داعش یوه مفکوره نه؛ بلکې پروژه ده

سليم پکتين

#image_title

د انسانيت له پیله بیا تر اوسه، ځينې انسانان د ديني او ځيني نور بيا د دنيوي مقاصدو، د تر لاسه کولو په موخه د يوې معلومې مفکورې پر اساس کوښښ کوي، چې نور انسانان هم د دوی پر قدم لاړ شي او د دوی د مفکورې تابع شي؛ چې په پايله کې که دنيوي ګټي وي او که اخروي، دوی به ورسره شريک وي.

خو داعش هيڅ مفکوره نه لري، ځکه داعش د ځينو متجاوزو کفري هيوادونو له خوا؛ رامنځته شوې او د بشريت ضد پروژه ده، چې اساسي موخه يې د همدې کفري هيوادونو د ګټو لپاره؛ د نور بشريت نا ارامه کول او له انساني حقونو محرومول دي.

دا چې داعش ولي مفکوره نه ده؛ لاندي دلايل لري:

۱ـ هره مفکوره؛ که ښه وي او که بده چې رامنځته کېږي، لومړني رامنځته کوونکي افراد، لارویان، د هغوی ځای او د ژوند مسير یې معلوم وي.

د داعش رامنځته کوونکي افراد نشته، بلکي هيوادونو رامنځته کړي دي، چې پر دې اساس مفکوره نه، بلکي يوه پروژه ده او نه يې د اتباعو يوه تګلاره او يو مسير معلوم دی، داعش د نړۍ په هر هيواد کې بېل بېل عملونه کوي.

۲ـ هره مفکوره چې رامنځته کېږي، خپل مصادر او يا، د را اخيستل کېدلو معلوم بنسټونه لري، لکه: مثلاً په دنيا کې کمونیزم يوه چپ اړخه نا سمه مفکوره وه، خپل بنسټونه يې لرل او داسي نور… .

داعش د خپلو کړنو د تر سره کولو له پاره هيڅ کوم مصدر او بنسټ نه لري، د پروژې رامنځته کوونکي هېوادونه ورته د خپلو مقاصدو له پاره، په هر وخت او هره سيمه کې جلا کړنلاره جوړوي.

۳ـ د نړۍ پر مخ هره مفکوره د يوې معلومې سيمې تر افرادو محدوده وي او بيا د پراخوالي لپاره ورته کار کېږي، داعش چې یوه مفکوره نه، بلکي يوه پروژه ده، یو ښکاره او معلوم ځای نه لري، رامنځته کوونکي هېوادونه يې کله يوې او کله يې بلې سيمي ته لېږدوي.

عاصم جلال
Exit mobile version