود چې د خزان بادونو یې هیڅ عزم متزلزل نشوای کړای.

شل کاله د حق او باطل یوه داسې جګړه روانه وه چې نړۍ ورته ګوته په غاښ وه، امریکا جمعه ناټو خپل ټول زور وازمویه، افغانستان یې پر یو جنګي لابراتور تبدیل کړی و، وروسته له شلو کلونو د ثالث عمر رحمه الله په لاس د روزل شوي هغه طالب او مجاهد چې د ځمکې پر مخ د ژوند حق نه ورکول کیده ۱۸ میاشتې مغروره نړۍ د مذاکراتو میز ته راکش کړه او دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل وه چې له یو جهت سره دومره اوږده مذاکرات کوي.

ناصر رب د خپل نصرت فرشتې را ولیږلې، د فتحو لړۍ پیل شوه، په لومړي قدم کې سترې سترې ساحې او ولسوالی د مجاهدینو واک ته ولویدلې، جګړه مرکزونو ته راورسیده، یو پر بل پسې په نه اټکلیدونکي زماني واټن کې د ولایتونو فتحه چې د عقل له درکه لوړه خبره بلل کېده، د ناصر رب مبین نصرت تکمیل کړه.

هېواد مو ازاد شو، د اسلام لښکرې کابل ته راننوتې او طاغوتي لښکرو د خپل بادار لمن ته پنا یوړله؛ او الله تعالی خپله وعده ریښتونې او د دریم عمر رحمه الله پیشګویۍ تحقق وموند، رحمه الله تعالی!

دریم عمر رحمه الله پر امت د الله تعالی د رحمت سایه وه، یو استثنایي شخصیت وه، داسې نه پریښیده چې ددې زمانې سړی دې وي، په ستونزو کې نړۍ ته راغلی و، په ستونزو کې لوی شوی و او په ستونزو کې وفات شو؛ الله تعالی یې په مبارکو لاسونو د وخت فرعوني زبر ځواک ته عبرتناکه سزا ورکړه، نوموړي وروسته له پیړیو امت د اسلام له هېر شویو اصطلاحاتو او مفاهیمو سره بلد کړ، دا یې جوته کړه چې په اوس عصر کې هم اسلام د تحکیم وړتیا لري او د نړۍ د مشکلاتو یوازینی حل پکې نغښتی، د ثالث عمر ټول ژوند له ویاړه ډک وه؛ جهاد یې ویاړ وه، مبارزه یې، استقامت یې، ایثار یې، هجرت او بې کوري یې، مشري یې او مرګ یې هر یو ویاړ وه/ ده.

یو عرب استاد خپلو مجاهدینو ته په معسکر کې داسې توصیه کوي: ایمانونه او عقیدې مو داسې عیارې کړئ لکه د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله؛ هغه وخت چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او ټول هېواد د سقوط په درشل کې وه، مجاهدین د کندهار او ټولو ستراتژیکو ساحو د پریښودو په حال کې وه، د افغانستان په هر ښار او کلي درنې بمبارۍ روانې وې، په سلګونو مجاهدین هرې خوا ته پخپلو وینو کې لت پت پراته وه، د B52 ویرونکي غږ د ټول هېواد اسمان نیولی وه، مګر دریم عمر رحمه الله په همدې سخت وخت کې خپلو مجاهدینو ته د نصرت او فتحې وعدې ورکولې.

دریم عمر د یوویشتم قرن مجدد او د امت پر ټنډه د عزت خال وه!

Exit mobile version