داعش یوه اجرتي ډله فیصل اُسامه

#image_title

داعش د هیوادونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره یو بزار ګرځیدلی، چې د سیمې او نړۍ هیوادونه یې د اخري افشن په حیث انتخاب او تمویلوي.

داعش د مذهب په نوم ځوانان جذب او د ګمراهۍ په لور سوق کوي، دوی شعار ایښی چې اسلام ژغورو؛ ځکه په نړۍ کې تر بل هر دین د اسلام پیروان زیات او د دین لپاره هر ډول قربانۍ ته اماده دي، نو د دې شعار په وسیله خپل نفوذ پراخوي، خو میدان ته د راتلو سره سم بیرته په بیړه ور څخه ځوانان ځي، حتی ځینې یې په خپله د دوی له خوا وژل کیږي.

په افغانستان کې هم؛ د امارت له حاکمیت وروسته په نظامي، سیاسي، علمي، فرهنګي، اقتصادي، او صنعتي برخو کې خورا زیات د پرمختګ څرکونه ولګېدل، خو نړۍ له دې هرې برخې ویره درلوده، ځکه که امارت قوت ومومي؛ یو خو به د دوی د نیابتي جګړو میدان ورک شي او له بلې خوا به د دوی د رقابت ساحه ختمه شي.

هڅه یې پیل کړه چې نظام له استحکام لرې وساتي، چې د دې کار لپاره یې د داعش افشن پرته بله هیڅ لاره نه لرل.

اوس داعش زموږ د زیربناو د ختمولو په هڅه کې دی، خو دا دي یاد وساتي؛ چې دوی د کوم دیموکرات نظام مخالفت نه کوي، بلکې د اسلامي نظام سره په مخالفت کې دي، هیڅکله به دوی د بهرنیو په اشاره هدف ته ونه رسیږي او د تل په څېر به د مرګ په خوب ویده شي.

عاصم جلال
Exit mobile version